ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دهند ستره سندرغاړې لتامنګیشکر د۹۳کالو په عمر کې مړه شوه

دهند ستره سندرغاړې لتامنګیشکر دکرونا ناروغۍ له امله د۹۳کالو په عمر خپلې سترګې دهمیش لپاره ددې نړۍ نه پټې کړې دي. لتا منګیشکر ته د تیرې میاشتې په ۱۱مه نېته دکرونا وایرس اخته ورپورې کېدو پخلی شوی ؤ اؤ دسختې ناروغتیا په حالت کې دممبۍ بریج کینډي روغتون کې بستر کړل شوې وه. دهغې په مړینه دهندحکومت د دوؤ ورځو دملي ویر اعلان کړی دی اؤ دوه ورځې به په هند کې دلتامنګیشکر په یاد کې ملي بیرغ نیم کښو وي. دهند وزیراعظم نریندرا مودي وایي دلتامنګیشکر غمژنې مړینې سخت ځورولی اؤ دهندوستان دټولو خلکو سره هغه په دې غم کې برابر دی. دهندي رسنیو د رپوټونو له مخې لتاجي په کرونا وایرس داخته کیدو سره دنمونیا ناروغۍ ښکار هم وه اؤ هغه په روغتون کې ډاکټرانو په وینټي لیټر ساتلې وه خو تیره ورځ یې طبیعت بیخي ناسازه شوی ؤ اؤ علاج کوونکي ډاکټر یې پرتییت صمداني رسنیو ته ویلي وؤ چې د ژوند اؤ مرګ په یو نازک پړاؤ ولاړه ده. لتا منګیشکر تر ۱۰۰۰ؤ زیاتو هندي فلمونو لپاره سندرې ویلي اؤ دهغې د غږ مینه وال دهند اؤ نورو ایشیایي هیوادونو ترڅنګ نزدې په ټوله نړۍ کې شته. ۹۳نوي کلنې لتامنګیشکر په ۱۳ کلنۍ په کال ۱۹۴۲م کې دخپل پلار پنډت دینا ناتهـ له مړینې وروسته په سندرو ویلو پیل کړی ؤ . لتا منګیشکر تر ۱۰۰۰ؤ زیاتو هندي فلمونو لپاره سندرې ویلي اؤ دهغې د غږ مینه وال دهند اؤ نورو ایشیایي هیوادونو ترڅنګ نزدې په ټوله نړۍ کې شته. دهنر په نړۍ کې له قدم اېښودلو سمدستي وروسته هغې په یو څو فلمونو کې هم کار هم کړی ؤ خو مشهوره وروسته ترهغې شوه چې په کال ۱۹۴۹ کې یې دمحل نومې یو هندي فلم لپاره دا سندره وویله چې" آئے گا آنے والا آئے گا" دخپل اویا کلن هنري ژوند په اوږدو کې هغې په بیلابیلو ژبو کې تر۳۰زرو زیاتې سندرې ویلي دي اؤ په دې سندرو کې دهغې د اردو ژبې ګڼ شمیر سندرې زیاتې مشهورې شوې دي. دهغې په زیاترو سندرو دنیمې پیړۍ څخه د زیاتې مودې تیریدو باوجود نن هم په هند کې دننه اؤ بهر دموسیقۍ مینه وال دهغې دغه سندرې په شوق سره اوري. دهند وزیراعظم نریندرا مودي د لتامنګیشکر په مړینه خواشیني ښودلې ده اؤ په ټویټر یې دهغې دعکس خپرولو سره لیکلي "زه دخپلو وطنوالو سره دمشرې خور لتا په مړینه دهغوئ په غم کې شریک یم" وزیراعظم مودي زیاتوي "دلتامنګیشکر سندرو رقم،رقم روحیه ورکوله اؤ هغې ترڅو لسیزو دهندوستان فلمي نړۍ کې بدلونونه دنزدې څخه لیدلي وؤ ،دفلمونو ترڅنګ هغه دتل لپاره دهندوستان پرمختیا ته هم لیواله وه اؤ یو پیاوړی اؤ پرمختللی هند یې لیدل غوښتل" لتا مشنګیشکر ته دهغې په غوره هنري خدماتو دهند دننه لوړو دولتي اؤ غیر دولتي مډالونو اؤ جائزو ورکړل کیدو ترڅنګ دنړۍ بیلابیلو هیوادونو کې هم مهمې جائزې اؤ ایوارډونه ورکړل شوې دي دهند حکومت په کال ۱۹۶۹ کې هغې ته دهند دریم ستر سول ایوارډ بدما بهشن، کال ۱۹۹۹ کې دوهم ستر ایوارډ ویبهشن اؤ په کال ۲۰۰۱ کې تر ټولو ستر ایوارډ بهارت رتنا ورکړی ؤ. دلتا منشګیشکر مړینه په هند کې دننه اؤ بهر یو شمیر هنرمندانو،سندرغاړو اؤ دموسیقۍ مینه والو دموسیقۍ لپاره ستر زیان ګڼلی دی اؤ دهغې په مړینه په میډیا اؤ ټولنیزو رسنیو دغم اؤ خفګان دڅرګندونو لړۍ دوامداره ده. دپښتو وتلې سندرغاړې شکیله ناز وایي لتامنګیشکر دیو هیواد یا منطقې سندرغاړې نه وه بلکې هغې دنړۍ په کچه دخپل خوږ غږ بې شمیره مئینان لرل اؤ دنړۍ دګڼو هیوادونو سندر غاړو دهغې د ویل شوؤ سندرو نه فن اؤ هنر ایزده کړی دی. وي او ای ډیوه سره خبرو کې میرمن شکیله ناز ویلي لتامنګیشکر چې کومې سندرې ویلي هغه دهیریدو نه دي اؤ ترڅو چې په نړۍ کې دسندرې نوم شته نو دلتاجي نوم به په دې سندرو ژوندی پاتې وي. هغې دلتامنشګیشکر مړینه دهنري نړۍ لپاره یو نه سرکیدونکی زیان ګرځولی اؤ ویلي یې دي "لتاجي بس یوه وه چې لاړه اؤ بیا دداسې عظیمې فنکارې پیدا کیدل پیدا به کیدای شي څو صدۍ وخت ونیسي" شکیله ناز وایي لتامنګیشکر خپل ټول ژوند فن اؤ هنر ته وقف کړی ؤ اؤ دهغې په مړینه نن په ټوله هنري نړۍ کې د ویر اؤ خفګان فضاء جوړه شوې ده

