ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


دنهم مئ پېښو کې د پلټنو ډلې عدالت نه د عمران خان د خوېندو د ګرفتارۍ خواست کړی دی

په نهم مئ د لاهور د پوځي مشر په کور د شوي برید په پلټنو بوخت جواینټ انوسټي ګیشن ټيم یا د پلټنو ګډې ډلې عدالت نه د پخواني وزیراعظم عمران خان د دوؤ خویندو اؤ د تحریک انصاف ګوند د پخواني‌ عمومي سکتر اسد عمر د ګرفتارۍ خواست کړی دی. د وي او ای اردو د رپورټ له مخې د چارشنبې- شورو په ورځ د پلټنو ګډې ډلې د ترهګرۍ ضد محکمه کې د کور کمانډر په کور د شوي برید په اړه چالان یا قضیه جمع کړې ده چې هغې کې د عمران خان دوه خویندې علیمه خان اؤ عظما خان اؤ ددې تر څنګ اسد عمر ددغه برید ذمه وار بلل شوي دي. د قضیې اوریدنې په مهال د پلټنو افسر عدالت ته ویلي اسد عمر،علیمه خان اؤ عظما خان د پلټنو په مهال قصور واره موندل شوي دي ځکه نو د نورو پلټنو لپاره د هغوي نیولو ته اړتیا ده . دغه درېواړه کسان دا مهال عدالت نه د لنډې مودې په ضمانت له نیول کېدو بچ پاتې دي. سږ کال په نهم مئ د پاکستان د هغه وخت د وزیراعظم عمران خان د نیول کېدو پرضد د تحریک انصاف ګوند پلویانو ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال لاهور کې د کور کمانډر په کور برید شوی ؤ اؤ دهغه کور سوځول شوی ؤ. دپلټنو افسر عدالت کې ویلي چې کله د کور کمانډر په کور برید کېدلو نو علیمه خان هم په هغه موقعه موجوده وه خو دعلیمه خان وکیل برهان معظم بیا ویلي چې دعمران خان دواړه خویندې په مقدمه کې نه دي نومول شوي. د علیمه خان وکیل سرکاري وکیل نه غوښتي چې ورته باید هغه بیان وښایي په کوم کې چې علیمه خان اؤ عظما خان قصور وارې بلل شوې دي. د اوریدنې په مهال علیمه خان عدالت ته ویلي دي چې هغه په هره اورېدنه کې عدالت ته مخ شوې ده اؤ باید عدالت ورته انصاف ورکړي. مېرمن علیمه خان ویلي چې که چرې جېل ته دهغې په لېږلو انصاف کېږي نو عدالت دې هغه جېل ته ولېږي. عدالت د دواړو خواو له دلیلونو اوریدو وروسته د اسدعمر،علیمه خان اؤ عظما خان عبوري یا لنډ مهاله ضمانتونه 16 اکتوبر ته وغځول اؤ وکیلان یې هم په دغه ورځ د حتمي دلیلونو لپاره راوبلل. پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپله هم دا مهال د سایفر په قضیه کې په جیل کې پروت دی. تر دې وړاندې هغه د توشه خانې نه دغبن په قضیه کې نیول شوی ؤ اؤ عدالت ورته د درېوؤ کالو د بند سزا اورولې وه خو وروسته بیا اسلام اباد هایکورټ هغه سزا ناچله وګرځوله. دعدالت مخې ته میډيا سره خبرو کې د عمران خان خور علیمه خان ویلي دي چې جېل کې د عمران خان روغتیایي حالت په خرابېدو دی اؤ هغه ډیر مانده شوی هم دی خو وایي بیا یې هم حوصلې لوړې دي. علیمه خان وویل ، دعمران خان پیغام دی چې په سایفر قضیه کې تر اوږدې مودې د هغه په زندان کې د ساتلو تیارۍ روانې دي. (د وي او ای اردو په مننه)

04.10.2023 ډیوه

ډېره اسماعیل خان کې وسله والو په پولیس تاڼه ډزې اؤ بمي برید کړی

پولیس وایي د خېبر پښتونخوا په ډيره اسماعیل خان سیمه کې په پولیس تاڼه توندلارو د لاسي بم برید اؤ ډزې کړې دي خو په دې برید کې پولیسو ته هیڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې. دسیمې نه امنیتي سرچینو د چارشنبې- شورو په ورځ وي او ای ډیوه ته ویلي چې دا برید وسله والو د کلاچۍ په پولیس تاڼه کړی دی. دغه سرچینې وویل د برید په مهال وسله والو په پولیس تاڼه ناتاره ډزې کړي اؤ هم یې پرې لاسي بمونه غورځولي دي خو وایي پولیس هم دغه برید ته چټک غبرګون ښودلی اؤ په ځوابي ډزو کې وسله وال تښتېدلي دي. تحریک طالبان پاکستان پخپل یو لنډ بیان کې ددې برید پړه پر غاړه اخستې ده. په دې وروستیو کې په خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې په امنیتي ځواکونو د توندلارو بریدونه چټک شوي چې پکې په سوؤنو امنیتي عسکر وژل شوي اؤ ژوبل شوي دي. پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي، سږ کال په ټول هیواد کې دترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې دي. په رپوټ کې ویل شوي چې په دغو پېښو کې 36 فیصدي بریدونه پر امنیتې ځواکونو شوي او دا په تېرو اتوؤ کلونو کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو لویه شرحه ده. دغه رپوټ وایي په تېرو دریو میاشتو کې د توندروۍ په شویو پیښو کې 58 فیصده عام وګړي، 23 فیصده د امنیتي ځواکونو کسان وژل شوي، او په دغه موده کې په وژل شوو کسانو کې یوازې 20 فیصده توندلاري وسله وال وو. د څیړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز څیړونکي محمد نفیس د وي او ای ډیوه خبریالې رابعه پیر ته د وسلوالو پېښو د زیاتوالي د اسبابو په اړه ویلي چې شاوخوا څلویښت نورې ډلې تحریک طالبان پاکستان سره شاملې شوې دي چې د ټې ټې پې اثر یې زیات کړی دی اؤ وایي د دې ترڅنګ نورې ترهګرې ډلې هم مخې ته راغلي. نوموړی وایي داسې ښکاري چې دغه ډلې د تحریک طالبان پاکستان سره په ګډه عملیات کوي.

04.10.2023 ډیوه

پاکستان: په ملک کې د هیڅ ډول سياسي وسله والې ډلې يا تنظيم دپاره ځای نشته

د پاکستان د نګران وزیراعظم انوار الحق کاکړ په مشرۍ د نېشنل اېکشن پلان د اېپکس کمېټۍ غونډه کې ویل شوي، په ملک کې د هیڅ ډول سياسي وسله والې ډلې يا تنظيم دپاره ځای نشته او په سختۍ سره به په دغه ډول هلوځلو کې ککړو کسانو مخنيوی کولی شي.

