ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


رپورټ: سږ کال د ترهګرۍ د ټولو نه زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي دي

د څېړنې یوې غیر حکومتي ادارې ویلي د سږ کال په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په 24 پېښو کې 42 کسان وژل شوي دي او د ترهګرو تر ټولو زیاتې حملې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 12 بريدونو کې نهه عام وګړي او پينځه امنیتي اهلکار وژل شوي. د انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکورټي سټډيز نومې ادارې په پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه دغه معلومات په خپل یو تازه رپورټ کې په مهال خپاره کړي چې څېړوونکي وايي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د ډزبندۍ د ختمیدو او حکومت سره د ډلې د ابتدايي خبرو لړۍ د ماتیدو نه پس په  پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې اضافه شوي ده. د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد هم منلې ده چې لا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان په خپلو حملو کې اضافه رواستې ده.  د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل رپورټ کې ليکلي چې د جنورۍ په میاشت کې د ترهګرۍ په 24 برېدونو کې ټول 42 کسان وژل شوي دي او په دغه وژل شويو کسانو کې 22 امنتیي اهلکار او 16 عام وګړي شامل دي. د پاکستان د پوځ پخوانۍ افسر او د دفاعي چارو کارپوهه ليفټننټ جنرال( ر )طلعت مسعود ډيوه ته وايي د هېواد دننه د ترهګرۍ د مخ په سېوا کېدونکو پېښو ترشا بېلا بيل عوامل دي. هغه وايي يو لامل يې د افغان طالبانو په واک کې د راتلو وروسته هلته د تحريک طالبان پاکستان خوندي ځالې او د ټي ټي پى او طالبانو نېزدې اړېکې دي. دى وايي د دې ترڅنګ د پخوانیو قبایلي سیمو په خېبرپښتونخوا کې له ورګډيدو وروسته هلته د پرمختګ نشتوالى او د دغو سيمو په قامي بهير کې نه ورتلل هم د ناامنۍ علتوته دي.   د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې شېخ رشید ومنله چې تحريک طالبان پاکستان په خپلو حملو کې اضافه کړې ده.  نوموړي د ټي ټي پي سره د نورو مذاکراتو امکان رد کړو. ښاغلي طلعت مسعود وویل د پاکستان حکومت له هم په افغان طالبانو فشار راوړل پکار دي چې "که تاسو ټي ټي پي قابو نه کړې شوه نو مونږ هم به ستاسو د ملاتړ نه لاس پسر شو" دهغه په وينا پاکستان د افغان طالبانو لپاره د امریکا او هند مخالفت په سر اخستى دى او اوس بايد پاکستان هم طالبانو ته دا خبره وکړي.   د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په رپورټ کې راغلي چې د جنورۍ په میاشت کې تر ټولو زیات ترهګريز بريدونه په خېبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 12 بريدونو کې نهه عام وګړي او پينځه امنیتي اهلکار وژل شوي. رپورټ مخکې وايي هم دا ډول د ترهګرۍ 6 پېښې په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې دي چې پکې د 14 امنیتي اهلکارو په ګډون 17 کسان مړه شوي دي او پهددغو کې دوه ملکي وګړي هم شامل دي. د رپورټ ترمخه دغه ډول د ترهګرۍ څلور پېښې د هېواد په قبایلي ضلعو کې ترسره شوې دي چې په کې 2 اهلکار او دوه عام وګړي وژل شوي دي.   له دې مخکې د هېواد په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ په چارو نظر لرونکيې يوې بلې غېر دولتي څېړنېزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر په خپل راپور کې ويلي چې د جنورۍ په میاشت کې په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې هم ټول 27 کسان وژل شوي دي. دغو وژل شويو کسانو کې 6 د امنیتي ادارو غړي، 10 وسله وال، پولیس او ملکي وګړي شامل دي.    

