شاته

رپورټ: سږ کال د ترهګرۍ د ټولو نه زیاتې حملې په خېبرپښتونخوا کې شوي دي

د څېړنې یوې غیر حکومتي ادارې ویلي د سږ کال په لومړۍ میاشت کې په پاکستان کې د ترهګرۍ په 24 پېښو کې 42 کسان وژل شوي دي او د ترهګرو تر ټولو زیاتې حملې په خېبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 12 بريدونو کې نهه عام وګړي او پينځه امنیتي اهلکار وژل شوي.

د انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکورټي سټډيز نومې ادارې په پاکستان کې د ترهګرۍ په اړه دغه معلومات په خپل یو تازه رپورټ کې په مهال خپاره کړي چې څېړوونکي وايي د تحریک طالبان پاکستان یا ټي ټي پي د ډزبندۍ د ختمیدو او حکومت سره د ډلې د ابتدايي خبرو لړۍ د ماتیدو نه پس په پاکستان کې د ترهګرۍ په پېښو کې اضافه شوي ده.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشيد هم منلې ده چې لا قانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان په خپلو حملو کې اضافه رواستې ده.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په خپل رپورټ کې ليکلي چې د جنورۍ په میاشت کې د ترهګرۍ په 24 برېدونو کې ټول 42 کسان وژل شوي دي او په دغه وژل شويو کسانو کې 22 امنتیي اهلکار او 16 عام وګړي شامل دي.

د پاکستان د پوځ پخوانۍ افسر او د دفاعي چارو کارپوهه ليفټننټ جنرال( ر )طلعت مسعود ډيوه ته وايي د هېواد دننه د ترهګرۍ د مخ په سېوا کېدونکو پېښو ترشا بېلا بيل عوامل دي.

هغه وايي يو لامل يې د افغان طالبانو په واک کې د راتلو وروسته هلته د تحريک طالبان پاکستان خوندي ځالې او د ټي ټي پى او طالبانو نېزدې اړېکې دي.

دى وايي د دې ترڅنګ د پخوانیو قبایلي سیمو په خېبرپښتونخوا کې له ورګډيدو وروسته هلته د پرمختګ نشتوالى او د دغو سيمو په قامي بهير کې نه ورتلل هم د ناامنۍ علتوته دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په اسلام اباد کې مطبوعاتو سره خبرو کې شېخ رشید ومنله چې تحريک طالبان پاکستان په خپلو حملو کې اضافه کړې ده. نوموړي د ټي ټي پي سره د نورو مذاکراتو امکان رد کړو.

ښاغلي طلعت مسعود وویل د پاکستان حکومت له هم په افغان طالبانو فشار راوړل پکار دي چې "که تاسو ټي ټي پي قابو نه کړې شوه نو مونږ هم به ستاسو د ملاتړ نه لاس پسر شو"

دهغه په وينا پاکستان د افغان طالبانو لپاره د امریکا او هند مخالفت په سر اخستى دى او اوس بايد پاکستان هم طالبانو ته دا خبره وکړي.

د پاکستان انسټیټیوټ فار کنفليکټ اېنډ سيکورټي سټډيز په رپورټ کې راغلي چې د جنورۍ په میاشت کې تر ټولو زیات ترهګريز بريدونه په خېبر پښتونخوا کې شوي دي چې پکې 12 بريدونو کې نهه عام وګړي او پينځه امنیتي اهلکار وژل شوي.

رپورټ مخکې وايي هم دا ډول د ترهګرۍ 6 پېښې په بلوچستان صوبه کې مخې ته راغلې دي چې پکې د 14 امنیتي اهلکارو په ګډون 17 کسان مړه شوي دي او پهددغو کې دوه ملکي وګړي هم شامل دي.

د رپورټ ترمخه دغه ډول د ترهګرۍ څلور پېښې د هېواد په قبایلي ضلعو کې ترسره شوې دي چې په کې 2 اهلکار او دوه عام وګړي وژل شوي دي.

له دې مخکې د هېواد په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ په چارو نظر لرونکيې يوې بلې غېر دولتي څېړنېزې ادارې فاټا ريسرچ سنټر په خپل راپور کې ويلي چې د جنورۍ په میاشت کې په قبایلي ضلعو کې د ترهګرۍ په بېلابېلو پېښو کې هم ټول 27 کسان وژل شوي دي.

دغو وژل شويو کسانو کې 6 د امنیتي ادارو غړي، 10 وسله وال، پولیس او ملکي وګړي شامل دي.