04.10.2023 ډیوه

اوکراین ته به د امریکا امداد په دې پورې اړه ولري چې څوک سپیکر جوړیږي

د کېوېن مکارتي د سپیکر څوکۍ نه لیرې کېدل کولې شي چې اوکراین ته امداد په اړه د امریکا په ایوان نمایندګان کې د بدلون نښه وي.  د مکارتي ځینې ممکنه جانشین یا ځای ناستی په کلکه د کییف سره د امداد په حق کې دي، خو ځینې نور یې په کلکه مخالفت کوي. د امریکا ایوان نمایندګان د نهې په ورځ امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل د ایوان نمایندګان سپیکر د لیرې کولو دپاره رایه ورکړه. د سپیکر کېوېن مکارتي د خپل ریپیلېکن ګوند اتو غړو د 208 ډیموکریټک غړو سره د هغه پرضد رایې ورکړی. په سمدستي توګه هیڅ معلومات نشته چې څوک به د هغه جانشین وي خو راتلونکی سپیکر کولی شي د اوکراین ډیرې مرستې لغوه کړي مخکې د دې چې دغه وړاندیز ایوان ته ورسیږي که چیرې هغه څوک ( سپیکر) د دې نظر سره مخالفت وکړي.   د مکارتي د لیرې کولو دپاره رایه یوازې درې ورځې وروسته له هغه وشوه چې د هغه په مشري کې ایوان نمایندګان  د حکومت د بندیدو مخنیوي دپاره د موقتي لګښتونو مسوده منظوره کړه چې پکې د اوکراین دپاره نوې پیسې پکې ندي شاملې شوي. خو د اوکراین دپاره د امداد ملاتړ کولو دپاره د هغه د ګوند د ځینو غړو ناخوښي په ګوته کوي.   د ډیفنډنګ ډیموکراسي ټوګېدرنومې تنظیم  "ریپبلېکن فار اوکراین"  د مهم یا کمپاین "رپورټ کارډ" د لارې د اوکراین دپاره په تېر ملاتړ د ریپبلېکنز درجه بندي کړې. د امداد ریپبلېکنز مخالفان دې ته د ضرورت نه ډېر لګښت او د امریکا د غلط پالیسۍ لومړیتوب په توګه ګوري.   دا درجه بندي د اې نه  تر ایف پورې - د پخوانیو امداد مسودو په ملاتړ یا مخالفت څرګندول  ښایي.  او دا په ګوته کوي چې که هر یو چې سپیکر جوړ شي نو د اوکراین د مرستو مسوده د رایې ورکولو دپاره وړاندې کول به څومره امکان ولري.     د ریپبلېکن ګوند ایوان نمایندګان غړي ټام ایمر تر ټولو لوړه درجه اې “A” ترلاسه کړه. سټیو سکالیس چې په ایوان نمایندګان کې دوهم مخکښ ریپبلېکن دی  او اوږدې مودې راهیسې د مکارتي وروسته د سپیکر په توګه یادیږي یو درجه کمه بي  ” B”  ترلاسه کړی.   د ایوان نمایندګان غړي مېټ ګیټس چې د مکارتي د لرې کولو دپاره یې د تحریک یا خواست جمع  کړې وو ، ویلي چې هغه به د سټیو سکالیس ملاتړ کوي. سپینې ماڼۍ د نهې په ورځ ویلي چې ډاډه دی چې امریکا به بالاخره د اوکراین دپاره نور امداد ورکوي، پرته له دې چې  مکارتي د سپیکر پاتې کېدو  برخلیک څه هم وي.

04.10.2023 ډیوه

کرکټ وارم اپ سیالۍ: افغانستان خپله سيالي ګټلې او پاکستان بايللې

د کرکټ د نړيوال جام، کپ په وارم اپ سياليو کې افغانستان د سري لنکا لوبډلې ته ماتې ورکړې او پاکستان دويمه سیالي هم بایللې او د اسټريليا نه یې ماتې خوړلې ده.

04.10.2023 ډیوه

د امریکا ایوان نمایندګان کېوېن مکارتي د سپیکر څوکۍ نه د لېرې کولو دپاره رایې اچوي

د امریکا د ایوان نمایندګان غړي به د نهې – سه شنبې په ورځ فېصله کوي چې ایا د ایوان نمایندګان ریپبلېکن سپیکر کېوېن مکارتي به په خپله څوکۍ پاتې شي او که نه. د  ایوان نمایندګان ریپبلېکن ګوند غړي مېټ ګیټز د ګل -دوشنبې په ورځ سپیکر مکارتي د سپیکر د څوکۍ نه د لارې کولو دپاره یو تحریک یا خواست جمع کړی دی. میټ ګیټز د سپیکر کېوېن مکارتي د مشرۍ نه ناخوښه دې وروسته د هغه چې مکارتي تېره اونۍ د محافظه کار لګښتونو لومړیتوبونو سره د حکومت لنډ مهاله بجټ منظورولو کې پاتې راغی. د مکارتي د لېرې کولو دپاره رایه به د ایوان نمایندګان په 435 غړو کې ساده اکثریت ته ضرورت لري. ریپبلېکنز په ایوان نمایندګان کې د 221 څوکۍ لري او د ډیموکریټ ګوند212 څوکۍ لري او د دغه ایوان کنټرول د ریپبلېکنز په لاسونو کې دی.   تر اوسه د امریکا د ایوان نمایندګان هېڅ یو سپیکر د خپلې څوکۍ نه لېرې کړل شوی نه دی. کېوېن مکارتي د نهې په ورځ خبریالانو ته وویل:  ” که زه حساب ولګوم چې څو ځله یو چا وغوښتل چې ما لېرې کړي نو زه به ډېر وخت مخکې تللی وی. “   مکارتي د جنورۍ په میاشت کې د ایوان نمایندګان سپیکر ټاکل شوی و. هغه مهال هم ګیټز او ځینې نور رپپبلېکنردغې څوکۍ ته هغه د امیدوار جوریدو مخالفه وو.

