شاته

سوات:دخوښې په واده کولو هلک اؤ جینۍ دغیرت په نوم وژل شوي

پولیس وایي دخیبر پښتونخوا په سوات سیمه کې یو هلک اؤ جینۍ چې په خوښه یې واده کړی ؤ، دغیرت په نوم وژل شوي دي.

دسوات دچهار باغ ټاڼې دپولیسو مشر یا ایس ایچ او علي بادشاه وي او ای ډیوه ته ویلي دا پېښه اوړمه شپه دچهارباغ په کچیان سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه وایي د وژل شوي هلک پیژندګلو دمجیب رحمان ولد احمد جلال اؤ دجینۍ پیژندګلو دلاهور بي بي په نومونو شوې ده چې خپلو کې د ترور اؤ ماما بچي وؤ.

دپولیسو دمشر په وینا دغه دواړه ښځه اؤ خاوند په اصل کې دکوهستان دجنکوټ سیمې دشها کلي اوسیدونکي وؤ اؤ یوازې پینځه ورځې وړاندې دسوات چهارباغ سیمې ته راغلي اؤ دلته په یو وړوکي کچه دکرایې کور کې میشته شوي وؤ.

دپولیس مشر وینا وه دوئ ته دابتدایي پلټنو نه معلومه شوې ده چې د وژل شوې جینۍ کورنۍ دکاروبار په لړ کې دخیبر پښتونخوا په ایبټ اباد سیمه کې ژوند کوي اؤ وژل شوي مجیب رحمان هم دغلته دخپل ماما په کور کې اوسیدلو.

هغه وایي دپلټنو په مهال ورته معلومه شوې ده چې ایبټ اباد کې دمجیب رحمان اؤ دهغه دماما دلور لاهور بي بي یو بل خوښ شوي وؤ اؤ دواړه شپږ،اووه میاشتې وړاندې له کوره تښتېدلي وؤ.

ایس ایچ او علي بادشاه زیاتوي ، دوئ پینځه ورځې وړاندې دلته چهار باغ راغلي وؤ اؤ په یو کچه دکرایه کور کې میشته شوي وؤ ،خو پولیس ته د دواړو نکاح نامه هم په لاس ورغلې ده چې دهغې له مخې دوئ خپلو کې په خوښه واده کړی اؤ نکاح یې په ۲۱م ستمبر شوې وه چې دغه نکاح بیا دتیرې جنورۍ په ۳۰نیټه رجسټرډ شوې ده.

دپولیس مشر وایي دوه ورځې وړاندې د وژل شوي هلک ورور هم چهارباغ ته په دوئ پسې راغلی ؤ اؤ معلومات ښایي چې هغه هم ددې هلک اؤ جینۍ سره په کور کې دوه شپې کړي دي خو هغه چې تللی نو په سبا ددغه کور نه د هلک اؤ جینۍ مړي ترلاسه شوي دي.

پولیس وایي د دواړو وژل شوؤ کسانو مرۍ غوڅې کړل شوي اؤ تر مړینې وروسته دهغوئ جسدونه دپوسټ مارټم دپاره دخوازه خیلې روغتون ته رسول شوي دي.

دپولیسو مشر وایي د وژل شوي هلک اؤ جینۍ دواړو کورنیو دغړو نه ددې وژنو په هکله پلټنې کوي خو وایي دواړه کورنۍ په هیچا دعوه نه کوي.

پاکستان په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا اؤ قبایلي ضلعو کې زیاتره وخت دغیرت په نوم دغسې وژنې کیږي اؤ تیره میاشت هم دجنورۍ په ۲۲مه دمردان په لوندخوړ سیمه کې یوه ۵۵ کلنه میرمنه اؤ دهغې لور دغیرت په نامه وژل شوې وې.

د پاکستان د بشری حقونو د کمیشن د خیبر پښتونخوا صوبایي مرستیال مشر اکبر خان دمردان له پېښې ورورسته وي او ای ډیوه ته ویلي وؤ د پاکستان هر وګړي ته تحفظ ورکول د ریاست ذمه واري ده او باید چې ریاست په داسی قسمه پیښو کې پخپله فریق جوړ شي او دغیرت په نوم وژنو کې ککړو ملزمانو ته سزا ورکړي.

دپاکستان د بشری حقونو کمیشن د کال 2020 په رپوړټ کې وایي په یو کال کې 430کسان د عزت او غیرت په نوم وژل شوي چې پکښی 148سړی او 363 ښځې شامل دي.

د نړیوال جنډر ګیپ انډیکس کې پاکستان په 153 هیوادونو کې په 151 نمبر دی چرته چې د داسې قسمه پیښو مخ نیوی کولی شي.

د ورلډ اکنامکس فورم د رپوړټ تر مخه په پاکستان کی هر کال 5000 کسان د غیرت په نوم وژل کیږي او دپاکستان دننه د ښځو د حقونو د خوندي ساتلو اداره عورت فاونډیشن وایې 70فیصدي ښځې کورنی تشدد سره مخ دي خو پاکستان کې د ښځو د تحفظ دپاره په مرکزي او صوبایي کچه قوانین هم جوړ دي چې ښځې د کورني او جنسي تشدد څخه بچ وساتي

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي