شاته

افغان خبریالان طالبانو د خپل بند نه ازاد کړل

د نړیوالې ټولنې د غوښتنو وروسته، طالبانو د افغانستان د اریانا نیوز هغه دوه خبریالان د خپل بند نه ازاد کړل چې دوه ورځې وړاندې یې نیولي وو.

د ارایانا نیوز مشر شریف حسنیار د شورو، چهارشنبې، په ورځ د ټوېټر دلارې د عبدالحارث حسرت او اسلم حجاب د ازادېدو تصدیق وکړو .

د وي او ای د رپورټ ترمخه، دواړه خبریالان طالبانو په کابل کې د ګل، دوشنبې، په ورځ په داسې مهال ونیول چې د غرمۍ ډوډۍ دپاره د دفتر نه وتلي وو.

طالبانو د خبریالانو د نیولو ذمه واري نه وه منلي او نه یې هم دا ویلي وو چې ولې یې نیولي دي؟

په افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه ماموریت یا یوناما مرستیالې مېت کنودسن د اریانا نیوز د خبریالانو د ازادۍ غوښتنه کړې وه او ورکې شوې ښځینه فعالانې د ازادۍ دپاره یې غږ پورته کړی و .

د یو ناما نه علاوه د انساني حقونو نړیوالې ادارې د اریانا د خبریالانو د ازادۍ غوښتنه کړې وه.

دغې ادارې ویلي وو ، د بیان په ازادۍ د دغه ډول بریدونو زیاتوالی د بیان د ازادۍ حقونو لپاره یو ستر ګواښ دی

اریانا نیوز ویلي وو ویلي وو چې عبدالوارث حسرت د سیاسي خپروني چلوونکی دی اسلم حجاب خبریال دی.

د حسرت او حجاب د نیول کېدو په اړه د افغانستان د خبریالانو ټولنې په یوې اعلامیې کې ویلي وو: "د خبریالانو او رسنیو فدارسیون د طالبانو له رهبرۍ څخه غوښتي چې خپل امنیتي سرتیري د خبریالانو له نیول کېدو څخه وګرځوي.هر کله چې د رسنیو کار کوونکي نیسي باید رسنیو ته دقیق معلومات ورکړی."

طالبانو د خبریالانو د نیولو تصدیق نه و کړی.