06.02.2022 ډیوه

په کشمیرکې تاوتریخوالی اود رسنیو پرضد اقدامات

پولیسو د هند تر ولکې لاندې کشمیر د سرینګر په ښارکې د شنبې په ورځ فبرورۍ ۵ ( سلواغې ۱۶) له سیمه ایزو وسلوالو سره نښته وکړه او دوه وسله وال یې وژلي دي.

06.02.2022 امریکا غږ

هند د پنځم ځل لپاره د ۱۹ کلنو نړیوال جام اتلولي وګټله

د هند د کرکټ لوبډلې د نولس کلنو څخه د کم عمر د نړیوال جام په وروستۍ یا فاینل لوبې کې د انګلستان لوبډلې ته ماتې ورکړله او پدې سره یې د پنځم ځل لپار د دې سیالیو اتلولي وګټله.

05.02.2022 امریکا غږ

پاکستان د طالبانو سره د اړیکو په خاطر د فشار سره مخ کیدی شي - راپور

پداسې حال کې چې څه باندې ۵ میاشتې کیږي طالبان په افغانستان کې واک ته رسیدلی او تر اوسه د نړۍ هیڅ یو کوم هیواد یا ادارې ددې ډلې حکومت په رسمیت ندی پیژندلی خو بلخوا بیا پاکستان د طالبانو سره اړیکې دومره تودې ساتلي چې ګڼ شمیر جګپوړو امنیتي چارواکو یې کابل ته سفرونه کړي.

05.02.2022 امریکا غږ

پاکستان کې د غذایي موادو بیه او د ګرانۍ کچه لوړه شوې

د پاکستان د احصایې اداره وایي په تیرې اونۍ کې د ګرانۍ کچه ۱.۳۵ فیصده لوړه شوه او پدې توګه پدې هیواد کې د ګرانۍ مجموعي کچه ۱۹.۵۳ فیصدو ته رسیدلې ده. 

05.02.2022 امریکا غږ

د طالبانو خلاف د امريکا بندیزونو ته يوه کتنه!

