شاته

د افغانستان درې لویې لارې د واورې ورېدو له امله بندې شوي دي

د سالنګونو د ساتنې او څارنې مسؤلین وايي، د درندې واورې او تندو طوفانونو له امله د سالنګونو لار د ترافیکو د تګ راتګ پر مخ بند شوې ده.

د دغه ادارې مشر عبیدالله عبید نن یکشنبه فبرورۍ شپږمه (سلواغې ۱۷) خبریالانو ته ویلي چې د سالنګونو لار د تیرې شپې راپدېخوا د ترافیکو پرمخ بنده شوې ده او په خبره یې د خلاصولو هڅې روانې دي.

یاد ریاست ویلي چې موټر چلونکي او لارویان دې تر بلې خبرتیا په دې لویه لار له تګ راتګ څخه ډډه وکړي.

د سالنګونو لویه لار نهه شمالي ولایتونه د افغانستان د جنوب او ختیځ سره نښلوي چې د سږ کال واورې ورېدو سره څو ځله د بار وړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.

پر همدې مهال د طالبانو حکومت د فواید عامې وزارت وايي، د تیرې ورځې راپدېخوا په یو شمېر ولایتونو کې د واورې ورېدل پيل شوي دي.

د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد اشرف حق شنانس امریکا غږته وویل چې اوس مهال د بامیان ـ کابل او دایکندي لارې د تګ راتګ پرمخ تړل شوي دي.

ښاغلي حق شناس زیاته کړه چې واوري ورېدو له امله د حاجګګ کوتل، دشت دیوالي ـ بازار پنجاب، اب قول کرمان وروس ـ کوتل قناق بند شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې تیره ورځ د درندې واورې له امله د غور ـ کابل لار هم د ترافیکو پرمخ تړل شوې ده.

د فواید عامې وزارت د دې ترڅنګ ویلي چې د کابل ترڅنګ په پنجشېر، پروان، میدان وردګ، بغلان، دایکندي او بدخشان ولایتونو کې د واورو ورښت جریان لري او په خبره یې په نورو ولایتونو کې هم د واورې او یا باران اوریدلو احتمال شته.