شاته

دنهم مئ پېښو کې د پلټنو ډلې عدالت نه د عمران خان د خوېندو د ګرفتارۍ خواست کړی دی

په نهم مئ د لاهور د پوځي مشر په کور د شوي برید په پلټنو بوخت جواینټ انوسټي ګیشن ټيم یا د پلټنو ګډې ډلې عدالت نه د پخواني وزیراعظم عمران خان د دوؤ خویندو اؤ د تحریک انصاف ګوند د پخواني‌ عمومي سکتر اسد عمر د ګرفتارۍ خواست کړی دی.

د وي او ای اردو د رپورټ له مخې د چارشنبې- شورو په ورځ د پلټنو ګډې ډلې د ترهګرۍ ضد محکمه کې د کور کمانډر په کور د شوي برید په اړه چالان یا قضیه جمع کړې ده چې هغې کې د عمران خان دوه خویندې علیمه خان اؤ عظما خان اؤ ددې تر څنګ اسد عمر ددغه برید ذمه وار بلل شوي دي.

د قضیې اوریدنې په مهال د پلټنو افسر عدالت ته ویلي اسد عمر،علیمه خان اؤ عظما خان د پلټنو په مهال قصور واره موندل شوي دي ځکه نو د نورو پلټنو لپاره د هغوي نیولو ته اړتیا ده .

دغه درېواړه کسان دا مهال عدالت نه د لنډې مودې په ضمانت له نیول کېدو بچ پاتې دي.

سږ کال په نهم مئ د پاکستان د هغه وخت د وزیراعظم عمران خان د نیول کېدو پرضد د تحریک انصاف ګوند پلویانو ګرد هیواد کې له قهره ډک احتجاجونه کړي وؤ اؤ ددغو احتجاجونو په مهال لاهور کې د کور کمانډر په کور برید شوی ؤ اؤ دهغه کور سوځول شوی ؤ.

دپلټنو افسر عدالت کې ویلي چې کله د کور کمانډر په کور برید کېدلو نو علیمه خان هم په هغه موقعه موجوده وه خو دعلیمه خان وکیل برهان معظم بیا ویلي چې دعمران خان دواړه خویندې په مقدمه کې نه دي نومول شوي.

د علیمه خان وکیل سرکاري وکیل نه غوښتي چې ورته باید هغه بیان وښایي په کوم کې چې علیمه خان اؤ عظما خان قصور وارې بلل شوې دي.

د اوریدنې په مهال علیمه خان عدالت ته ویلي دي چې هغه په هره اورېدنه کې عدالت ته مخ شوې ده اؤ باید عدالت ورته انصاف ورکړي.

مېرمن علیمه خان ویلي چې که چرې جېل ته دهغې په لېږلو انصاف کېږي نو عدالت دې هغه جېل ته ولېږي.

عدالت د دواړو خواو له دلیلونو اوریدو وروسته د اسدعمر،علیمه خان اؤ عظما خان عبوري یا لنډ مهاله ضمانتونه 16 اکتوبر ته وغځول اؤ وکیلان یې هم په دغه ورځ د حتمي دلیلونو لپاره راوبلل.

پخوانی وزیراعظم اؤ دتحریک انصاف ګوند مشر عمران خان پخپله هم دا مهال د سایفر په قضیه کې په جیل کې پروت دی.

تر دې وړاندې هغه د توشه خانې نه دغبن په قضیه کې نیول شوی ؤ اؤ عدالت ورته د درېوؤ کالو د بند سزا اورولې وه خو وروسته بیا اسلام اباد هایکورټ هغه سزا ناچله وګرځوله.

دعدالت مخې ته میډيا سره خبرو کې د عمران خان خور علیمه خان ویلي دي چې جېل کې د عمران خان روغتیایي حالت په خرابېدو دی اؤ هغه ډیر مانده شوی هم دی خو وایي بیا یې هم حوصلې لوړې دي.

علیمه خان وویل ، دعمران خان پیغام دی چې په سایفر قضیه کې تر اوږدې مودې د هغه په زندان کې د ساتلو تیارۍ روانې دي.

(د وي او ای اردو په مننه)

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00