ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


د ادب برخې نوبل جایزه ناروېجن لیکوال او ډرامه نګار، یون فاسې وګټله

د نوبل اکېډمۍ د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د ادب برخې نوبل جایزه، د ناروې هېواد یو لیکوال او ډرامه نګار یون فاسې د خپلو "جدت پسنده ډرامو او نثرونو په خاطر چې ناقابل بیان خبرې بیانولی شي" وګټله.

05.10.2023 ډیوه

بایډن په یوه لویه وینا کې امریکایان له اوکراین سره مرستو ته هڅوي

واشنګټن - اوکرایني پوځیانو خپل ځوابي عملیات زیات کړي خو پنټګان خبرداری ورکړی چې د کانګرس له اقدام پرته به د روس د یرغل په وړاندې د روانو هڅو د ملاتړ لپاره پیسې په څو میاشتو کې خلاصې شي.  د امریکا ولسمشر جو بایډن د شورو یا چهارشنبې په ورځ وویل، دی به لویه وینا وکړي چې امریکایان له اوکراین سره مرستو ته وهڅوي.   د امریکا ولسمشر جو بایډن وویل،  "زه به دا استدلال وکړم چې دا په بشپړه توګه د امریکا په ګټه ده چې اوکراین بریالی شي."  خو د امریکا د استازو له جرګې څخه د کېون مکارتې تر لېرې کېدو وروسته په لومړي ځل یو ریپبلېکن استازي جېم جورډن په ډاګه وویل، چې دی له اوکراین سره د مرستو د پکیج پرضد دی.  رېپبلېکن استازی جېم جورډن وايي،  "د امریکایانو په زهنونو باندې تر ټولو د زیات فشار مسله اوکراین نه دی. بلکه د پولې حالات دي او په سړکونو باندې جرمونه دي."   اخوا د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زېلینسکي په هسپانیې کې د اروپا د ۵۰ هېوادونو د مشرانو غونډې ته له رسېدو سره سم خبریالانو ته ویلي.  "بنیادي چېلنجونه چې مونږ یې لرو هغه دا دي چې په اروپا کې اتحاد وساتو. زه یواځې د اروپايي ټولنې خبره نه کوم زه د ټولې اروپا خبره کوم. زه فکر کوم تر ټولو لویه ننګونه دا ده چې روس به په معلوماتو،‌ ناسمو معلوماتو، په جعلي او داسې نورو باندې بریدونه وکړي. بله مهمه مسله د اوکراین لپاره دا ده چې په ژمي کې ځان وساتي‌ ځکه په ژمي کې به له هر لوري څخه پر مونږ بریدونه وشي. بیلابېل روسي میزایل او ایراني ډرونونه به وي."   پوهان وايي، که پیسې پر وخت برابرې نشي نو دا د اوکراین د جګړې په ډګر او د روس په ځواکمنتیا اغیز کولای شي.  له هډسن انسټیټیوټن څخه لوک کوفې وايي، "روسان ډېره هیله لري چې په امریکا کې دا ګډوډي دوام وکړي او اوکراین ته کومې پیسې ور نه کړل شي."   خو د اوکراین د بهرنیو چارو وزیر ډیمیټري کولیبا د ګل یا دوشنبې په ورځ ویلي و دی د امریکا په مرستو ډاډه دی.   اخوا د روس د دفاع وزیر سرګي شایګو د روس په جنوبي برخو کې د پوځي روزنې له مرکزونو څخه لیدنه کړې.   دفاع وزارت ویلي، چې شایګو د جنګي ډرونونو د کارولو او د دوښمن د اهدافو او پوځي وسایلو د منځه وړلو چارې له نېږدې لیدلي.   د اوکراین جګړه شلمې میاشتې ته په داخلېدو ده او د ناټو د پوځي کمېټې مشر د نهې یا سې شنبې په ورځ د وسلو د زېرمو د کمېدو خبرداری ورکړی.  اوکرایني ځواکونه هره ورځ په یرغلګرو روسي ځواکونو باندې د راکټونو تر ۷۰۰۰ پورې ګوزارونه کوي.  د ناټو د پوځي کمېټې مشر ادم راب بویر وايي، "مونږ د اروپا له نیمه ډکو او یا کمو زېرمو څخه د وسلو لېږل پیل کړل. نو ځکه د زېرمو لاندینۍ برخه اوس لیدل کېږي او اړتیا ده چې د وسلو صنعت خپل تولید ډېر زیات کړي. مونږ ډېرو وسلو ته اړتیا لرو."  اروپا او امریکا دواړو د وسلو د تولید د زیاتولو پلانونه روښانه کړي.  پنټګان دا اونۍ ویلي، د امریکا د پوځي زېرمو د نویو کولو لپاره د کانګرس لخوا د منظور شویو ۲۵.۹ بیلینو ډالرو څخه یواځې ۱.۶ بیلینه پاتې دي ځکه ډېري وسلې اوکراین ته روانې دي.  امریکا د جګړې له پیل راهیسې کیېف ته نزدې ۴۶.۶ بیلینه ډالرو په اندازه پوځي مرسته کړې ده.‌  دغه ډول اروپايي ټولنې ورسره د ۲۷ بیلینو او برتانیې د اوه بیلینو ډالرو مرسته کړې. 

