شاته

د پاکستان پوځ وايي کرمه ضلع کې په ترهګر حمله کې ۵ امنیتي ځواکونه وژلی شوي

د پاکستان پوځ وايي د خېبر پښتونخوا په کرمه قباېلي ضلع کې د افغانستان د پولې بل اړخ نه شوې ترهګر حمله کې پنځه امنیتي ځواکونه وژلی شوي.

د پاکستان د پوځ ویاند ادارې، آي اېس پي آر په خپل یو بیان کې وېلي امنیتي ځواکونو په ځوابي ډزو کې ترهګرو ته درنه مرګ ژوبله اړولې.

پوځ وېلي په دغه حمله کې لانس ناییک عجب نور، سپاهي ضیاءللہ خان ، سپاهي ناهید اقبال،سپاهي سمیرالله خان او سپاهي ساجد علي وژلی شوي.

د پاکستان پوځ په خپل بیان کې وېلي، ”پاکستان د ترهګرو لخوا د خپلو فعالیتونو لپاره د افغانستان خاوره د پاکستان خلاف استعمالولو سخته غندنه کوي او تمه لري چې د افغانستان موقتي حکومت به په راتلونکې کې د پاکستان پرضد د خپلې خاورې استعمالولو اجازت ورنکړي. “

د پاکستاني طالبانو تحریک د حملې ذمه واري پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې یې شپږ عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

ځايې خلکو وي او ای ډيوه ته ويلي دخالي اؤ اتوار په منځ شپه یې سیمه کې د راکټ لانچرو او نورو درنو اؤ سپکو وسلو ډزې اوریدلې دي.

افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته د اګست دمياشتې په وروستیو کې په قبایلي ضلع باجوړ کې هم د افغانستان اړخ نه په پوځي چېک پوسټ بريد شوی ؤ چې پکې دوه امنیتي ځواکونه وژلی شوي وؤ. د پوځ وياند ادارې ایي ايس پي آر په دغه برید کې د دوؤ نه دريوؤ پورې وسله والو د وژلو دعوه کړي وه۔

د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو او نورو برخو کې د افغان طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د ټي ټي پي بريدونه سېوا شوي دي۔

د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه يوازې په قبايلي ضلعو کې دجنورۍ په مياشت کې ۲۵ بريدونه شوي دي.

غېرقانونه تندروه ډلې، تحریک طالبان پاکستان د جنورۍ مياشت کې د پاکستان بېلا بېلو برخو کې د۴۲ؤ بريدونو دعوه کړې وه چې پکې زيات په قبايلي ضلعو کې شوي وؤ،

روانه مياشت هم ټې ټې پي تر اوسه د څلورو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده۔

د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ تېر کال د نومبر دمياشتې نه تر دسمبر پوري د يوې مياشتې ډزبندي اعلان شوې وه چې بیا یې دطالبانو لخو په نهم دسمبر د ختمولو اعلان شوی ؤ