شاته

بلوچستان کې وسله وال بريدونه، د پوځ او حکومتي وزیرانو بيانونه ولې بدل دي؟

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د شورو/ چهارشنبې په ورځ (2 فرورۍ) ناوخته چې د اېف – سي ځواک په دوه کېمپونو بريدونه شوي، د هغه وخت راهسې د حکومت وزيرانو او پوځ بيانونه د يو بل نه بدل مخې ته راغلي، په بريدونو کې دواړو خواو ته د مرګ ژوبلو شمېرې بدل ويل شوي دي.

د پاکستان پوځ او د کورنيو چارو وزیر شېخ رشيد په بريدونو کې د وژل شوو ترهګرو او سرتيرو شمېرې بدل بدل ويلي دي.

ځايي خبريال زېن الدين وايي، د هغه په نظر د بدل بيانونو يو علت دا وو چې عمليات روان وو، او د هغه د مالوماتو ترمخه په دغو عملياتو او نښته کې ځينې عام خلک هم وژل شوي دي، او بله وجه دا هم کېدی شي، چې پوځ خپلې وژنې کمې ښايي.

وي او اې ډيوه سره په خبرو کې هغه وويل، "زما په خپل نظر د شېخ رشید غلطي ده، ځکه چې په دغو دواړو ځايونو کې اېف سي موجوده ده، او د صوبې د کورنيو چارو سلاکار هغه مالومات ورکړي دي، کوم چې سرچينو هم تاييد کړي دي".

هغه زیاته کړه ، "په دې کې شک نشته چې په بلوچستان کې د ميډيا ګټه کمه ده، عمله يې کمه ده، ځينې خواهش داسې هم موجود دی چې ډېر څيزونه چې رياست يې نه خوښوي چې هغه رپورټ نه شي، په ځينې ځايونو کې د ميډيا خپله ګټه نه وي او په ځینو ځايونو کې د سختۍ له امله بيا خبرونه ورنه کړی شي".

د تازه بريدونه نه وړاندې په کېچ کې په پوځ د بريد د خبر دوه ورځې وروسته مخې ته راتلو په اړه نوموړی وايي، "که په مطبوعاتو دغه خبرونه نه راتلو نو په ټولنيزو رسنيو دغه خبرونه مخې ته راتله نو بيا په پوځ نيوکې شوي دي، او پوځ ته دغه کار ګټه نه ده رسولې. بل دا چې ځايي چارواکي د پوځ نه بغېر بيان نه شي ورکولی، د کېچ په پېښه کې په وخت بيان نه ورکولو تاوان اړولی دی. بيا هم مالومات منع کول ګران وي".

خبريال عباس ناصر هم په ټویټر ويلي،

"په بلوچستان کې د اېف ـ سي په کېمپونو په بريدونو کې د پوځ (ايي اېس پي ار)، کورنيو چارو وزیر او بلوچستان د کورنيو چارو وزیر د وژنو په اړه بدلې شمېرې ورکړي دي. هايبرډ رژيم هر چرته په ځای دی. دوی دومره هم نه شي کولی شي چې کره شمېرې ورکړي".

د تازه بريد وروسته د پوځ لومړی بیان

د پاکستان د پوځ د اطلاعاتو څانګې ای ایس پي آر په یو بیان کې ویلي، د ایران پولې ته نیژدې په پنجګور سیمه کې وسلوالو له دوو ځایونو څخه د امنیتي ځواکونو کېمپ ته د ننوتلو هڅه کړې خو وایي‌ پوځیانو یې مخه نیولې ده.

په بیان کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو او وسلوالو تر منځ په ډزو کې یو ملېشه عسکر وژل شوی، خو د وسلوالو د وژلو په اړه یې معلومات نه وو ورکړي. ويل شوي وو د ډزو په مهال وسلوال د پېښې له ځایه تښتېدلي دي.

د پوځ د مطبوعاتو دفتر ای ایس پي آر ويلي وو‌ په نوشکي سیمه کې هم وسلوالو د ملېشه ځواکونو دفتر ته د ننوتلو هڅه کړې او په جوابي ډزو کې څلور وسلوال وژل شوي او یو پوځي افسر ټپي شوی دی.

وژل شوي پوځيان که د اېف ـ سي سرتيري

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شېخ رشید په نوشکي او پنجګور سيمه کې د 15 وسله والو او څلورو پوځي عسکرو د وژل کېدو خبره کړې وه.