واشنګټن - په افغانستان کې د تېر کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو بيرته راتللو او په ياد هېواد کې روان بشري ناورين د جو بايډن حکومت په يو دوه کې اچولی دی چې څنګه نړيوالې مرستې هلته ورسوي، خو دا هم يقيني کړي،‌ چې دا پيسې نه طالبان مظبوط کړي او نه هم د حقاني شبکې د مشرانو لاسونو ته ورشي. د دې ځواب اغېزې هم پراخې دي، نه يواځې دا چې د 35 ميلين نه د ډېرې ابادۍ ستونزې اسانې کړي خو د نړيوالو هڅو مل پاتې شي چې په افغانستان کې د وسله والې ډلې تګلاره څنګه د منلو وړ جوړه کړي ځکه ډېره نړۍ يې سخت دريځه او د ظلم ډکه بولي. په کال 2014-15 کې په افغانستان کې د ډيپارټمنټ اف جسټس پاتې شوي چارواکي جورډن سټراوس دې ته په ځواب کې وايي “بېخي ممکنه نه ښکاري چې دا وړۍ شړۍ شي”. کله چې طالبان واک ته بيرته راغلل نو هغه ټول بندېزونه پرې بيا ولګول شول چې د طالبانو په لومړنۍ دوره کې پرې لګېدلي وو. د بايډن حکومت د افغان حکومت د اووه بيلين ډالرو نه ډېرې پيسې کنګل کړې چې د امريکا د فيډرل ريزروز بينک نيو يارک سره خوندي وې. يو خوا د افغانستان پيسې امريکا کنګل کړي او بل خوا نړۍ د طالبانو په رسميت پېژندلو ته تياره نه ده نو د افغانستان د بينکونو نظام په ټپه درېدلی او دې لوی اقتصادي ناورين رامنځ ته کړی. د نارويجين ريفيوجي کونسل مشر برنېس جي رومېرو وايي “د بشري ناورين او پرېوتونکي اقتصادي نظام د مخ نيوي په لړ کې د يو چلېدونکي بينکېنګ نظام نيشتوالی په دومداره توګه خنډان جوړوي”. د مرستندويه ډلو د فشار له سوبه د بايډن حکومت په سېپټمبر او ډېسمبر کې څه رعايتونه اعلان کړل چې څه غير سرکاري تنظيمونه وکړی شي افغانستان ته خوراک او نورې مرستې ورسوي خو د يادو تنظيونو د چارواکو په وينا ډېری مرستندوې ډلې او بينکونه داسې دي چې د امريکا د بندېزونو د ويرې ځان لرې ساتي. دلته د امريکا د هغه اقتصادي بندېزونو ذکر کوو چې د طالبانو خلاف لګېدلي او د طالبانو د اولې دورې د وخت دي چې د کال 1990 په لسيزه کې ولګول شول او د 9/11 د ترهګرو پېښو وروسته نور هم سخت کړی شول او حالات اخر هم دې ته ورسېدل چې په افغانستان د امريکا د يرغل سوب وګرځېدل. په افغانستان د حملې نه څو ورځې وروسته د هغه وخت د امريکا د ولسمشر جارج ډبليو بوش په امر طالبان او حقاني شبکه نړيوال ترهګر وګرځول شول. دې حکم د امريکا چارواکي د دې جوګه کړل چې د دواړو ډلو اثاثې وتړي او بل دا چې څوک ورسره څه قسمه کاروبار کوي دا به جرم ګڼل کيږي. طالبان اوس د افغانستان غير رسمي واکمنان دي خو دا به کتل کيږي چې د شلو کالو زاړه بندېزونه د طالبانو په اوسني حکومت لګي او که نه يواځې د هغه شخصياتو خلاف به وي چې په تېر وخت کې په ترهګرۍ تورن دي. سټراوس وايي “دا خبره به سپينول غواړي”. البته د امريکا ټريژري ډيپارټمنټ څه بندېزونه لرې کړي چې د مخه يې اوس امريکايي بينکونه او کمپنيانې او نړيوالې غير سرکاري ادارې په افغانستان کې بشري مرستې د طالبانو چارواکو سره د همکارۍ په بنياد کولی شي.

05.02.2022 ډیوه

پر طالبانو د امریکا بندیزونه څنګه پیل شول او څه محدودیتونه لري 

پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمن کیدو وروسته د امریکا پراخ بندیزونه ددې سبب شول چې دا ډله د د مخکني حکومت شتمنیو ته لاسرسی ونه مومي او د متحده ایالاتو د ولسمشر جو بایډن ادارې د افغانستان څه دپاسه اوه میلیارد ډالر پانګه کنګل کړه. 