03.02.2022 ډیوه

محسن داوړ: امنیتي مامورینو کرم ضلعې ته د ورتګ نه منع کړی یم 

د شمالي وزیرستان څخه منتخب شوی د پاکستان د قومي اسمبلۍ غړی او د نېشنل ډېموکرېټک مومنټ یا د ملي جمهوري تحریک مشر محسن داوړ ویلي حکومتي مامورینو کرم ضلعې ته ور تګ نه منع کړی شوی دی.   د سيمې پولیس او انتظامیې وي او اى ډيوه ته تایید کړه چې د انتخابي ټاکنو د کمېشن په لارښوونه محسن داوړ کرمې ضلعې ته د دننه کیدونکې لارې چپري چیک پوسټ نه بيرته ستون کړى شوی دى. محسن داوړ وي او اى ډيوه ته وويل دوی د ګوند د تعرفي غونډو په موخه د کرم قبایلي ضلعې سفر کولو او هلته یې د خلکو سره خپل ګوند معرفي کولو چې دا د دوٸ ايیني او قانوني حق دى. خو د تاکنو کمېشن وايي چرته چې بلدیاتي تاکنې اعلان شوي هلته دصوبو او مرکزي حکومتونو د وزیرانو او نورو لوړ پوړو چارواکو په ګډون دقامي اسمبلۍ د منتخبو استازو په تګ هم بندیز لګول شوى دى د صوبې په 17 ضلعو کې د دسمبر په 19مه بلدياتي ټاکنې شوي او انتخابي کميشن د صوبې پاتې برخو کې د راتلونکي مارچ دمياشتې په 27 نيټه د پوځ د څار لاندې د بلدياتي انتخاباتو د دويم پړاٶ اعلان کړی دى. محسن داوړ وویل د زیارت، پنجشنبې، په نن سحر د کرمې په لویه لار چپري چیک پوسټ ته ورسېدل نو هلته د وړاندې نه په زیات شمیر پولیس او نور امنیتي سرتیري په ځاٸ کړل شوي وٶ او د دوٸ مخه یې ونیوله او ضلعې ته د ننوتلو موقع یې ورنکړه. محسن داوړ په خپل ټوېټر پېغام کې وویل چې کرمې ته د خپل ګوند د غونډې په لړ کې روان و چې هلته د ورتګ نه منع کړی شوی. هغه زیاته کړه چې وسله وال په ازاده ډول په ملک کې حرکت کوي خو سیاستوال د خپلو خلکو سره د لېدلو نه منع کېږي. داوړ زیاته کړه دوٸ ته وویل شول چې د ټاکنو کمیشن نه دا امر راغلى چې دوٸ ضلعې ته مه پریږدٸ اٶ وروسته له هغې بیا دوٸ بېرته له چیک پوسټ څخه ستانه شوي دي. داوړ وویل چې دا بهانې دي او له دې لارې دوٸ غواړي پښتانه غیر سیاسي وساتل شي او مترقي سوچ دوی ته انتقال نه شي. د کرم ضلعې د انتظامیه دفتر وي او اى ډیوه ته وویل معلومات ترلاسه کړي وٶ چې د ملي جمهوري ګوند مشر او د قامي اسمبلۍ غړى محسن داوړ د کرمې قبایلي ضلعې دسفر پرمهال دغلته د ګوند فعالینو سره غونډې کوي. دا په داسې حال کې د چې د خیبر پښتونخوا د بلدیاتي انتخاباتو په دویم پړاو کې دغلته هم ټاکنې اعلان شوې دي. د کرمې ضلعې د پولیسو مرستیال مشر جوهر خان وویل محسن داوړ یې د ټاکنو دکمیشن په لارښوونه ستون کړى دى. نوموړي وي او اى ډیوه سره د کرمې ضلعې د پولیسو دمشر اعلامیه شریکه کړه چې ترمخه يې ویل شوي د ټاکنو دکمیشن لخوا لارښوونه شوې چې د ملک صدر، وزیراعظم سپیکرز، دسینيټ چیرمین، د صوبو او د مرکزي حکومت وزیران او مشیران نه شي کولى چې د هغو سیمو سفرونه وکړي چرته چې بلدیاتي ټاکنې اعلان شوې دي. اعلامیه کې د قامي اسمبلۍ د منتخبو غړو په سفر دبندیز هم ویل شوې دي. د پولیسو اعلامیه کې ویل شوي چې د ځینو سیاسي ګوندونو مشران د ضلعې سفر کوي او دا دې د ټاکنو دکمیشن د لارښوونو له مخې ستانه کړای شی. د خیبر پښتونخوا د صوبې د ټاکنو دکميشن ویاند سهیل خان هم وویل دوٸ ته معلومات تر لاسه شوي چې محسن داوړ نه دى پریښودل شوى خو په دې نه دى خبر چې دهغه د نه پریښودو علت څه دى ـ هغه ډيوه سره خبرو کې د دغه اعلامیې پخلى وکړو،خو محسن داوړ وایي حکومتي وزیران په خلاص مټ په پولیټکل کمپاین کې برخه اخلي ـ نوموړي وويل د بلدیاتي انتخاباتو دوروستي پړاؤ پرمهال د ملک وزیراعظم عمران خان د صوبې مرکز پیښور ته سفر کړى ؤ او یو شمیر ترقیاتي پروژې يې اعلان کړې وي ـ هغه وویل دوی خلکو ته د ناامنۍ پرضد دامن ،ترقۍ او سیاسي پوهې پیغام رسوي نوځکه له خلکو لرې ساتل کیږي د جنورۍ په وړومبۍ نيته دپاکستان اتتخابي کميشن دخيبر پښتونخوا دوړومبي پړاؤ ترسره شوؤ بلدياتي ټاکنو کې د بنو په بکاخيل پولنګ اسټيشن دحملې، د انتخابي عملې د ځورولو او د ورکړی شوؤ رايو دصندوقونو د تښتولو په تور د واکمن تحريک انصاف ګوند صوبايي وزير شاه محمد د پینځوؤ کالو لپاره ناهله ګرځولى دى. اليکشن کميشن د ملک شاه محمد خان د اسمبلۍ غړيتوب هم ختم کړی دی۔ کميشن د پاکستان تحریک انصاف يوبل د قامي اسمبلۍ غړي او مرکزي وزیر علي امین ګنډاپور ته پولیټیکل کمپاین کې دبرخې اخستو په تور کمیشن ته دوړاندې کېدو امر کړى دى په اتم دسمبر د پاکستان د ټاکنو کمېشن د خېبرپښتونخوا څانګې د وزیراعظم عمران خان په نوم خط ليکلی ؤ او په صوبه کې د بلدياتي ټاکنو د قاعدې يا ضابطه اخلاق د عملي کولو مشوره يې ورکړې وه. د پېښور ريجنل الېکشن کمېشن لخوا په (اتم دسمبر) ليکل شوي خط کې ويل شوي وؤچې د ډان ورځپاڼې څخه ورته مالومه شوې چې تاسو (وزیراعظم) نن د پېښور ممکنه سفر کوئ او د "پاکستان کارډ پروګرام" پرانسته کوئ. د ټاکنو کمېشن په خط کې ويلي وؤ"ستاسو (وزیراعظم) پام راګرځول کيږي چې په کومه علاقه کې ټاکنې کيږي، هلته د پرمختيايي کارونو اعلان نه شي کېدی"  