03.10.2023 ډیوه

د صدر بایډن زوي د ټوپک په مقدمه کې په هغه لګول شوي تورونه و نه منل

د هنټر د بې ګناهۍ د اعتراف نه مخکې د هغه او حکومتي وکیلان دې مفاهمت ته رسېدلي وو چې هنټر به د جرم اعتراف وکړي او په بدل کې به ورسره په سزا کې نرمي وکړی شي چې د امریکې په قانون کې ورته پلي ډیل ويل کېږي

03.10.2023 ډیوه

بګټي: غېر قانوني (افغان) کډوال به د نومبر لومړۍ نېټې نه په زور ویستل کېږي

د کورنیو چارو نګران وزیر د جنورۍ د میاشتې نه تر اوسه، په ۲۴ ځانمرګي بریدونو کې د ۱۴ پړه په افغانانو ورواړوله. هغه د کوم ثبوت پرته، ادعا وکړه چې ۱۴ ځانمرګي بریدنه افغانانو کړي. په دغو کې هغه په پېښور کې د پولیسو په مرکز، قلعه سېف الله، ژوب او تېره اونۍ د هنګو حملې یادې کړې

03.10.2023 ډیوه

پوځ: په ټانک کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي

پوځ په ټانک کې د وسله والو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې په وروستیو ورځو د خېبرپښتونخوا په مختلفو برخو کې د تشدد په پېښو کې اضافه ليدل کېږي او کالعدم تحریک طالبان پاکستان د یو شمېر حملو مسولیت په غاړه اخیستی دی

03.10.2023 ډیوه

اقتصادپوهان: د بهرنیو پورونو او تجارتي خسارې د کمي باوجود پاکستان کې ګراني او اقتصادي بحران زیاتېږي