05.02.2022 امریکا غږ

مصر کې د مطبوعاتو تر ټولو ستر پانګوال په یتیمو نجونو په جنسي تیري تورن شو

په مصر کې نن شنبه فبروي ۵ ( سلواغلې ۱۶)په سوداګر او د مطبوعاتو تر ټولو په ستر پانګوال محمد الامین د انساني قاچاق او جنسي تیري تورورنه ولګیدل.

05.02.2022 امریکا غږ

چین کې د ژمني المپېک لوبو کې د کرونا ويروس ۴۵ پېښې ثبت شوي

په چین کې د ژمني المپېک په لوبو کې د کرونا ويروس ۴۵ پېښې ثبت شوي دي.   د راپورونو پر بنسټ، دغو لوبو کې هغه مهال د ۲۶ کسانو د کرونا ټېسټونه مثبت وختل چې د يادو سياليو لپاره بېکېنګ ته رسيدلي وو.  په دې سیالیو کې د ۹۱ هېوادونو لوبغاړي برخه لري.  راپورونه وايي، په دې لوبو کې د افغانستان او تاجکستانه هېڅ یوه لوبغاړي ګډون نه دی کړی، خو د ایران دوه لوبغاړي په دې سیالیو کې برخه لري.  د المپیک دا ژمنې لوبې به د روانې فبرورۍ تر شلمې دوام وکړي. 

05.02.2022 ازادي راډیو

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي محکمې پخواني کارکوونکې: له دندو شړل شوي یو