03.02.2022 ډیوه

بایډن: په سوریه کې مو د داعش رهبر القریشي وژلی دی

واشنګټن: د امریکا ولسمشر جو بایډن د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په سوریه کې د داعش د رهبر د وژل کېدو خبر ورکړ. د سپینې ماڼۍ لخوا په یو خپور شوي بیان کې ښاغلي بایډڼ ویلي "تېره شپه زما په لارښونه، د امریکا پوځي ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترهګرۍ پرضد بریالي‌ عملیات وکړل چې امریکا او زمونږ متحدین وژغورل شي او نړۍ د امن ځای شي. زمونږ د وسلوالو ځواکونو له وړتیا او اتلولۍ څخه مننه، مونږ د جګړې له ډګر څخه ابو ابراهیم الهاشمي القریشي چې د داعش رهبر وو له منځه یوړ." ښاغلي بایډن، مرستیالې ولسمشرۍ کمېلا هېرېس او ورسره نورو چارواکو په سوریه کې د داعش د رهبر په وړاندې دغه ترسره شوي پوځي عملیات له سپینې ماڼۍ څخه د ویډیو لېنک له لیارې په ژوندۍ بڼه وڅارل. تر دې مخکې، پنټګان د زیارت یا پنجشنبې په سهار ویلي وو چې د امریکا ځانګړو ځواکونو د سوریې په شمال لویدیځ کې د ترهګرۍ ضد بریالي عملیات ترسره کړي دي.‌ د پنټګان د ویاند لخوا په خپور شوي بیان کې جان کربي ددغو عملیاتو د هدف په اړه نور جزیات نه وو خپاره کړي خو دومره یې ویلي وو چې امریکايي ځواکونو ته پکې کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې. د امریکا غږ د خبري څانګې د راپور له مخې، د سیمې اوسېدونکو خبریالانو ته ویلي، په دغو شاخوا دوه ساعته عملیاتو کې هیلې کوپټرو برخه اخیستې وه او ډزې او چاودنې اورېدل کېدې او ګڼ ملکي وګړي پکې وژل شوي دي. په برتانیه کې د سوریې پر بشري حقونو نظر ساتونکې ډلې د زیارت په ورځ ویلي، چې په دغو عملیاتو کې لږ تر لږه ۱۳ کسان وژل شوي چې درې ښځې او څلور ماشومان هم پکې شامل دي. امریکايي چارواکو تر اوسه ددغو ادعاو په اړه څه نه دي ویلي. د شپې لخوا دغه ترسره شوي عملیات د سوریې په ادلېب ولایت کې ترسره شوي کوم چې په سوریه کې له داعش سره وروستی پاتې ځای دی او دا سیمه د ترکیې پولې ته څېرمه پرته ده. په دغې سیمه کې د القاعده ګڼ جګ پوړي جنګیالي او نورې ترهګرې ډلې هم شته. د امریکا پوځ په یادې سیمه کې پخوا هم د القاعده د لوړې کچې رهبران په نخښه کړي دي چې په اکثرو دغو عملیاتو کې له هوايي او د ډرون بریدونو څخه کار اخېستل شوی. د ۲۰۱۹ کال په اکټوبر کې د امریکا ځانګړو ځواکونو په ادلېب کې عملیات ترسره کړي وو او دداعش پخوانی مشر ابو بکر البغدادي یې پکې وژلی و او القریشي بیا تر هغې وروسته په نومبر کې د داعش نوی مشر ټاکل شوی وو. د داعش خراسان ډله: که څه هم د افغانستان د تېر جمهوري حکومت چارواکو د داعش خراسان ډله د داعش له اصلي ډلې څخه جلا یوه بله سیمیزه ډله بللې خو د داعش خراسان په نامه د دغې ډلې په بریدونو کې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په ۲۰۲۱ کې په افغانستان کې وه. تير کال 2021م کې د داعش ډلې د بريدونو په اړه شوې نظر پوښتنه ښايي چې داعش تر ټولې زیاتې مرګ ژوبلې په افغانستان کې کړي دي۔  د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار محمد حنیف اتمر امریکا ته د یو سفر پر مهال ویلي وو چې تور د داعش جنګیالي د پاکستان په مرسته تربیت ترلاسه کوي او بیا د افغانستان په بیلا بیلو برخو کې جنګیږي. د وي او ای اشنا سره په یوه ځانګړې مرکه کې ښاغلي حنیف اتمر ویلي وو چې په افغانستان کې جنګیدونکي زیات تره داعش وسله وال د پاکستان قبایلي سېمې اورکزۍ اېجنسې سره تعلق لري، دوي په پاکستان کې تربیه کیږي او بیا افغانستان ته جګړې له لیږل کیږي. پاکستان تل د طالبانو او د داعش د ملاتړ تورونه ردوي. په هر صورت پوهانو خبرداری ورکړی چې د افغانستان نه د امريکايي پوځ له وتلو وروسته دغه ډله افغانستان کې پراختیا مومي اؤ په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې موجودیت د افغان طالبانو د پاره يو لویې ګواښ دی. څېړونکي وایي، طالبان دا وخت په اقتصادي او سياسي توګه دومره کمزوري دي چې دوئ په بشپړه توګه دداعش مخنيوی نه شي کولی. بلخوا د افغان طالبانو مرستيال ترجمان انعام الله سمنګاني وي او ای ډيوه ته ويلي چې داعش خراسان ډله په افغانستان کې اوس کوم منظم شکل نه لري او د افغانستان ترڅنګ د نړۍ نورو ملکونو لپاره د خطرې لامل نه شي ګرځېدلی.   

03.02.2022 ډیوه

متقي: طالبان چې څه کوي د چا د فشارونو له امله یې نکوي،‌ خپلې پالیسۍ تعقیبوي 

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیر خان متقي وايي د خپل حکومت د رسمیت پېژندلو لپاره به «خپله سیاسي مبارزه روانه» ساتي. 

03.02.2022 امریکا غږ

نړیوالې مالیاتي ادارې ای اېم اېف پاکستان ته د قرض شپږم قسط منظور کړې دی

نړیوالې مالیاتي ادارې ايي ایم ایف پاکستان ته د پور د شپږم قسط ورکولو منظوري ورکړې ده او وايي چې د پاکستان اقتصاد د څلور فیصد په رفتار پرمختیګ کوي. ايي اېم اېف دا هم ويلي چې سږ کال به هم په پاکستان کې د ګرانۍ لړۍ دوام لری مالیاتي اداره وايي پاکستان ته به په بنیادي اقتصادي اډانه کې اصلاحات کول وي.  د اقتصاد د ماهرينو وېنا ده چې پاکستان له د مالیي شرح زیاتول، خرڅونهکمول، د بجلۍ او ګیس په مد کې ګردشي قرضې او کومې ادارې چې په تاوان کې دي هغې کې هم اصلاحات کول پکار دي ـ    پوهان وایي د ايي ایم اېف د پور د پروګرام بحال کیدو سره به پاکستان ته د سږ کال دپاره اسانتیاوې ترلاسه شي خو پاکستان دپاره دا ضروري ده چې په تجارتي خساره قابو بیا و مومي، مالیاتي خساره راکمه کړي او برآمدات سیوا کړي.  اقتصاد پوهه مهتاب حیدر وایي د پاکستان اقتصاد د ګڼ شمیر مشکلاتو سره مخامخ دی او هم دغه وجه ده چې پاکستان د مالیاتی ادارې څخه پورونه اخلي ـ د وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وویل څنګه چې ايي اېم اېف وايي چې پاکستان له به په اقتصادي اډاڼه کې اصلاحات کول وي په مالیه کې اضافه، په پیداوار خرڅونه کمول اٶ برامداتو کې اضافه ضروري ده ـ   هغه وايي پاکستان ته د توانای لویو ادارو لکه د بجلي او ګیس په محکمو کی اصلاحات او نورې غټې ادارې چې په تاوان کې دي په هغې قابو موندل ضروري دي ـ د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چودهدري د سوشل ميډيا د لارې ويلي د پور د شپږم قسط منظورۍ سره به د پاکستان اقتصاد ثبات ومومي او د اصلاحاتو عمل کې به هم ورسره مرسته وشي ـ د پاکستان دتجارت د وزارت له مخې په روان مالي کال کې دپاکستان برامدات 27 فيصده زیات شوي او ددې کال په وروستيو کې به د پاکستاني برامداتو حجم  26اربو ډالرو ته ورسي.  د دې وړاندې ايي اېم اېف پاکستان ته د نورو شرطونو سره د پور ورکولو دپاره دمالیاتي رعایتونو ختمولو او د اسټیټ بینک د خپلواکۍ دقانون جوړولو وينا هم کړې وه  پاکستاني مطبوعات وايي تیره میاشت په دسمبر کې د پاکستان قامی اسمبلۍ د 360 اربو روپو دمالیاتي رعایتونو ختمولو منظوري ورکړې وه ـ  مرکزي بینک د سود کچه 9.75 فيصدي ته لوړه کړې او د بجلۍ بیعې يې هم سیوا کړې وې ـ   تیره میاشت د جنورۍ په 28مه نیټه د پاکستان لوړ ایوان سینيټ د پاکستان د مرکزي بینک د خپلواکۍ قانوني مسوده منظور کړې وه ـ د اقتصاد ماهر سجاد احمد وايي د پورونو د پروګرام منظورۍ سره به د پاکستان اقتصادي ستونزې روان مالي کال دپاره راکمې شي اٶ نورې مالیاتي ادارې نړیوال بینک او ایشیايي ترقیاتي بینک به هم پاکستان ته پورونه ورکړي ـ هغه وايي دحکومت له لوري جاری کړی شوي د یو ارب ډالر مالیت سکوک بانډونه به هم خرڅ شي او په پاکستان به مالیاتي او تجارتي فشار هم راکم او د پورونو په بيرته ستنولو کې به اسانتیاوې راشي ـ   د پاکستان مرکزي بينک له خوا دتیر ستمبر مياشت کې دجاري شوي رپورټ مطابق په مجموعي توګه د پاکستان قرضې او واجبات د 50 زره اربه روپو نه هم زیات شوي او په دې قرضو کې 127اربه ډالره غیر ملکي قرضې هم شامل دي ـ  مطبوعات وايي په مجموعي قرضو کې 20زره اربه روپۍ یوازې دتحریک انصاف حکومت په 39 میاشتو کې ترلاسه کړې دي    