په پاکستان کې که یوې خواته د نړیوالو پورونو له کبله خلک زیاتې ګرانۍ او ټیکسونو اغېزمن کړي دي نو بلې خواته نو بلې خواته که د ملک تجارتي خساره کمه شوې خو اقتصادپوهان وایي دې سره په اقتصادي پرمختیا، صنعتي پیداوار او روزګارونو منفي اغېزې کېږي. د پاکستان بهرني پورونه یا قرضې: نړيوال بېنک په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي پاکستان په روان کال کې په ټوله نړۍ کې تر ټولو زيات پور د نړيوالې پرمختيا ادارې يا انټرنېشنل ډيویلپمنټ اسوسيېشن نه اخستی دی.  څېړونکي او اقتصادپوهان وايي که پاکستان د نړيوالې ادارې نه تر ټولو زيات پور اخستی هم دی نو دغه پور که په هغو خلکو ولګول شي کوم چې د تېر کال د سختو بارانونو او سېلابونو د لاسه اغېزمن شوي وو، د هغوی په ژوند به مثبت اغېز وکړي. د پېښورپوهنتون د اقتصادياتو څانګې استاذ ډاکټر فهيم نواز وایي پاکستان ته د خلکو د ښېګړې او بيارغونې کارونو پېل کولو د پاره پيسې پکار وې او هغه پاکستان سره نه وې نو ځکه يې نړيوالې ادارې ته مخه کړه:  "تمه دا ده چې که دغه پيسې په خلکو مصرف شي نو د خلکو ژوند به ورسره ښه شي او دې نه وړاندې هم کرونا د خلکو ژوند ژواک ډېر اغېزمن کړی وو".  نړيوال بېنک يا ورلد بېنک په خپل يو تازه رپورټ کې ويلي پاکستان په کال 2023م کې څه د پاسه دوه اربه ډالر پور د نړيوالې پرمختيا ادارې ايي ډي اې نه اخیستی دی.  اقتصاد پوهه ډاکټر صنم وږمه وايي پور که پاکستان نه واخلې او که بهر نه واخلې نو بوج به یې په ولس راځي. مېرمن وږمه وي او اې ډیوه ته وویل: "پور کله هم خوشحالي نه ده راوستلې خو تا به په تکليف او مشکل کې اچوي، بله خبره دا ده چې مونږ په حالاتو کې څه ښه والی ونه ليدو ولې چې سیند اوس هم هغسې ژاړي". د نړيوال بېنک رپورټ ښيي پاکستان يو نيم ارب نه زيات ډالرو پور په سیند صوبه کې د پينځو پروژو د پاره اخیستی چې پکې د سېلاب ځپلو کورونو جوړول، د کرنې بيارغونه، د ماشومانو او د هغوی د مېندو صحت او نور شامل وو.  اقتصادي چارو پوهان وايي نړيوالې ادارې نه يواځې پاکستان نه بلکې نورو هېوادونو هم پور اخیستی دی.  د پېښورپوهنتون د اقتصادياتو څانګې استاذ ډاکټر فهيم نواز وایي، حکومت به په خلکو خامخا تېکس لګوي چې کله دغه پور واپس کوي خو وایي په دې کې د پور ادا کولو لپاره وخت زيات وي. ډاکټر فهیم نواز وایي کله چې پور واپس کوي هغه وخت ورسره خبرې پېل کړي او څه وخت د پاره وځنډول شي: "حکومتونه دغه ډول واړه واړه کارونه کوي او هم دغه ډول نړيواله مالياتي اداره ايي اېم اېف، نړيوال بېنک او نورې ادارې هم کوي خو په دې وخت کې د دې خبرې حاجت دی چې نوره مالي مرسته هم پاکستان ته راشي".  د پاکستان حکومت په وروستيو کې بيا بيا ويلي چې په کال 2022م کال کې د بارانونو او سېلابونو په ټول هېواد کې ورته څه 30 اربه ډالره زيان رسولی وو. په پاکستان کې د ګرانۍ کچه: په پاکستان کې د ګرانۍ کالنۍ کچه د ستمبر په مياشت کې 31 فيصده ته ختلې ده چې کارپوهان یې بنيادي وجه د بجلۍ او تېلو په بېعو کې پرله پسې زیاتوالی ښیي. د اګست په میاشت کې د ګرانۍ کچه 27 رېکارډ شوې وه چې اوس پکې نزدې دوه فيصده اضافه راغلې ده. دا په تېرو څلورو مياشتو کې د ګرانۍ تر ټولو لوړه کچه ده. د تېر کال د ستمبر مياشتې په مقابله کې اوس د بجلۍ د يو يونټ نرخ 164 فيصده او د ګېس قيمت د تېر کال په نسبت 63 فيصده ګران شوی دی. د مالي چارو پوهان هم د ګرانۍ په کچه کې د زیاتوالي بنيادي علت د پټرولو او بجلۍ په قيمتونو کې اضافه ښیي. اقتصاد پوه شهريار بټ وي او اې ډیوه ته وویل: "ماته ښکاري چې د عام استمال په څيزونو به د تېلو د زيارت قيمت اثرات روان وي، ځکه چې د يو څيز په ټول قيمت کې د تېلو ېا ټرانسپورټ برخه 24 فيصده وي ". په پاکستان کې بې روزګارې او غربت هم زیات شوی او د خزانې نګران وزيرې شمشاد اختر