د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې د محکمې یوه کار کوونکې چې څه باندې شل کاله یې په ستره محکمه او لویې څارنوالۍ کې کار کړی وایي، د طالبانو په راتګ سره بې کاره شوې او برخلیک یې نه دی معلوم. دا مېرمن نه غواړي د امنیتي ستونزو له امله يې نوم په راپور کې یاد شي ازادي راډیو ته وویل، له ډېرو ستونزو او محدودیتونو سره-سره يې لوړې زده کړې وکړې، خو له ټولو تجربو او خدمتونو سره اوس له دندې شړل شوې او جدي اقتصادي ستونزو سره مخ ده. نوموړې زیاتوي: "د سترې محکمې په بېلابېلو دیوانونو کې مې دنده ترسره کړې، له خورا ستونزو سره مې پوهنتون ولوست، له بده مرغه اوس په بې برخلیکه حالت کې له بد اقتصادي وضعیت سره په کور کینول شوې یم. شل ورځې دمخه د قضایي قوې د امر لیدو ته ورغلم، د قضایي قوې امر خپل لاس مخ ته نیولی و او هېڅ یې نه غوښتل چې موږ ته وګوري، موږ ته یې وویل چې محکمه تاسو ته هېڅ اړتیا نه لري. موږ د هغو تورنو کسانو له لوري ګواښل کېږو چې له بنده ازاد شوي او د محکمو له لوري هم پر موږ فشار دی." په ۱۳۹۴ کال کې په فاریاب ولایت کې د خپل مېړه له لوري د رېزه ګل په نوم د یوې ښځې د پزې پرې کېدو او غور کې د زنا په تور د خلکو له لوري د ۲۱ کلنې رخشانې له سنګسارېدو وروسته، د پخواني حکومت سترې محکمې د ۱۳۹۵ کال په جوزا میاشت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته د رسېدنې ځانګړې محکمه جوړه کړه. د سترې محکمې د اداري کار کوونکو د معلوماتو پر بنسټ، یادې محکمې په کال کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي څه ناڅه ۱۵۰۰ قضیو ته رسیده ګي کوله. د یادې محکمې دوو اداري کارکوونکو د نوم نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل، د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي ضد محکمو له لمنځه تلو سره، د کار کوونکو برخلیک یې نه دی معلوم او د کورني تاوتریخوالي قرباني ښځو هم خپلو قضیو ته د رسیده ګی مراجع له لاسه ورکړي. یو تن یې وايي: "د ښځو په ضد د تاوتریخوالی یواځینی هغه محکمه وه چې د مدعي او مدعي علیه ترمنځ به یې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي قضیو ته په پټه رسیده ګي کوله. اوس به دا شان قضیي چېرته حل و فصل کېږي؟ هغو کسانو چې په ځانګړو محکمو کې یې کار کاوه، خپله حق له کومې ادارې وغواړي؟ د محاکمو او د افغانستان د قضایي سیسټم ټولې ښځینه کار کوونکې اوس له ناوړه اقتصادي وضعیت سره مخ دي او برخلیک یې نه دی معلوم، نه دنده لري او نه هم معاش." بل کارکوونکی هم ورته نظر لري: "په تېرو پنځو میاشتو کې په کورني تاوتریخوالي کې راګېرې ښځې د ټیلیفوني له لارې له موږه مرسته غواړي، خو د تاوتریخوالي ضد محکمو د له منځه تلو له امله، موږ هغوی د خپلو اړوندو ولایتونو د حقوقو ریاستونو ته راجع کړي، ځکه بله لاره مو نه درلوده. د همدې قانوني ادارو د نشتوالي له امله، د ښځو په ضد د تاوتریخوالي ډېری قضیې نه خپریږي، رسیده ګي ورته نه کېږي او سترګې پرې پټېږي. د یاد تاوتریخوالي قرباني ښځې د هېواد د سیاسي او حقوق وضعیت په درک کولو سره، د تاوتریخوالي منلو او مرګ ته له غاړې ایښودو پرته بله لار نه لري." د پخواني حکومت په مهال به د بشري حقونو خپلواک کمېسیون، د ښځو چارو وزارت او دغه راز ګڼو مدني موسسو به کله نا کله د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي په اړه راپورونه خپرول، خو د طالبانو حکومت په رامنځته کېدو سره، په تېرو ۶ میاشتو کې د ښځو په ضد د تاوتریخوالي د یوې قضیې په اړه هم راپور نه دی ورکړل شوی. د سترې محکمې پخوانی کار کوونکی سدېس رسولي وایي، د یادو محکمو ډېری کار کوونکې ښځې وې او افغانستان کې ټولنیزو محدودیتونو ته په کتو، یادو محکمو په ډېره ښه توګه د تاوتریخوالي قضیو ته رسیده ګي کوله او عدالت به ټینګېده. رسولي زیاته کړه: "موږ په افغاني ټولنه کې ژوند کوو او دې ټولنه کې ښځې نه شي کولی خپلې اساسي ستونزې ان خپل ورور ته ووايي، له همدې امله د دې محکمو شتون ډېر اړین وو. د یادو محکمو ډېری قاضیانې ښځې وې، اکثریت اداري کار کوونکې یې هم ښځې وې، خو له بده مرغه د طالبانو په راتګ سره، دوی نوی تشکیلات اعلان کړل او دا محکمې له منځه لاړې." د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لويې کمېشنرې د روان کال د سلواغې میاشتې په ۲۷مه نېټه د یاد سازمان د کارپوهانو د یوه راپور پر بنسټ خبرداری ورکړ چې د طالبانو حکومت هڅه کوي څو افغان مېرمنې له ټولنیز ژونده بې برخې کړي. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کارپوهانو په خپل راپور کې د طالبانو حکومت له لوري پر ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ژوند څخه د ښځو د بې برخې کولو په باب خبر ورکړی و. د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد که څه هم د عدلي او قضایي ادارو د ښځینه کار کوونکو د برخلیک په اړه څه نه وایي، خو ټینګار کوي چې د دوی حکومت د ښځو په ګډوڼ، ټولو قضیو ته رسېدنه کوي. مجاهد زیاتوي: "زموږ محاکم خپل اجرات کوي او د ښځو او نارینه وو غږونه اورېدل کېږي، د ښځو د عرایضو اورېدو لپاره به بېل میکانېزم وي، ښځې کولی شي عریضه وکړي او محکمو کې به یې غږ واورېدل شي. د ځینو دیوانونو پرته د اکثریت دیوانونو تشکیلات جوړ شوي. زموږ محکمې به شرعي وي او د اسلامي حکمونو پر بنسټ به پرېکړې کوي او د سترې محکمې تر څار لاندې به وي. لکه څنګه چې زموږ امیرالمومنین د ښځو د حقونو په باب حکم کړی موږ هم ډاډ ورکوو، که په کوم مورد کې ښځې شکایت لري، ادارې مکلفې دي چې د غږ رسولو برخه کې یې همکاري وکړي." د طالبانو حکومت د روان کال د لېندۍ میاشتې په ۱۲مه نېټه د خپل مشر ملا هبت الله اخُندزاده شپږ ماده ییز فرمان خپور کړ چې په هغې کې د ښځو د حقونو په اړه ځینو مسایلو ته اشاره شوې وه، خو په دې فرمان کې د ښځو د حقونو د نقض کوونکو سره د چلند په باب څه نه وو ویل شوي. د دې فرمان ډېره برخه د ښځو د واده پر مسایلو راڅرخېده.