05.10.2023 ډیوه

پاکستان وايي د افغانستان سره به دوه اړخيزه اړيکې نورې مضبوطوي

د غیر قانوني غیر ملکیانو په اړه د اقداماتو اعلانولو په لړ کې د پاکستان د داخله چارو نګران وزیر سرفراز بګټي وویل چې په پاکستان کې په ځینو وروستیو ځانمرګي حملو کې افغانان هم ککړ وو. هغه په دې اړه څه ثبوت نه دی وړاندې کړی

05.10.2023 ډیوه

ملګري ملتونه: د امریکې او مېکسیکو پوله د کډوالو دپاره د دنیا تر ټولو خونړۍ لاره ده

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې انټرنېشنل ارګنایزېشن فار مایګرېشن ايي او اېم ویلي، د امریکې او د مېکسیکو پوله د کډوالو دپاره د دنیا تر ټولو خونړۍ ځمکنۍ لاره ده. د ايي او اېم  تازه رپورټ ښيي چې هر کال په سلګونو کسان د خطرناکو صحراګانو د لارې د مېکسیکو نه امریکې ته د اوړېدو په کوښښونو کې مړه کېږي. د ادارې د معلوماتو ترمخه، د جنوبي امریکې په ټوله سیمه کې  په 2022 کې 1,457 کسان مړه شوي او بې درکه شوي وو، په دغو کسانو کې 686 کسان د امریکې او مېکسیکو په پوله مړه شوي او بې درکه شوي دي. د مرکزي او شمالي امریکې او د کرېبین سیمو  دپاره د ايي او اېم مشرې مېشېل کلاین سولومن وویل ملکونو ته پکار ده چې د کډوالو د مرګونو په اړه د ادارې په معلوماتو عمل وکړي او دا خبره دې یقیني کړي چې د کډوالو دپاره د معمول لارې محفوظې وي. ايي او اېم وویل په کال 2014 کې د میسینګ مایګرېنټس پراجېکټ یا د بې درکه کډوالو منصوبه د شروع کولو وروسته 2022 تر ټول مرګونې کال و. د ايي او اېم ترمخه، د امریکې او مېکسیکو په سرحد قریباً نیمايي مرګونه د سونوران او چېواوان صحراګانو کې شوي دي. ادارې وویل ممکنه ده چې دا شمېره د دې نه زیاته وي ځکه چې د امریکې هغو ریاستونو چارواکو چې د مېکسیکو سره پوله لري ټول معلومات یې نه دي شریک کړي. د امریکې یو اېس بارډر پېټرول یا د سرحد د تحفظ ادارې د 1998 راهسې د مېکسیکو سره په پوله د 8000 نه زیات مرګونه رېکارډ کړي دي. د کډوالو وکیلان وايي امکان دی چې دغه شمېره کمه ښودل کېږي. د کډوالو د مرګونو د تازه شمېرې په اړه وي او ای د امریکې د امیګرېشن چارواکو سره رابطه وکړه خو دوی د کال 2023 دپاره څه شمېرې شرېکې نه کړې. د امریکې د کسټمز اېنډ بارډر پروټېکېشن، سي بي پي، ترجمان (نې) د ایمېل دلارې وویل د خلکو ژوند بچ کول او په سخت وخت کې ضرورتمندو سره امداد کول د سي بي پي بنیادي مقصد دی. په 2023 کې خلکو د ژغورنې 7,113 عملیات ترسره شوي دي او 22,076 کډوال ژغورل شوي دي. د سي بي پي ترجمان (نې) وویل د امریکې او مېکسیکو ترمنځ سرحدي علاقه انتهايي سخته ده، هغه خلک چې په دغه سیمه کې سفر کوي د تندې، لوږې او د سختي ګرمۍ نه مړه شوي دي د دې باوجود چې سي بي پي یې د موندلو کوښښونه کوي. "هېڅ څوک  دې دا ګمان نه کوي، که سمګلران دي او که نور، چې سرحدونه خلاص دي. سرحدونه نه دي خلاص." مقامي رپورټونه څرګندوی چې د امریکې د نیو مېکسیکو او ټېکسس ریاستونو په ځینو علاقو کې په کال 2023 کې د سختي ګرمۍ دلاسه د کډوالو په مرګونو کې دوچنده اضافه شوي وه او 148 ته رسېدلي وو. په 2022 کې دا شمېره 71 وه. د انساني حقونو تنظیم واشنګټن افس ان لېټېن امریکا د سېپټمبر په میاشت کې په خپله تجزیه کې ویلي چې د کال 2022 د اکتوبر نه د 2023 د اګست د میاشت پورې، یو اېس بارډر پېټرول د 640 کډوالو مړي موندلي دي چې د 2022 په مقابل کې 24 فیصد اضافه ده. په سیمه کې د اوړي د تودوخي کچه د سنټي ګرېډ تر 100 درجو پورې رسېږي. په صحرايي دشتو کې د لارې نخښې نخښانې اکثر نه وي او ګڼ شمېر لارې ورکې کړي او بیا پیاده چورلي. د 2009 راهسې د امریکې بروکس کاونټۍ د 943 کډوالو مړي موندلي دي. د فریډم اف انفارمېشن اېکټ یا  معلوماتو ته د رسای د قانون دلاندې د وي او ای ورکړی شوي خواست په جواب کې سي بي پي وویل په 2022 کې سرحدي محافظینو د امریکې په جنوبي سرحد د 858 کډوالو مړي موندلي دي، په 2021 کې دا شمېره 657، په 2020 کې 255 او په 2019 کې دا شمېره 295 وه. په 2022 د حکومت د احتساب دفتر په خپل رپورټ کې وویل سي بي پي د کډوالو د مرګونو په اړه مکمل معلومات نه دي جمع کړي او نه یې هم کانګرس ته رپورټ کړي دي، چې له امله یې دغه شمېره د اندازې نه کمه ښکاري.