03.02.2022 ډیوه

بایډن: د امریکا پوځ په سوریه کې د داعش مشر وژلی

د امریکا جمهور رئیس جو بایډن وایي په سوریه کې میشتو امریکایي ځواکونو د اسلامي دولت یا داعش د ډلې مشر وژلی.

03.02.2022 امریکا غږ

اتصال تلویزیوني خپرونه

په دې خپرونه کې هغه کورنۍ او نړیوالې سیاسي، اقتصادي او ټولنیزې مسلې د چارواکو او کارپوهانو سره څیړل کیږي چې د عامو خلکو پر ژوند اغیزې لري.‌ دغه نیم ساعته خپرونه له یکشنبې تر پنجشنبې ماښام د کابل پر وخت پنځه بجې او دیرشو دقیقو له واشنګټن څخه په ژوندۍ بڼه خپریږي.

03.02.2022 امریکا غږ

د پاکستان په پوځ بریدونه شوي او ۷ سرتېري‌ یې وژل شوي

په پاکستان کې چارواکي وایي وسله والو تیره شپه د بلوچستان په ایالت کې د پوځ په دوو پوستو بریدونه کړي، څلور سرتیري او ۱۵ برید کوونکي پکې وژل شویدي.

03.02.2022 امریکا غږ

د پاکستان وزیراعظم د چېن په څلور ورځني سفر بیجېنګ ته تللی دی

د پاکستان وزیراعظم عمران خان د مرکزي وزیرانو او حکومتېدد  چارواکو د لوړ پوړې ډلې سره د چین په څلور ورځني سفر بیجنګ ته تللى دى. د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه بیان کې وویل عمران خان به د چین صدر شي ژن پینګ او وزیراعظم لي کیکیانګ سره دوه اړخیزې ناستې ولري. د خزانې وزیر شوکت ترین چین ته روانیدو څخه وړاندې د مطبوعاتو سره خبرو کې وویل چین ته به وایي چې خپل صنعتونه پاکستان کې هم ولګوي. ټاکل شوې چې چين ته د وزیراعظم د دورې په مهال به د سي پیک منصوبې دلاندې د جوړ شوٶ خاصو اقتصادي زونونو، تجارت ، انفارمیشن ټیکنالوجۍ اٶ کرهنې په څانګو کې په همکارۍ خبرې کولى شي. خبريال مهتاب حیدر وايي"موږ چین سره د صنعتي پرمختګ لړ کې ډیر زیات وخت ضايع کړى دى که چرې مونږ خپل کارونه پر وخت نه تر سره کوٶ نو شیان دځنډ ښکار کیږی او چین نه غواړي چې داسې وشي "   وي او اى ډيوه سره خبرو کې هغه وويل بهرنۍ سرمایه کارۍ یا په ځانګړې توګه د چین سرمایه کارۍ پاکستان ته راوړلو د پاره به مونږ ته پر وخت خپل کار ترسره کولو ته پام راګرځول وي. دپاکستان حکومت توقع کوي  چې د وزیراعظم عمران خان دچین اوسنى سفر به هغه پروژو ته وده ورکړي چې یا پيل کيدونکي دي یا تراوسه د سي پیک په چوکاټ کې پیل شوې دي. بل پلو ته د اسیا پراختیايي بانک اى ډي بي خپل یوه تازه راپور کې ویلي پاکستان که چیرې د ۶۰ اربه ډالرو د چین پاکستان اقتصادي راهداري سي پیک په بریالیتوب سره عملي کړي، نو کولى شي خپل ستراتیژیک جیوپولیټیکل صلاحیتونه وکاروي، دسیمه ایز او نړیوال اقتصادي ارتباط ښه کړي او د اسیا د پاره د اقتصادي مرکز په توګه بدل شي.   خو دغه بانک بيا وايي پاکستان د ساختماني اصلاحاتو پرته غوره لاسته راوړنې نشي کولى. د چهارشنبې په ورځ خپور شوي د اى ډي بي په راپور کې ویل شوي چې د سي پیک لاندې جوړ شوى انفراسټرکچر بايد د سوداګرۍ او سیمه ایزو همکاریو پراخولو د پاره په بشپړه توګه وکارول شي. څيړونکى پروفیسر حسن عسکرې وي او اى ډیوه سره خبرو کې وايي،د سي‌پیک د پروژو د ځنډ ښکار کیدلو تړاو د انتظامې معاملو سره دى چې پکې د پاکستان حکومت ډیر کمزورى دى ـ   هغه وايي په هیواد کې د اقتصادي پرمختګ دپاره ضروري ده چې بنیادي  اصلاحات وکړى شي، سړکونه جوړ کړى شي او دمواصلاتې نظام پياوړتيا ته پام راوګرځول شي.  دنوموړي په وينا که چرې داسې نه وي نو حکومتې دعوې یوازې یو خوب کیداى شي.    