05.02.2022 ازادي راډیو

ایران: د بندیزو لیرې کیدو په هکله د امریکا اقدامات کافي ندي

وروسته له هغه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وویل د ایران په ملکي اتومي پروګرام د بندیزونو څخه تیریږي او دا کار یې د ایران اتومي تړون سره د بیرته یو ځای کیدو لپاره یو تخنیکي اړتیا وبلله د ایران د بهرنیو چارو وزارت وویل چې دا اقدام ښه، خو کافي ندی.

05.02.2022 امریکا غږ

د کابل د اسعارو د تبادلې په بازار کې د یو ډالر بیه ۸۸ افغانیو ته راټیټه شوې

د افغانستان په مرکزي بانک او ددې هیواد په بازارونو کې د ډالرو شتون ددې سبب شوي چې پدې تیرو څو ورځو کې د پیسو د تبادلې په بازارونو کې د بهرنیو اسعارو پر وړاندې د افغانۍ بیه هم پورته شي.  

05.02.2022 امریکا غږ

امریکا د ایران د اټومي پروګرام سره تړلو ځینو بندیزونو کې نرمي اعلان کړه

واشنګټن - د بایډن انتظاميې د جمعې په ورځ د ایران د ملکي اټومي پروګرام سره تړلو ځینو بندیزونو کې نرمي اعلان کړی ده. دا رعایت په داسې وخت کې ورکړل شوی چې د ایران سره د کال دوه زره پنځلسم جوهري لوظنامې د بحالۍ لپاره خبرې اترې مهم پړاو ته رسېدلي دي. دې ګام سره به د ټرمپ د انتظاميې د پابندو د واپس لګولو ځني فیصلی واپس شي.  ایران ته دا رعایتونه په دې نیت سره ورکړل شوي چې دوي د کال دوه زره پنځلسم لوظنامې باندې عمل کولو ته تیار کړي.   پخواني صدر ډانلډ ټرمپ په کال دوه زره اتلسم کې امریکا له لوظنامې نه بهر کړی وه او په ایران يې واپس بندیزونه لګولی وو. د دی په ځواب کې ایران هم د جوهري لوظنامې خلاف ورزۍ شورو کړی.   ایران ویلی دي چې دوي د لوظنامې د شرطونو احترام ځکه نه کوي چې لومړی امریکا د لوظنامې نه بهر شوی وه.   ایران ویلی دي چې په لوظنامه د پابند پاتې کېدو لپاره ضروري ده چې د لوظنامې لاندې دوي سره لوظ شوي ټول بندیزونه ختم کړل شي.  د جمعې  په ورځ د امریکا دې ګام سره به د روس، چین او یورپ هاغو کمپنیو او هیوادونو باندې د پابندو خطره له منځه ولاړه شي، چا چې د کال دوه زره پنځلسم د لوظنامې لاندې د ایران د جوهري پروګرام کې په غیر پوځي برخه کې مرستې پیل کړی وې.  د ټرمپ انتظامیه د کال دوه زره شلم د مې په میاشت کې د ایران د غیرپوځي جوهري پروګرام په لړ کې رعایتونه ختم کړي وو. ټرمپ ګڼل چې د ایران سره شوی لوظنامه ډیره بده وه او دا چې دې لوظنامې ایران ته د ایټم بم جوړلو لاره هواره کړی وه.   د صدارتي کاندید په حیث جو بایډن به په خپل کمپین کې ویل  چې امریکا به واپس د ایران سره شوی جوهري لوظنامې ته بوځي او د ده انتظامیه همدا لاره غوره کړی ده، خو د ده صدارت یو کال پس هم په دې لړ کې ډیر کم پرمختګ شوی دی.  د انتظامیه چارواکو ویلی دي چې دا رعایتونه په دې ورکړل شوی دي چې دوي غواړي د ویانا مزاکراتو کې پرمختګ وکړي.   سټیټ ډیپارټمنټ کانګرس ته د دې ګام په اړه ویلی دي چې د دی رعایتونو مقصد ایران سره مزاکرات کې مرستې کول دي او دا چې ټول فریق د شوی لوظنامې مکمل پابندی ته اماده کړي. دې سره به د چې د جوهري وسلو د خپرولو او د دې تحفظ په اړه د امریکا هلو ځلو کې هم مرستې وشی. سټیټ ډیپارټمنټ کانګرس ته ویلی دي چې دا فیصله دوي په خپل سر کړی دا او دې کې د چا پابند نه وو. امریکا د خپلو ملګرو او ایتلافیانو سره په صلاح مشوره داسې ګامونه پورته کوي چې د ایران د ممکنه خطرو نه دوي محفوظ وساتي.    هاغه خلک چې ټرمپ يې د لوظنامې نه وتلو ته رضا کړی وو، هغوی واېي که چرې د بایډن انتظامیې د کال دوه زره پنځلسم لوظنامې ته واپس تلل هم غواړي نو پکار وه چې پابندو کې د رعایتونو ورکولو وړاندی يې د ایران هم ځني نورې غوښتنې کړی وې.  د ستیټ ډیپارټمنټ ځني چارواکو د نوم نه څرګندولو په شرط ای پي خبري ادارې ته ویلي دي چې ایران باندې د ځینو بندیزونو ختمولو فیصله د امریکا په مفاد کې شوی ده. 