05.10.2023 ډیوه

صدر عارف علوي: ښځې روزګار کې شاملول د وخت ضرورت دی، دا د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي

د پاکستان صدر ډاكټر عارف علوي ويلي، تعليم او صحت  اسانتیاوو ته د مساوي لاسرسي سره د ښځو د برابرۍ د یقیني كولو لپاره د ښځو اقتصادي توانمندي ضروري ده.  په ټولنه کې له کوره بهر د کارکوونکو ښځو په وینا، د ښځو د کار کولو په اړه د پاکستان غوندې تنګ نظره ټولنې په فکر کې بدلون راوستل او په دې اړه پوهنه خورول پکار دي. په اسلام اباد کې د چارشنبې- شورو په ورځ سوداګرو ښځو لپاره کارکوونکي تنظیم «بزنس وومن نیټورک» په غونډه کې په هیواد کې په بېلابېلو څانګو کې کارکوونکو زړورو ښځو لاسته راوړنې د نورو سره شریکې کړی شوې. په دې غونډه کې د پاکستان صدر ډاکټر عارف علوي هم ګډون کړی وو، هغه په خپلو خبرو کې وویل، په پاکستان کې باید ښځې برابرې وي: "د ښځو پر وړاندې توپیر يواځې د مایوسۍ لامل کېږي. ښځې په روزګار کې شاملول د وخت ضرورت دی او دا کولای شي د دوی په ژوند کې مثبت بدلون راولي". په صدارتې ماڼۍ کې کېدونکې دغه دستوره کې د هغو ښځو او تنظیمونو هڅې په ګوته کړی شوې چې له ښووني او روزنې سره سره په کلیوالو سیمو کې د اقتصادي سفر په لور د ښځو د پیاوړتیا او د هغوی لپاره اسانتیاوې برابروي. د بزنس وومن نیټورک مشره سیم ادا وايي، په پاکستان کې یواځې ښځې نه بلکې نارینه هم په خپل روزګار کې د ستونځو سره مخ دي: "د حکومت له خوا څه کوششونه کیږي، خو د ټولنې په کچه سونځې شته، خو زه وینم چې اوس بدلون راروان دی". د روان 2023م کال د سرشمېرنی تر مخه د پاکستان د مجموعې ابادۍ 45.2 فیصده ښځې دي، خو د اېشیایي پرمختیایي بېنک تر مخه 25 فیصده ښځې له کورونو بهر کار کوي، چې وجه یې د تعلیم ټیټه کچه، د تګ راتګ چېلنجونه او د صنفي توپیر دی. په پاکستان کې د کروندو لپاره اسانتیاوې ورکوونکې ادارې سینجنټا کارمنده حمیرا احمد وایي، "په پاکستان کې سواګرې ښځې  لارښوونی او مرستو ته اړتیا لري"، هغه وایي‌ په ټولنه کې "کلتوري خنډونه هم دي، خو ښځو ته بهر د کار کولو لپاره به خپله هم همت کول وي". سوداګرې ښځې فکر کوي چې خپله کورنۍ ښځې کار ته تیارولو او د ټولنې په فکر کې په بدلون راوستلو کې تر ټولو لوی رول لرلی شي او وایي‌ د دې لپاره د خبرو پر ځاې به عملي ګامونه پورته کول وي. په پاکستان کې د خلکو د ښه صحت لپاره کارکوونکې ادارې « ډایټ بای ډیزاین» مشره سعدیه سلمان وایي، ښځو ته تر ټولو زیاته ستونځه د کور څخه وي: "خلک بهر ته د ښځو له لېږلو ویریږي، ښخې به خپل اعتماد خپله بحالوي، ولې چې خلک خو یې هر کله حوصله ور کمزورې کوي".  د ښځو د کار او حقونو دغه فعالې وایي د دغو ټولو چېلنجونو د مخیوي لپاره به ښځو ته خپله هم پکار وي چې پخپلو حقونو ځانونه پوه کړي.