تېره هفته د خزانې لپاره د سنېټ کمېټۍ ته وېلي وو، تېر مالي کال پورې  9 کروړه او 50 لکه کسان چې د ټولې ابادې 40 برخه جوړېږي د غربت ژوند تېروي. د نوموړې په وینا د بې روزګارۍ کچه هم د 6.3 فيصدى څخه 10 فيصده ته رسېدلې ده. د خبري اېجنسۍ رويټرز د رپورټ ترمخه د شمارياتو وفاقي ادارې ویلي، په ستمبر کې په مياشتني بنياد ګراني د اګست د 1.7 فيصده په مقابله کې 2 فيصده زياته شوې او ددې سبب د اي اېم اېف د شرطونو له کبله په درامداتو باندې لګول شوو بندېزنو کې نرمښت راوستل او د سبسيډيز یا امدادي قيمتونو بېرته اخستل دي. د شمارياتو وفاقي ادارې ترمخه د ستمبر مياشت کې د خوراک څښاک شیانو د ګرانۍ کچه د تېر په څېر زیاته شوې او 33 فيصده ته ختلې ده. د مالي چارو خبريال او کارپوه مهتاب حېدر وایي، "د تېلو او بجلۍ بېعې زياتې شوي دي او اوس به د ګېس په قيمت کې هم نوره اضافه کېږي. د توانايۍ په نرخونو پرله پسې اضافه ده د څه له کبله چې د ګرانۍ کچه خېژي ". څېړونکي وايي په تېرو دوو کلونو کې د خلکو د څیزونو اخیستلو توان هم کم شوی او جيو نيوز په يو رپورټ کې د اېل کمپنيز اېډوايزرۍ کونسل له قوله ویلي، د روان مالي کال د اګست په مقابله کې په ستمبر کې د پټروليم مصنوعاتو خرڅ 25 فيصده کم شوی او په دې میاشت کې يواځې 10 لکه ټنه پټرول او ډيزل خرڅ شوي دي. د دې کونسل د شمېرو ترمخه د بجلۍ په پېداوار کې د کارېدونکو خاورو د تېلو په خرڅ کې هم 61 کمی رېکارډ شوی دی. د پاکستاني تجارتي خساره: د پاکستان د شماریاتو اداره وایي، روان مالي کال په وړومبیو درو میاشتو کې تجارتي خساره 42 فیصده کمه شوې خو اقتصادپوهان وایي دې سره به د پاکستان په اقتصادي پرمختیا، صنعتي پیداوار او روزګارونو منفي اغېز کېږي او د پاکستان مجموعي قامي امدني به هم متاثره شي. د روان مالي کال  2023 او 24 په درو میاشتو کې د جولای نه تر ستمبر پورې د پاکستان تجارتي خساره  42.25 فیصده راکمه شوې او مجموعي د 12.19 اربه ډالره درامدات شوي دي. په تېر مالي کال کې هم په دې موده کې 16.33 اربه ډالره درامدات شوی وو. اقتصادپوهان وایي په ملک کې د زرمبادله د کمي له وجې مرکزي حکومت درامدات کم کړي خو د دې سره په اقتصادي پرمختیا بدې اغېزې کیږي.  اقتصادپوه سجاد احمد وایي، "د ملک د جي ډي پي د پيداوار انحصار په ایمپوړټس اډانه دی او د درامداتو د کمي سره زمونږ پیداواري څانګه هم متاثره کیږي او برآمدات هم اغېزمن کیږي او همدغه وجه ده چې قامي امدني یو نیم فیصده ته راکوزه شوې ده". د شماریاتو د ادارې د رپوړټ مطابق د پاکستان برآمدات هم 3.8 فیصده کم شوي او د تېر مالي کال 7.17 اربه  ډالره په مقابله کې روان مالي کال  6.6 اربه ډالره برآمدات شوي او د مالي کال په وړومبیو درو میاشتو کې د درامداتو او برآمداتو ترمنځ فرق 5.26 اربه ډالره ریکارډ شوی دی. تېر مالي کال دا فرق 9.16 اربه ډالره وو. اقتصادی پوهان وایي ځایي خلک د مقامي جوړ شیانو په ځای بهرني سامانونه اخلي او دې سره په ملک کې صنعتونه متاثره کیږي او بیروزګاری زیاتیږي.  د اقتصاد استاذ ابراهیم خان وایي کله چې درامدات کم شو نو بوج هم راکم شو خو د ملک پرمختیا هم په ځای ودریږي: "ددې سره سره د کنزیومر عادتونه هم داسې دي چې مونږه بهرني سامانونه اخلو او زمونږه غوښتنه زیاتیږي نو که حکومت د عیش و ارام په سامانونو بندیزونه ولګوي نو بده به نه وي خو چې پرمختیایي سامانونه درآمد کړي". د نړیوالې مالیاتي ادارې سره د درې اربه ډالره د لوظنامې وروستو پاکستان په درامداتو بندیزونه لرې کړي وو او مرکزي بېنک د ایل سیز د پرانستلو اجازه ورکړی وه. د شماریاتو  اداره وایي په تېره ستمبر میاشت کې تجارتي خساره 48 فیصده کمه شوې او برآمدات یواځې یو فیصد زیات شوي، خو د 3.95 اربه ډالرو درآمدات شوي او د 2.47 اربه ډالرو پاکستاني شیان بهر هیوادونو ته تللي دي.