03.02.2022 ډیوه

افغان خبریالان طالبانو د خپل بند نه ازاد کړل

د نړیوالې ټولنې د غوښتنو وروسته، طالبانو د افغانستان د اریانا نیوز هغه دوه خبریالان د خپل بند نه ازاد کړل چې دوه ورځې وړاندې یې نیولي وو. د ارایانا نیوز مشر شریف حسنیار د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې د عبدالحارث حسرت او اسلم حجاب د ازادېدو تصدیق وکړو . د وي او ای د رپورټ ترمخه، دواړه خبریالان طالبانو په کابل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په داسې مهال ونیول چې د غرمۍ ډوډۍ دپاره د دفتر نه وتلي وو.   طالبانو د خبریالانو د نیولو ذمه واري نه وه منلي او نه یې هم دا ویلي وو چې ولې یې نیولي دي؟ په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیالې مېت کنودسن   د اریانا نیوز د  خبریالانو د ازادۍ غوښتنه کړې  وه او ورکې شوې ښځینه فعالانې د ازادۍ دپاره یې غږ پورته کړی و . د یو ناما نه علاوه د انساني حقونو نړیوالې ادارې د اریانا د خبریالانو د ازادۍ غوښتنه کړې وه. دغې ادارې ویلي وو ، د بیان په ازادۍ د دغه ډول بریدونو زیاتوالی د بیان د ازادۍ حقونو لپاره یو ستر ګواښ دی اریانا نیوز ویلي وو ویلي وو چې عبدالوارث حسرت  د سیاسي خپروني چلوونکی دی اسلم حجاب خبریال دی. د حسرت او حجاب د نیول کېدو په اړه د افغانستان د خبریالانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي  وو: "د خبریالانو او رسنیو فدارسیون د طالبانو له رهبرۍ څخه غوښتي چې خپل امنیتي سرتیري د خبریالانو له نیول کېدو څخه وګرځوي.هر کله چې د رسنیو کار کوونکي نیسي باید رسنیو ته دقیق معلومات ورکړی." طالبانو د خبریالانو د نیولو تصدیق نه و کړی.    

03.02.2022 ډیوه

پوځ: په پنجګور او نوشکي کې اووه عسکر او 13 وسله وال وژل شوي 

د پاکستان پوځ ويلي د بلوچستان په پنجګور او نوشکي سیمو کې د وسله والو او امنیتي ځواکونو په جګړه کې د پوځ اووه عسکر او 13 وسله وال وژل شوي دي. د پوځ د مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار وویل په نوشکي او پنجګور سیمو کې د پوځ او وسله والو جګړه د شورو، چهارشنبې، په شپه په پوځ د حملو وروسته شروع شوه. د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) نومې تنظیم د دواړو حملو ذمه واري په غاړه اخیستې ده او رسنیو ته په لېږلي بیان کې ویلي چې په بریدونو کې د ډلې دوه وسلوال وژل شوي دي. پوځ وویل د نوشکي په جګړه کې نهه وسله وال او څلور عسکر ووژل شو چې یو پوځي افسر پکې هم شامل دی. پوځ په پنجګور کې د څلور وسله وال او د پوځ درې عسکر ووژل شو او څلور نور زخمیان شوي دي. ای اېس پي ار وویل پوځ لږ تر لږه څلور نور وسله والو محاصره کړي دي او په ضد یې عملیات دوام لري. د دې نه وړاندې د پاکستان کې د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید په نوشکي او پنجګور سيمه کې د 15 وسله والو او څلورو پوځي عسکرو د وژل کېدو خبره کړې وه. شېخ رشيد د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (3 فرورۍ) په ټويټر په يو ویډيو بیان کې په نوشکي او پنجګور کې د بريد په اړه تفصيل ويلی دی. نوموړي ويلي، په نوشکي کې په بريد کې 9 ترهګر او څلور پوځيان وژل شوي دي. او په پنجګور کې شپږ ترهګر وژل شوي دي. شېخ رشيد ویلي په دواړو ځايونو کې پوځ ترهګر په شا تمبولي او نن هم په پنجګور کې څلور يا پينځه ترهګر د پوځ په ګېره کې دي، هغو ته به هم پوځ ماتې ورکړي او نوموړي دغه غټه کاميابي ويلې ده. له دې وړاندې تېره شپه د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې ای ایس پي آر په یو بیان کې ویلي وو، د ایران پولې ته نیژدې په پنجګور سیمه کې وسلوالو له دوو ځایونو څخه د امنیتي ځواکونو کېمپ ته د ننوتلو هڅه کړې خو وایي‌ پوځیانو یې مخه نیولې ده. په بیان کې ویل شوي وو چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په ډزو کې یو ملېشه عسکر وژل شوی، خو د وسلوالو د وژلو په اړه یې معلومات لا نه دي‌ ورکړي. وایي د ډزو په مهال وسلوال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي. د پوځ د مطبوعاتو دفتر ای ایس پي آر وایي‌ په نوشکي سیمه کې هم وسلوالو د ملېشه ځواکونو دفتر ته د ننوتلو هڅه کړې چې وایي په جوابي ډزو کې څلور وسلوال وژل شوي او یو پوځي افسر ټپي شوی دی. نوشکي له کوټې څخه د لوېديځ په لور د 150 کيلومیټره په فاصله د افغانستان له سرحدي پولې سره او پنجګور بيا د ايران پولې ته نیژدې سیمه ده. په دغو دواړو سیمو کې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعاله دي. په روانه اوونۍ کې د ايران له سرحدي پولې سره په پرته سیمه کېچ، ډېره بګټي او چمن کې 13 امنیتي عسکر وژل شوي دي چې ذمه واري یې پاکستاني وسلوالو طالبانو او بلوڅ بېلتون غوښتونکو ډلو پر غاړه اخیستې دي.    