05.10.2023 ډیوه

د پاکستان عدالتونو کې 21 لکه مقدمې د ځنډ ښکار دي، د سپریم کورټ چیف جسټس: دا بوج کمول غواړي

د پاکستان نوي چيف جسټس قاضي فایز عيسا په وکيلانو غږ کړی چې د ځنډ سره د مخ مقدمو بوج به کمول وي او دې لپاره وکيلانو ته به د تيارۍ سره عدالتونو ته راتلل وي. مشر قاضي په وکیلانو ټېنګار کړی چې په د مقدمو د فیصله کولو په لاره کې دې د ځنډ راوستو څخه ډډه وکړي. په سپريم کورټ کې دا مهال خواوشا 57000 مقدمې د ځنډ ښکار دي اؤ ددې مقدمو د شميرې راکمولو په هڅو کي دپاکستان اعلا عدليې تيره اوونۍ د سپټمبر25مې نه تر 30مې پورې 257 مقدمې فيصله کړي‌دي. د پاکستان د قانون او انصاف د کميشن د شمېرو له مخې، په اعلا عدليې او ضلعي عدالتونو کې دا وخت 21 لکه مقدمې د ځنډ ښکار دي او د دې قضيو اوریدنو لپاره ګرد هېواد کي 3067 ججان دي او په ضلعې عدالتونو او هایکورټس کې د قاضيانو څه د پاسه 1000 څوکۍ تشې پرتې دي چې پکې دوه څوکۍ په سپريم کورټ کي هم خالي دي. د قانون پوهانو وينا ده چې په پاکستان کي د پيرنګيانو له وخت راهيسې راروانو د پوليس، فوجدارۍ او ديوانى قوانينو له وجې هم د مقدمو فيصله کيدلو کې ډير وخت ضایع کیږي او دې قوانينو کې بدلون او اصلاحات راوستل پکار دي. وایس اف امريکا ډيوه سره خبرو کې قانون پوهه شير امان وويل،د پاکستان د فوجدارۍ او ديواني قوانینو ضابطې د انګريز په وخت کې جوړې شوي دي چې له وجې یې په عدالتونو کي قضيې د اوږد وخت پورې د ځنډ ښکار کيږي. هغه وایي اوس وخت راغلی دی چې پارلیمان په دي قوانينو کې اصلاحاتو راوستلو لياره قانون سازي وکړي، خو مقدمو کي ښکيل خلک وایي عدالتونه په وخت فيصلې نه کوي او صرف تاريخونه ورکوى٠ اسلام اباد هایکورټ ته دانصاف ترلاسه کولو په غرض راغلی يو سایل ګلزار احمد وى او ای ډيوه ته د خپلې مقدمې حال داسې بیانوي " د کال 2018م څخه زما د پلاټ مقدمه روانه ده او په عدالتونو کي کړيږم٠ د عدالت لخوا جوړ کړی شوي کميشن زما په حق کي فيصله کړې ده خو مخالفې پارټۍ پرې ستی راخستې ده، زه غواړم چې عدالت دې دا سټی خارج کړي او زر تر زره دې د دي مقدمې فيصله وکړي" خو ځینې وکيلان ګڼي چې د مقدمو ځنډېدل څه دومره لويه مسله نه ده ، او د ججانو کار انصاف ورکول دي په چټکتیا سره د مقدمو ختمول نه دي. دغه وکیلان وایي، له بده مرغه نن سبا قاضيان زيات زور د مقدمو په زر تر زره ختمولو لګوى او دغه شان دا مقدمې بيا د لاندې نه باندينيو عدالتونو کي چيلنج شي. څيړونکي او د سپريم کورټ په چارو پوهه