شاته

روغتیا وزارت: په کال کې ۴۰زره تنه افغانان په سرطان ناروغۍ اخته کیږي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په دغه هیواد کې په کال کې ۴۰زره تنه په سرطان ناروغۍ اخته کیږي.

د یاد وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي نن یکشنبه فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۷) له سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیوالې ورځې په مناسبت غونډه کې وویل چې په یادې ناروغۍ د اخته کسانو له ډلې له ۱۶زرو څخه تر ۲۰زرو ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

دغه ورځ نن یکشنبه د روغتیا وزارت لخوا د« سرطان ناروغۍ د درملنې خلا ډکه کړئ» ولمانځل شوه.

د روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکتر محمد حسن غیاثي په کابل، بلخ او هرات ولایتونو کې د سرطان ناروغۍ د درملنې مرکزونه جوړول او د دغه ناروغۍ په اړه خلکو ته د عامه پوهاوي پروګرامونه جوړول د یاد وزارت له لاسته راوړنو څخه وبلل.

د روغتیا نړیوال سازمان په استازیتوب ډاکتر اختر محمد وویل چې د دغه ناروغۍ په وړاندې باید جدي مبارزه وشي: "د سرطان ناروغۍ سره د مبارزې نړیواله ورځ دټولو لپاره ښه فرصت دی، تر څو خپل ملاتړ وښيي او د سرطان ناروغۍ په وړاندې په یوه غږ اقدامات وکړي."

په افغانستان کې د سرطان ناروغۍ مهم ډولونه د سینې، خولې او شونډو سرطان،ثدیه، معدې، سږو، غاړې او عنق او رحم له سرطان څخه عبارت دي.

د سرو کړو غذاو څخه زیاته استفاده، د فزیکي فعالیتونو نشتوالی، د تنباکو استعمال او حفظ الصحې نه مراعتول په سرطان ناروغۍ اخته کېدو له مهموو لاملونو څخه بلل کیږي.

په نړۍ کې هر کال ۴۴ میلیون کسان په سرطان ناروغۍ اخته کیږي چې له ډلې څخه یې ۱۰میلیون مړه کیږي.

په افغانستان کې په سرطان ناروغۍ اخته کسانو لپاره د مجهزو روغتونونو نشتوالی له اساسي ستونزو څخه ګڼل کیږي.

لا هم په یاده ناروغۍ ګڼ شمېر اخته کسان د درملنې لپاره پاکستان، هند او نورو هیوادونو ته د درملنې لپاره وړل کیږي.