03.02.2022 ډیوه

د يوکرېن شخړه: امریکې ويلي يورپ ته نور 2000 پوځي سرتيري ليږي

د امریکې د دفاع وزارت پېنټاګون د شورو/ چهارشنبې په ورځ ویلي، صدر جوبايډن روانه اوونۍ نزدې 2000 پوځي سرتيري پولېنډ او جرمني ته ليږي، او په جرمني کې موجود نزدې 1000 سرتيري رومانیه ته روانولی شي. د اېسوسي اېټډ پرېس ترمخه د پېنټاګون ویاند جان کربي ویلي، د يورپ په ختيځ کې د پوځي سرتیرو په ځای کولو هدف د امریکې او اتحادیانو دفاعي پوزيشن پياوړی کول دي، هغه ویلي دا پوځي سرتيري به يوکرېن ته نه داخليږي. له دې وړاندې صدر جوبايډن هم دا خبره کړې وه، چې د روس د حملې د مخنيوي دپاره به امریکايي پوځيان په يوکرېن کې نه شي په ځای کولی. خو امریکا به يوکرېن ته د خپلې دفاع دپاره وسله ورکوي. د امریکې لخوا د پوځ د لېږلو اقدام په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې د يوکرېن په پولو د روس د پوځي سرتيرو په ځای کولو په معامله خبرې د ځنډ ښکار دي. ويل شوي په دغه معامله په يورپ کې دا ويره خوره ده چې د روس صدر ولاديمیر پيوټن په يوکرېن د يرغل په خبره ټينګ ولاړ دی. په ختيځ يورپ کې د نېټو غړي اندېښنه لري چې کله هم د دوی نمبر راتلی شي، که څه هم روس ویلي چې د شخړې د پېل اراده نه لري او سفارتي هڅو دوامداره ساتلو ته تیار دی. د امریکې د انتظاميې يو چارواکي د نوم نه ښکاره کولو په شرط د دفاعي اقداماتو په اړه خبره کړې، د کوم چې په رسمي ډول تراوسه پورې اعلان نه دی شوی. په وروستیو کې بايډن ويلي، چې د دفاعي اتحادي د غړي په حېث به هغه غواړي چې په ختيځ يورپ کې د نېټو اتحاديانو ته د امریکې د ارادې باور ورکړی شي چې هغه د نورو سرتيرو لېږلو اراده لري. ويل شوي پېنټاګون نزدې 8500 سرتيري چمتو کړي دي، کوم چې په ممکنه توګه په يورپ کې په ځای کولی شي، او چارواکو دې خبرې پله اشاره کړې ده چې نورې پوځي دستې هم چمتو کړی شوي دي. په يورپ کې د وړاندې نه د امریکا د 75زرو نه تر 80زرو پورې سرتیري په مستقل په ځای دي. (په خبر کې ځينې مالومات د اې پي نه اخستل شوي دي).

03.02.2022 ډیوه

پښتنو ملت پاله ګوندونو د پي ټي اېم په قافله د بريد غندنه، او پلټنو غوښتنه کړې

پښتون ملت پاله ګوندونو د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) په قافله بريد په سختو ټکو کې غندلی، د پېښې د پلټنو او په ډزو کې د ککړو پرضد د کارروايۍ غوښتنه یې کړې ده. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پشتین پرون د شورو/ چهارشنبې په ورځ (2 فرورۍ) ویلي د پي ټي اېم په قافله د بلوچستان ژوب ښار سره نزدې ډزې شوي دي او په ډزو کې د پي ټي اېم د بلوچستان صوبې  د پي ټي اېم کوارډینېټر یا رابطه کار نور باچا زخمي شوی دی. د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان صوبې صدر قهار ودان وايي، دوی د پي ټي اېم په قافله چې منظور پشتین پکې وو، د ډزو په سختو ټکو کې غندنه کوو. وي او اې ډيوه سره په خبرو کې نوموړي وويل، ګوند يې پرون د کوټې په پرېس کلب کې د ارمان لوڼي د تلين په مناسبت غونډه راجوړه کړې او چې کله د دغه پېښې نه خبر شو، غونډه يې د ډزو د پېښې پرضد په احتجاج بدله کړه. هغه زياته کړه، ګوند يې غوښتنه کوي چې د ډزو په پېښه کې څوک ککړ وي، د هغو پرضد دې کارروايي وشي. عوامي نيشنل ګوند بلوچستان هم ویلي، د پي ټي اېم په مشر منظور پشتين او غړو یې ډزې کول د بنيادي بشري حقونو سرغړونه ده. ګوند په ټويټر ویلي، د پښتونخوا نه وروسته دغلته (په بلوچستان) کې حالات خرابول کيږي. ویل شوي په پېښه کې ککړ کردارونو ته دې د ايين لاندې سخته ته سزا ورکړی شي. او عوامي نيشنل ګوند نن د زيارت په ورځ د پېښې پرضد د کوټې پرېس کلب مخې ته د احتجاجي مظاهرې اعلان هم کړی دی. د عوامي نيشنل ګوند د بلوچستان صوبې نه سېنېټر عمر فاروق د منظور پشتين په کاروان د بريد په کلکه غندنه کړې او ويلي يې دي په لاهور کې د چاودنې وروسته چې د پښتنو سره کوم ناروا سلوک کيږي دغه به ونه زغمل شي. د قومي جمهوري غورځنګ مشر محسن داوړ په منظور پشتین او د هغه په ملګرو بريد ته شرمناک ويلي دي. هغه ویلي رياست په پرامنه فعالانو بریدونو ته دوام ورکړی، خو پښتانه ځوانان به په دغه ډول تشدد ونه ويرول شي. د ډزو د پېښې وروسته منظور پشتين سره د ملګرو احتجاجي پرلت پېل کړی، د ډزو پرضد د مقدمې او د دوه نيول شوو غړو ادريس او بلال د خوشي کولو غوښتنه یې کړې وه. بيا ويل شوي د ادريس او بلال د خوشي کېدو او د ژوب د انتظاميې لخوا د مقدمې درج کولو د باور ورکولو وروسته احتجاج ختم کړی شوی دی. د يادې پېښې وروسته د بلوچستان د کورنيو چارو مشير ضياء لانګو ويلي د اړوندو چارواکو يې د پېښې رپورټ طلب کړی دی. ضیا لانګو وي او اې ډیوه سره په ځانګړو خبرو کې وويل، "ما له امنيتي ځواکونو او ايډيشنل سيکرېټري څخه رپورټ طلب کړی، په هغه کې به ورته ګورو که پر ولسي او عام کس باندي امنيتي سرتېري ډزې کړې وي له هغه به پوښتنې کيږي".