03.10.2023 ډیوه

له نګورنو قره باغ څخه نېږدې ټول ارمني نېژاده خلک ارمېنیا ته تښتېدلي دي

واشنګټن - له نګورنو قره باغ سیمې څخه نېږدې ټول ارمني نېژاده خلک ارمېنیا ته تښتېدلي دي او په دې توګه، په خپله خوښه د اعلان کړي جمهوریت ارتسخ Artsakh)) اوسېدونکي خپاره شوي دي.  خو کله چې د امریکا غږ خبریالې هېدر مرډاک Heather Murdock))  د ارمینیا او ازربایجان ترمنځ پولې ته څېرمه له پرتو سیمو ((Ishkhanasar and Kornidzor څخه راپور ورکاوه، اکثرو دا وېره درلوده چې هغه جګړه، چې دوی یې له خپلو سیمو وویستل لا پای ته نه ده رسېدلې.  د سټېپانېکرټ ښار چې د تېرې اونۍ پورې د ارتساخ په نامه په خپله خوښه د اعلان کړي جمهوریت سرښار وه په نړیواله توګه، د ازربایجان د پېژندل شویو پولو دننه سیمه ده چې اکثره وګړي یې ارمني نېژاده دي.   ارمینیا او ازربایجان د لسیزو لپاره په دې سیمه چې په نګورنو قره باغ یا قره باغ مشهوره ده درنې جګړې کړې دي.  خو تېره اونۍ د سپټمبر په منځ کې له یوې سختې جګړې وروسته ازربایجان وګټله. تر یو لکو زیات خلک چې نېږدې د ارمني نېژاده خلکو ټوله ابادي جوړوي ارمینیا ته وتښتېدل. د اشات اروشانین په نامه یو کډوال وايي، "زه داسې راغلم. ما حتی خپلې جامې بدلې نه کړې. ما بستره هم وا نه خېسته. هیڅ هم نه. ما خپل موټر هلته پرېښود."  هغه خلک چې له نګورنو قره باغ څخه وځي په ارمینیا کې سرحدي ښارونو کې یوه دمه اخلي مخکې له دې چې نورو سیمو ته ولاړ شي. اکثره یې بیا سرحدي ګڼ مېشتو کلیو ته ځي.  نور بیا په سرحدي کلیو کې وړیا کورونه له دې وېرې ردوي چې د ازربایجان او ارمېنیا لانجه به یو ځل بیا د ارمینیا له پولو واوړي لکه په ۲۰۲۰ کال کې چې شوي و.  د اني الایان په نامه د ارمېنیا د اشخاناسر یوه اوسېدونکې وايي، "دوی ډزې کولې او پر ځمکو هرې خواته اورونه بل وو. یوه ګولۍ پرېوته او وچاودېده."  د ارزبایجان چارواکي ځینې وخت د ارمېنیا دا برخه د ازربایجان تاریخي خاوره بولي چې د ارمني چارواکو غوصه پرې راپارېږي. په دې سیمه کې حتی تنکي ځوانانانو ته پوځي روزنه ورکول کېږي، د یوې ممکنه جګړې لپاره تیاری کوي چې دوي فکر کوي د دوی کلیو او ښارونو ته به ورسېږي. خو هغه کورنۍ چې په دې وروستیو کې له خپلو کورونو تښتېدلي دي، د ارتساخ او ارمینیا حکومتونه او د روس سوله ساتي ځواکونه په دې تورنوي چې د هغوي او د هغوی د ځمکې په ژغورلو کې پاتې راغلي.  د ناېلا ګرېګوریا په نامه یوه کډواله وايي، "د ارتساخ په اړه چې زه په څه پوهېږم هغه دا دي چې زما دوه اوخو (اخشو)، زما مېړه او زما ورور د دې خاورې لپاره جګړې ته ولاړل او بیا ارمینیایانو بې له کومې جګړې پرېښودل."   پخواني اوسېدونکي وايي، څه چې ترې پاتې شوي هغه یواځې د دوی جایداد نه دی. له دوی نه کلتوري میراث پاتې شوی، د مياندو پلرونو قبرونه او د خپل هېواد درلولو خوب ترې پاتې شوی چې هېڅکله رښتیا نه شو.  د ارېوېک سرګسیان په نامه یوه کډواله وايي،  "ما خپل ماشوم توب هلته تېر کړ. ما تر اوسه هلته ورځې تېرې کړې. دا زما د پلار نیکه ځای دی او دلته زما د وطن اوبه دي." د نورو ارمني کډوالو په څېر دا هم وايي، چې نګورنو قره باغ ته د بېرته ستنېدو هیله نه لري.  خو هغه هیله لري چې راتلونکي نسلونه به د ارتساخ لنډ تاریخ زده کړي، هغه ځای چې د هغې په وینا هر کله ترې غواړي چې بېرته ورشي. 

