شاته

کرمه کې دایف سي په چیک پوسټ د وسله والو بریدکې دمرګ ژوبلې په هکله بیلابیلې دعوې شوي

سرچينې وایي افغانستان سره دلګیدلي پولې ترڅنګ دخیبر پښتونخوا د کوزې کرمې قبایلي ضلعې په قمرمېله ايف سي چېک پوسټ وسله والو بريد کړي چې پکې دمرګ ژوبلې په اړه متضاد خبرونه مخې ته راروان دي.

داتوار په ورځ ځایي سرچینو وي او ای ډیوه ته ویلي برید کې پینځه دایف سي عسکر وژل شوي چې پیژندګلو یې دنایک عجب نور، سپاهي ضیاءللہ ، سپاهي ناهید،سپاهي سمیر خان او سپاهي ساجد په نومونو شوې ده.

خو ځینې نورې امنیتي سرچینې بیا وایي چې د ترهګرو برید کې یوازې دوه دایف سي سرتیري ژوبل شوي دي.

دپاکستاني طالبانو تحریک د یاد برید ذمه واري پغاړه اخستې اؤ دعوه یې کړې ده چې برید کې یې شپږو دایف سي عسکرو ته مرګ ژوبله اړولې ده خو د پوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي‌ ار لا په سمدستي توګه ددې برید په اړه څه نه دي ویلي.

ځايې سرچینو وي او ای ډيوه ته تايد کړې چې تېره شپه وسله والو د افغانستان سره په پوله جوړ قمر مېله چېک پوسټ باندې بريد کړې چې پکې پینځه دایف سي عسکر وژل شوي خو امنیتي سرچینې بیا وایي چې برید کې یوازې دوه عسکر ژوبل شوي دي.

په عین وخت کې سیمې نه دې برید کې د دریوؤ عسکرو د وژل کیدو اؤ څلورو نورو د ژوبل کیدو اطلاعات هم مخې ته راغلي خو دپوځ ویاندې ادارې ایي ایس پي ار یا ایف سي په رسمي ډول ددې دعوؤ پخلی یا تردید نه دی کړی.

د افغانستان سره لګیدلو دخیبر پښتونخوا زیاتره قبایلي ضلعو کې چې دغه شان بریدونه یا د ورانکارۍ پېښې کیږي نو هغې کې د مرګ ژوبلې متضادې دعوې په میډيا مخې ته راځي ځکه چې خبریالان دغو سیمو ته د ورتګ اؤ په ازادانه ډول د رپورټنګ اجازه نه لري.

ځايې خلکو وي او ای ډيوه ته وويل دخالي اؤ اتوار په منځ شپه یې سیمه کې د راکټ لانچرو او نورو درنو اؤ سپکو وسلو ډزې اوریدلې دي.

دافغانستان پولې سره نزدې کومه سیمه ع کې چې دا برید شوی هلته د پاکستان لوري ته دطوري او بنګش قبيلو خلک اوسيږي او پوري غاړه دافغانستان د خوست سيمه موقعیت لري.

په افغانستان کې د طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د اګست دمياشتې په وروستیو کې په قبایلي ضلعه باجوړ کې هم د افغانستان له لوري په پوځي چېک پوسټ بريد شوي ؤ چې پکې دوه پوځي عسکر وژل شوي وؤ او د پوځ وياندې ادارې ایي ايس پي ار د دوؤ نه دريوؤ پورې د وسله والو د وژلو دعوه کړي وه۔

او هم دغه شان پاکستاني پوځ د پولې پورې غاړې نه بل بريد د اکتوبر په مياشت کې په کرمه ضلعه کې تايد کړی ؤ۔

د پاکستان د کورنیو چارو وزير شیخ رشید احمد په دې وروستيو کې ويلي د ټي ټي پي وسله وال دافغانستان په ننګرهار، کونړ، خوست،پکتيا او نورستان ولایتونو کې خپل کېمپونه لري.

خو د افغان طالبانو مرستیال وياند بلال کريمي د پولې پورې غاړه د کېمپونو په اړه ويلي د افغانستان خاوره به د هيڅ ګاونډي په صد کارول کيدو نه پريږدي۔

شيخ رشيد په بلوچستان کې د وروستيو بريدونو وروسته هم ويلي وؤ بريد کونکي د افغانستان نه وراوښتي وؤ۔

د خېبر پښتونخوا په قبايلي ضلعو او نورو برخو کې د افغان طالبانو په واک کې له راتلو وروسته د ټي ټي پي بريدونه سېوا شوي دي۔

د فاټا ريسرچ سنټر دشمېرو ترمخه يوازې په قبايلي ضلعو کې دجنورۍ په مياشت کې ۲۵ بريدونه شوي دي.

دغسې ټې ټې پي د جنورۍ مياشت کې د پاکستان بېلا بېلو برخو کې د۴۲ؤ بريدونو دعوه کړې وه چې پکې زيات په قبايلي ضلعو کې شوي وؤ،

روانه مياشت هم ټې ټې پي تر اوسه د څلورو بريدونو ذمه واري په غاړه اخستې ده۔

د فاټا ريسرچ سنټر مشر منصور محسود ډيوه ته ويلي دوئ وړاندې څخه ويلي وؤ چې د ټي ټي پي بريدونه به زياتيږي ځکه چې پاکستاني طالبان بيا خپلو علاقو ته د راتلو د پاره فعال دي۔

د پاکستاني طالبانو او پاکستان حکومت ترمنځ تېر کال د نومبر دمياشتې نه تر دسمبر پوري د يوې مياشتې اوربند اعلان شوی ؤ چې بیا یې دطالبانو لخو په نهم دسمبر د ختمولو اعلان شوی ؤ.

د تېر خيالي په ورځ د پاکستان د سینیټ د کورنيو چارو قايمه کميټۍ ته دداخله چارو وزير شيخ رشيد وويلي وؤ پاکستان خپل يو پلاوې ټي ټي پي ته د مذاکراتو د پاره ورلېږلې ؤ خو اوس اطلاعات دي چې دا خبري نه شي کاميابېدلی۔

دکورنیو چارو وزیر زیاته کړې وه چې طالبانو کوم شرطونه حکومت ته ایښي هغه دمنلو نه دي اؤ اوس د دې نه علاوه بله لاره نه ده پاتې شوې چې طالبانو سره باید جګړه وکړل شي۔

شيخ رشيد وويل کېدای شي هغوی يعني تحريک طالبان پاکستان په راتلونکو ورځو کې په پاکستان کې نور غټ بریدونه هم وکړي۔.