03.02.2022 ډیوه

واشنګټن د یمن پر حوثیانو د نویو بندیزونو ګواښ وکړ

متحدو ایالتونو د چهار شنبې په ورځ فبروري دویمه(سلواغې ۱۳) د یمن پر حوثیانو د تازه بندیزونو د وضع کیدو ګواښ وکړ. امریکا دغه ګواښ وروسته له هغه وکړ چې حوثي اورپکو په تیرو دوو اوونیو کې پر متحده عربي اماراتو د ډرون او مزایلو یو لړ بریدونه وکړل. د متحدو ایالتونو د بهرنیو چارو وزارت ویاند نډ پرایس وویل:"موږ د تیرو اوونیو او میاشتو په ګډون یو لړ داشان اقدامات کړي دي، او زه فکر کوم چې موږ به هغو بریدونو ته چې په وروستیو ورځو او اوونیو کې د یمن د حوثیانو له خوا شوي، په داسې موقف کې ووسو چې نور اقدامات وکړو." فرانس پرس لیکلي چې د جمهور رئیس جوبایډن حکومت له زیاتیدونکي فشار سره مخ دی څو په رسمي ډول د یمن حوثی ډله د بهرني تروریستي سازمان په توګه ونوموي. یاد ډله یو کال مخکې واک ته د جمهور رئیس بایډن له رسیدو وروسته په جګړه ځپلي یمن کې د سولې د خبرو اترو په هدف د امریکا د ترهګریزو سازمانونو له لست څخه ویستل شوه. خو د ایران له ملاتړ څخه د برخمنې حوثي اورپکي دلې او د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف څخه د برخمن حکومت ترمنځ جګړې زیاتې شوي دي. نډ پرایس خبریالانو ته وویل:"تاسې تیره میاشت له جمهور رئیس څخه واوریدل چې دا یوه پریکړه ده چې تر غور لاندې ده." ښاغلي پرایس زیاته کړه امریکا به د حوثي اورپکي ډلې د مشرانو او هغو بنسټونو چې نظامي عملیات کوي او ملکي افراد او د سیمې ثبات ګواښي، مکث ونکړي. په متحده عربي اماراتو باندې د حوثي یاغیانو د راکټي بریدونو وروسته د متحده ایالاتو پوځ  پریکړه وکړه چې سیمې ته د رهبري شویو توغندیو د دفاع په سیستم سمبالې کښتۍ او جنګي جت الوتکې استوي.  پنتاګون د یو بیان په خپرولو سره ویلي چې د متحده ایالاتو د دفاع وزیر لویډ آستن، د سه شنبې په ورځ فبرورۍ اوله د ابوظبې د ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان، سره په ټیلیفوني تماس کې پدې هکله خبرې کړې دي.  د امریکا د دفاع وزارت په بیان کې راغلي چې د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د "USS Cole" جنګې کښتۍ به د متحده عربي اماراتو د سمندري ځواکونو سره همکاري وکړي.   د جنورۍ په ۱۷ پر متحده عربي اماراتو باندې د حوثي یاغیانو له لورې د میزایلو توغول د ابو ظبې د تیلو په تاسیساتو کې د دریو بهرنیو کارګرو د مړینې سبب شو.  د یوې اونۍ له تیریدو وروسته د متحده عربي اماراتو او د اظفره په هوایي اډې کې میشتو امریکایي ځواکونو د دفاعي راکټونو په توغولو سره دوه میزایل چې حوثي یاغیانو د اماراتو پر لور توغولي وو په هوا کې له منځه یوړول.  پر اماراتو د حوثي یاغیانو دریم برید د تیرې دوشنبې په ورځ هغه وخت وشو چې د اسرائیل صدراعظم ایزاک هرتزوګ د اماراتو په لیدنه بوخت و.  متحده عربي امارات د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف غړی دی چې د ۲۰۱۵ کال راهیسې د یمن په نړیواله کچه پیژندل شوي حکومت په ملاتړ د حوثي یاغیانو پر ضد چنګیږي.

03.02.2022 امریکا غږ

د بې درکه بلوڅانو کورنۍ: بلوڅان په بهرنيو هيوادونو کې هم د بې درکیو څخه نه دي محفوظ