03.10.2023 ډیوه

د بېنګکاک په شاپنګ مال کې دوه تنه په ډزو وژل شوي

پولیس ترجمان خبریالانو ته وویل چې په مال کې حالات په قابو کې دي. په مال کې د فېشن ګران بېعه شیان او قیمتي موټرې هم خرڅېږي، یوه سنېما او یو لوي هوټل هم لري

03.10.2023 ډیوه

طالبان: اسلام اباد او خواوشا سيمو کې په دوو اوونيو کې 1000 افغانان نيول شوي او ځينې وژل شوي دي

په پاکستان کې د طالبانو سفارتخانې ويلي، په تېرو دوو اوونيو کې د پاکستان په مختلفو برخو، اسلام اباد او خواوشا سيمو کې 1000 تنه افغانان نیول شوي چې نيمايي يې د مهاجرت يا سفر اسناد هم لري، سفارتخانې دعوه کړې د افغانانو نيولو د عملياتو په مهال ځينې کسان وژل شوي هم دي.

03.10.2023 ډیوه

د شام پوځ ویلي د اسرایل په هوايي حمله کې يې دوه عسکر ژوبل شوي دي

د تېرو څو کلونو راهسې اسرایل وخت په وخت د شام په پوځي پوسټونو حملې کوي او دا په شام کې د هغو ځواکونو خلاف جوابي حملې بلي چې ایران يې ملاتړ کوي

03.10.2023 ډیوه

رپورټ: هندوستان کېنېډا ته ویلي ۴۱ سفارتکاران دې د هند نه وباسي

د هندوستان او کېنېډې سفارتي تعلقات پس له دې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي چې د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو په کېنېډا کې د سېک بېلتون خوښي مشر هردیپ سېنګ نېجار په وژنه کې په هند د ککړتیا الزام ولګولو.

03.10.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more