05.02.2022 ډیوه

پاکستان کې دخوراکي توکو بیعې لوړې شوي،ګراني 19.53فیصدي ته زیاته شوې

د پاکستان د شمیرنې دولتي اداره وایي تیره اوونۍ په ملکي کچه ګرانۍ کې 1.35 فیصدي اضافه شوې او په  مجموعي توګه ګراني 19.53فیصدي ریکارډ کړل شوې ده. دغه داره پخپل تازه رپورټ کې وایي تیره میاشت په جنورۍ کې دګرانۍ کچه 12.96 فیصدي ریکارډ کړل شوې وه ،دسوداګرو وینا ده چې په دې  وروستیو کې د خوراکي تیلو ،غوړو او وړو بیعې زیاتې لوړې شوې دي. اقتصاد پوهان نظر لري چې  پاکستان کې د توانایۍ د زیاتو بیعو له امله دګرانۍ کچه لوړه شوې ده  او هم ددې له امله په پیداوار لګښتونه زیات شوي چې  دګرانۍ سوب جوړیږي. په خیبرپښتونخوا مردان کې د پرچون د کاروبار سره تړلی خان بادشاه وي او ای ډیوه ته وایي په دې وروستیو کې د خوراکی تیلو او غوړو په شپاړسو لیټرو کې د 500نه نیولې تر 600 روپو پورې اضافه شوې ده.  هغه وایي هګیو بیعه په درځن کې شل روپی راکمه شوې خو د اوړو یوه تروړه کې 100روپۍ اضافه شوې ده. د پاکستان د شمیرنې اداره وایي هیواد کې  د کمې امدنۍ خلکو دپاره ګراني 21 فیصده زیاته شوې او کلیزه ګراني 19.53 فیصدي ریکارډ شوې ده. اداره وایي په مجموعي توګه  51 شیانو کې د 22شیانو بیعې زیاتې شوې،د 6شیانو بیعې کمې شوي او د 23 خوراکی شیانو په بیعو کې څه بدلون نه دی راغلی . د شمیرنی د ادارې په وینا دتیر کال 2021 په جنورۍ میاشت  کې ګراني 5.7فیصدي وه او سږ کال په جنورۍ کې نزدې 13 فیصدي ته رسیدلې ده . ځایي سوداګر وایي په مارکیټ کې د یو کلو ټماټرو بيعه  180 روپو ته لوړه شوې او بینډي یو کلو په 350روپۍ خرڅیږي.  په مردان ښار  کې د چیمبر اف کامرس او انډسټري پخواني مشر ظاهر شاه  وي او ای ډیوه ته ویلي د پاکستان اقتصادي اډانه کمزورې ده او تر څو چې ملکي اقتصاد ته وده نه وي ورکړل شوې  په ګرانۍ قابو موندل ګران دي . هغه وایي په میاشت کې دوه ځله د پټرولو او ډیزلو نرخونه لوړیږي او د توانایۍ زیاتې بیعې دګرانۍ لامل ګرځي چې له دې امله  په پیداوار هم لګښتونه زیاتیږي. د پاکستان مرکزي حکومت دریځ لري چې په نړیوال مارکیټ کې هم ګراني زیاته شوې ده او د تیلو بیعې 84 ډالره یو بيرل ته رسیدلې دي او د هغې اثر په پاکستان کې د توانایۍ په بیعو پریوځي‌. د پاکستان حکومت په ګرانۍ دقابو موندلو  دپاره  د120 اربو روپو رعایتونه هم ورکوي خو نړیواله مالیاتي اداره پخپل  رپوړټ کې وایي سږکال به پاکستان کې ګراني نوره هم زیاته شي او په راتلونکي کال کې به دا ګراني 10 فیصدو ته راکمه شي