د بلوڅ بې درکه کسانو کورنۍ تور لګوي، چې په بهرنیو هېوادونو کې ميشت يا پناه اخيستونکي بلوڅان د پاکستان استخباراتي ادارو له خوا په توګه جبري بې درکه کول پېل شوي دي، پاکستاني چارواکو په سمدستي توګه دغو تورونو ته ځواب نه دی ویلي، خو له دې وړاندې پوځ وخت په وخت دغه تورونه رد کړي دي. د جنورۍ په 27 نيټه د متحده عرب اماراتو نه بې درکه شوي تن عبدالحفيظ بلوڅ کورنۍ دعوه کوي چې عبدالحفيظ بلوڅ د پاکستان د استخباراتو په خواست په جبري توګه پورته کړل شوی او دوي اندېښمن دي چې پاکستان چارواکو ته به وسپارل شي او بيا به د نورو بلوڅانو په ډول تر کلونو بې درکه وي. د عبدالحفيظ بلوڅ د خوشي کولو لپاره د شورو/ چهارشنبې په ورځ (2 فرورۍ) د کراچۍ پرېس کلب  مخې ته د بې درکه بلوڅانو کورنیو احتجاجي مظاهره کړې، او د متحده عرب اماراتو په حکومت يې غږ کړی چې عبدالحفيظ بلوڅ دې پاکستان ته په لاس نه ورکړي او که هغه په کم جرم کې ککړ وي د اماراتو په عدالتونو کې دې پرې مقدمه وچلول شي. د متحده عرب اماراتو د حکومت لخوا په دغه اړوند کوم بيان مخې ته نه دی راغلی. په کراچۍ کې احتجاجي مظاهره په داسې حال کې شوې چې د دې نه وړاندې‌ د جنورۍ په 28 نېټه د عبدالحفيظ بلوڅ کورنۍ په کراچۍ پرېس کلب کې خبري غونډه کړې، او دعوه یې کړې وه چې هغه په دوبۍ کې د خپل کور د مخې نه اوچت کړی شوی او کورنۍ ته یې هيڅ مالومات نه دي ورکړل شوي. د عبدالحفيظ بلوڅ خور فاطمه زهري بلوڅ احتجاجي غونډې ته ويلي چې ورور يې په بلوچستان کې د ناوړه حالاتو څخه د خپلې کورنۍ سره بهر هېواد ته لاړ شي او بيا د 10 کلونو نه هغه د خپلې کورنۍ سره په اماراتو کې مېشت وو او د هغه هلته ورکېدل د اندېښنې وړ خبره ده. "زه د اماراتو حکومت ته دغه خواست کوم چې که زما ورور که د دوی سره وي او په کوم جرم کې ککړ وي هلته دې په خپل عدالت کې مقدمه پرې وچلوي، د پاکستان چارواکو ته دې په لاس نه ورکوي. مونږ د تيرو 12 کالو راهسې د خپلوانو د بې درکه کولو او په وژنو دردمن کيږو، د دې نه وړاندې زما يو  ورور چې 13 کلن وو په بلوچستان کې د بې درکه کولو ورسته وژل شوی، بيا د هغې ورسته زما پلار هم  ووژل شو، او د تير کال راهسې زما خاوند عبدالحميد زهري هم د کراچۍ نه بې درکه کړی شوی دی". په پاکستان کې د بې درکه خلکو مالومولو دپاره جوړ کمېشن سېکټري فريد احمد خان وي او ای ډیوه ته ویلي، په عرب اماراتو کې د بلوڅانو په بې درکۍ نه دی خبر. د يو بل بې درکه شوي تن راشد بلوڅ ورېره مهزيب بلوڅ وايي د دې نه وړاندې د هغې تره راشيد حسين بلوڅ هم 3 کاله وړاندې په متحده عرب اماراتو کې  بې درکه کړی شوی وو چې 6 مياشتې  وروسته يې بيا بغېر د پاسپورټ د پاکستاني استخباراتې ادارو چارواکو ته سپارلی وو او تر دې مهاله ورک د. "عبدالحفيظ بلوڅ زما د تره راشيد حسين د بې درکه کيدلو گواه وو، هغه يې د عبدالحفيظ نه د وړاندې په دوبۍ کې د ګاډي نه راکوز کړی وو او  جبري بې درکه کړی يې وو، بيا يې د هغه د پاسپورټ لپاره د عبدالحفيظ په کور هم چهاپه وهلې وه چې د پاسپورټ نه موندلو وروسته يې عبدالحفيظ بلوڅ ته هم د بې درکه کولو دهمکي ورکړې وه، وس مهال بې درکه کوونکي دومره پياوړي شوي چې د بهر هيوادونو څخه بلوڅان لادرکه کوي.مونږ انديښمن يو چې عبدالحفيظ بلوڅ به هم زما د تره په ډول د پاکستان د استخبارتي ادارو ته وسپارل شي او بيا به د نورو بلوڅانو په ډول تر کلونو بې درکه وي". په پاکستان کې د بې درکه خلکو د مامولو لپاره جوړ کمېشن سېکټري وي او ای ډیوه ته ویلي، چې د راشيد حسين د بې درکه کېدو او د موندلو لپاره پلټنې روانې دي خو په عرب اماراتو کې د بې درکه شوو بلوڅانو څخه نه دی خبر. د پاکستان په سيند صوبه کې د بې درکه شوو کسانو لپاره غږ  پورته کونکی  فعال سارنګ جهويو يادې احتجاجې غونډې ته وويل چې په پاکستان کې  سيندي  بلوڅ او پښتانه بې درکه کېدل عادي خبره ده او ورځ تر بله د بې درکه شوو خلکو شمېرې سېوا کيږي، خو بيا په متحده عرب اماراتو کې د داسې پېښو رامخته کيدل چرته چې اکثره خلک سياسي يا په بشري بنيادونوپناه اخلي ډېره د افسوس وړ خبره ده. هغه تور ولګوو، " د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د چارټر د لاندې د پاکستان ادارې د خپل هېواد وګړو د بې درکه کولو په جرم کې ککړې دي، زه غوښتنه کوم په نړيواله کچه د بشري حقونو خوندي ساتلو ادارو ته چې د پاکستان په دغه زورورو ادارو دې فشار راولي او په زرګونو پښتنو سنديانو او بلوڅانو د جبري لادرکه کولو په مخنيوي کې کې دې خپل کردار  ادا کړي‌". د پاکستان پوځ وار په وار دغه تورنه ردوي او وايي چې ډير خلک د بلوچ ترهګر ډلو سره دي او د پاکستان رياست خلاف د ترهګرې تربيت اخلي. په پاکستان کې په زوره د لا درکه شوو تنانو د موندنې لپاره جوړ سرکاري کمېشن وېلي چې سږکال د جنورۍ په میاشت کې 34 نور کسان په زور لادرکه کړې شوې دي. د کمېشن د دستاویزاتو ترمخه دا مهال د پوځ په حراستي مرکزونو کې 939 کسان هم قيد دي چې پکې تر ټولو زياته شمېره 781 د خېبر پښتونخوا د اوسېدونکو ده. په دغو مرکزونو کې د پنجاب د وګړو شمېره 91, د سندهـ صوبې 41,د بلوچستان 2،او د اسلام اباد 20 ده. د لا درکه تنانو د قضيو د هواري کمېشن د کال 2022م د جنورۍ میاشتې لپاره په جارى کړی شوو شميرو کې ويل شوي چې په جبر د لا درکه تنانو په 46 قضيو باندې قانوني عمل بشپړ شوی او د دې ترڅنګ کمېشن د 15 لا درکه شوو کسانو درک هم لګولی دی. د کمېشن د دستاویزاتو ترمخه په دغو 15 کسانو کې 12 لادرکه تنان خپلو کورونو ته ستانه شوي دي او دا راز د دريو نورو لادرکه تنانو درک هم لګول شوی څوک چې دا مهال د پوځ د څار لاندې حراستي مرکزونو کې بنديوان دي. تېرکال په 2021 کې د نورو کلونو په پرتله تر ټولو زیات د لا درکه تنانو 1,460 قضيې د کمېشن سره ثبت شوې وې. په کال 2016 کې د 728, 2017 کې د868, 2018 کې د1098, 2019 کې د800 او کال د2020 کې د لا درکه تنانو 415 کېسونه د کمېشن سره درج کړی شوي وو. دوه ورځې وړاندې د پاکستان په سېنټ کې د بشري حقونو کمېټۍ هم په هېواد کې د خلکو په زوره د لا درکۍ په پېښو اندېښنه څرګنده کړې او په خپله راتلونکې غونډه کې یې د خلکو په جبر د لا درکه کيدو د حال احوال پوښتلو لپاره د کمېشن د مشر رابللو پرېکړه کړې ده. خو بیا په خپله د بشري حقونو مرکزي وزيرې شيرين مزاري هم  د سېنټ په غونډه کې پوښتنه راولاړه کړې وه چې تراوسه پورې د خلکو په زوره د لا درکه کولو عمل د جرم ګرځولو په اړه د قامي اسمبلۍ څخه منظوره کړی شوې مسوده سېنېټ ته ولې نه ده وړاندې کړی شوې؟. هغې ويلي وو په جمهوریت کې د خلکو په زوره بې درکه کول د منلو وړ نه دي.

03.02.2022 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more