شېخ رشيد د زيارت/ پنجشنبې په ورځ (3 فرورۍ) په ټويټر په يو ویډيو بیان کې په نوشکي او پنجګور کې د بريد په اړه تفصيل ويلی وو.

نوموړي ويلي، په نوشکي کې په بريد کې 9 ترهګر او څلور پوځيان وژل شوي دي. او په پنجګور کې شپږ ترهګر وژل شوي دي.

د شېخ رشيد په خبره په دواړو ځايونو کې پوځ ترهګر په شا تمبولي او نن هم په پنجګور کې څلور يا پينځه ترهګر د پوځ په ګېره کې دي، هغو ته به هم پوځ ماتې ورکړي او نوموړي دغې ته غټه کاميابي ويلې وه.

د بلوچستان صوبايي حکومت څه وايي؟

د بلوچستان په کورنیو چارو کې د وزیراعلا سلاکار ضیاء لانګو ويلي، په نوشکي او پنجګور کې له وسلوالو سره د امنیتي ځواکونو په جګړه کې تر اوسه 12 پوځیان وژل شوي دي.

ضیاء لانګو د پنجشنبې- زیارت په ماسپښین په کوټه کې خبري غونډې ته وویل، چې په پنجګور کې لا هم د وسلوالو د پلټنې عملیات روان دي:

"تر اوسه په نوشکي کې نهه ترهګر وژل شوي، پینځه ایف سي [ملېشه] عسکر شهیدان [وژل] شوي او 12 ټپیان شوي دي، په پنجګور کې اووه ایف سي عسکر شهیدان [وژل] شوي او 11 ټپیان شوي دي".

د بلوچستان د کورنیو چارو وزیر ويلي وو، په پنجګور کې لا تر اوسه د ټولو ترهګرو د وژل کېدو کره معلومات نه لري، خو د پاکستاني پوځ د مطبوعاتو دفتر ای ایس پي آر په دواړو سیمو کې د 13 وسلوالو د وژل کېدو خبر ورکړی وو.

پوځي بيان

د پاکستان د پوځ په وېب پاڼه چې د بلوچستان د بريدونو په اړه د دې خبر خپرېدو پورې کوم بيان نه دی ورکړی شوی، خو پرون د پاکستان سرکاري خبري ادارې (اې پي پي) په خپله وېب پاڼه ورکړي خبر کې د پوځ له قوله ويلي،

امنیتي ځواکونو د زيارت په ورځ د بلوچستان په نوشکي او پنجګور سيمه کې د اېف ـ سي ځواک په کېمپونو بريدونه شنډ کړي، 13 ترهګر يې وژلي او د ترهګرو سره په جګړه کې اووه پوځيان هم وژل شوي دی.

په خبر کې ويل شوي، د نوشکي په بريد کې ټول نهه ترهګر او څلور پوځيان وژل شوي وو.

په پنجګور کې د څلورو ترهګرو د وژل کېدو، د څلورو نه تر پينځه و پورې په ګېره کې اخستو ويل شوي او په خبر کې زياته کړی شوې ده په دغه حمله کې درې پوځيان وژل شوي وو.

د اې پي پي په خبر کې ويل شوي، د پوځ د لومړو تحقيقاتو ترمخه استخباراتي ادارو مالومه کړې چې د ترهګرو په افغانستان او هند کې رابطې وې.

پاکستان له دې وړاندې هم تل داسې دعوې کړي چې په پاکستان کې په بريدونو کې ککړو کسانو اړيکې په افغانستان او هند کې مالومې شوي، خو افغانستان او هند اکثر له دغه تورونه رد کړي دي.

په بلوچستان کې د دغو دواړو بریدونو ذمه واري د بلوچستان لیبرېشن آرمي (بي ایل اې) په نامه د ازادي غوښتونکو بلوڅانو یوه تنظیم پر غاړه اخیستې دي.

نوشکي او پنجګور چرته دي؟

نوشکي له کوټې څخه د لوېديځ په لور د 150 کيلومیټره په فاصله د افغانستان له سرحدي پولې سره او پنجګور بيا د ايران پولې ته نیژدې سیمه ده. ويل کيږي په دغو دواړو سیمو کې ازادي غوښتونکي بلوڅ وسلوال تنظیمونه فعاله دي.