05.02.2022 ډیوه

رپورټ:دطالبانو په ملاتړ کولو امریکا اؤ غربي نړۍ سره دپاکستان اړېکې خرابیدای شي

په نړیواله کچه دجنګونو مخنیوي لپاره دتګلارو جوړونکې بې پلوه اداره  "اڼترنیشنل کرایسز ګروپ"  وایي افغانستان کښې د طالبانو د واک په هکله خپلې تګلارې جوړولو کې به پاکستان د یو شمیر ستونزو سره مخ وي. دیادې ادارې په وینا دغه مشکلاتو کښې پاکستان کښې د ترهګرۍ زیاتیدو اؤ امریکې اؤ غربي هیوادنو سره دپاکستان داړیکو خرابیدو ویرې هم شاملې دي. انټرنیشنل کرایسز ګروپ خپل رپورټ کې ویلي دي پاکستان د افغان طالبانو ملاتړ کوي خو په سفارتي توګه د افغان طالبانو ېوازې پاتې کیدل به په پاکستان ېو بل بار وي. د ادارې په وینا افغانستان کښې دبې ثباتۍ اؤ خرابو معاشي حالاتو اغیز به هم په پاکستان کیږي . رپورټ کې ویل شوي چې پاکستان سره د امریکې اؤ نورو غربي هیوادنو اړېکې په دې هم خرابیدې شي چې پاکستان په داسې حال کې هم د طالبانو وکالت ته دوام ورکړي چې طالبان د نورو هیوادنو دا غوښتنه ونه مني چې افغانستان کې دخلکو اؤ په ځانګړي توګه دښځو حقونه مراعات کړي. اداره وایې د پاکستان د پاره به تر ټولو لویې خطر دا هم وي که چرې افغان طالبان پخپله خاوره دموجودو هغه ترهه ګرو ډلو پرضد ګامونه وانه خلي چې دپاکستان پرضد ترهګریز فعالیتونه کوي. اداره وایې ددغه ګواښونو نه بچ کیدو د پاره به پاکستان ته پکار وي چې د افغان طالبانو دناروا ګامونو لکه دتعلیم نه دښځو دمحرومه ساتلو په څېر دګامونو ملاتړ ونه کړي. د واشنګټن پوسټ خبریال حق نواز خان ددغه رپورټ په هکله  وایې پاکستان افغانستان سره یوه اوږده  ګډه پوله لري اؤ که افغانستان کښې هر څنګه حالات وي نو اغیز به یې په پاکستان وي. حق نواز خان وایي پاکستان دا وخت د افغان طالبانو ملاتړ ځکه کوي  چې هیله لري افغان طالبان به ددې ملاتړ په بدل کښې دهغو ترهګرو تنظیمونو پرضد ګامونه واخلي چې پاکستان کښې په کېدونکې ترهګرۍ کښې لاس لري خو حق نواز بیا وایي "دا کار د افغان اولس دی چې فیصله وکړي  چې دچاحکومت به دوئ د پاره ښه وي" خبریال محمود جان بابر وایي پاکستان د ماضي نه سبق ترلاسه کړی دی ځکه تر اوسه یې دافغان طالبانو حکومت په رسمي توګه نه دی منلی. ډیوه سره خبرو کې هغه وایي "پاکستان د افغان طالبانو مرسته اؤ ملا تړ کوي خو په دې انتظار هم دی چې ددوئ دحکومت په رسمیت دمنلو په هکله به نړۍ څه فیصله کوي؟" تیر کال د اګست په پینځلسمه نیټه چې طالبانو کابل ونیولو نو ترهغې وروسته دپاکستان وزیراعظم عمران خان ددې ستاینه کړې وه خو دانټرنیشنل کرایسز ګروپ دا رپورټ وایي په سفارتي توګه د طالبانو حکومت که چرې پاکستان مني نو د نورو هیوادنو، په ځانګړي توګه دغربي هیوادنو لخوا به پاکستان دسخت فشار سره مخ شي.

05.02.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more