خبريالان وایي چې د مقدمو ځنډېدلو يو غټ علت د اکثره وکيلانو عدالتونو ته د تيارۍ سره نه راتلل دي او د زياتو مقدمو په لاس کې د لرلو له وجې التوا یا ځنډ اخلي چې له امله یې د ځنډ سره دمخ مقدمو شميرې زياتيږي. ډيوه سره خبرو کي په عدالتي معاملو پوهه خبريال غلام نبي وایي،نوي چيف جسټس د پاکستان بار کونسل او د سپريم کورټ بار ايسو سى ايشن استازو سره يوه غونډه کړې ده او په هغې کې یې ترې ژمنه اخستې ده چې وکيلان دې غير ضرورى التوا نه اخلي. چيف حسټس ويلى چې کله يوه قضيه د اوریدنې لپاره مقرر شي نو پکار ده چې هم هغه اوریدنه کې د هغې مقدمې فيصله وشي. خو د سپريم کورټ په معاملو يو بل پوهه خبريال مطيع الله جان بیا وکيلان او ججان دواړه د مقدمو د ځنډ ذمه وار بولي او وایي بله غټ علت یې دومره لويه شميره کې د ججانو په تشو څوکو ټاکنې نه کول هم دي. ډيوه سره خبرو کې هغه وویل وکيلان د خپلو مدعيانو څخه فيسونه واخلي خو د ځنډ چالونه چلوى او ججان هم په وخت فيصلې نه کوي او د وکيلانو يا د دوى د تنظيمونو په فشار کي تاريخونو ورکولو باندي مجبوره شى. خو د قانون او انصاف کميشن د چارواکو په وينا د مقدمو د ځنډېدو غټه وجه په اعلا او لاندينیو عدالتونو کي د ججانو کمه شميره ده چې له امله یې په دوى د زياتو مقدمو بوج دی. په نړۍ کې د عدالت د څارنې اداره وړلډ جسټس پراجېکټ دپاکستان عدالتي سسټم د خپل فهرست په وروستیو هېوادونو کې ښيي. د یادې ادارې نوملړ یا فهرست کې 140 هېوادونه دي خو تېر کال پاکستان په دغه نوملړ کې په 129م مقام و.

05.10.2023 ډیوه

پاکستان د خليجي همکارۍ د تنظیم سره ازاده تجارتي معاهده لاسلیک کړه

پاکستان د خليجي همکارۍ د تنظیم یا جي سي سي سره ازاده تجارتي معاهده لاسلیک کړې ده چې د پاکستان د تجارت د نګران مرکزي وزير ګوهر اعجاز په وینا دا په تېرو څوارلسو کلونو کې لومړنۍ معاهده ده چې په تنظیم کې شاملو هېوادونو د پاکستان سره کړې ده. د تجارت نګران مرکزي وزير ګوير اعجاز د خليجي همکارې د تنظيم سره د پاکستان آزاده تجارتي معاهده يو غوره پرمختګ ګرځوي۔ د تجارتي او مالي چارو پوهان وايي پاکستان سره د ټېکسټايل مصنوعاتو او د سپکو وسلو د درآمد کولو پرته نور داسې معياري سامان نشته چې په دغه تنظيم کې شاملو هيوادونو ته يي برآمد کړي۔ پرون د شورو په ورځ اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال نوموړي ويلي چې د جي سي سي هيوادونه د يو کهرب ډالرو سامانونه برآمد کوي او هم داسې د پينځه نيم سوه اربو ډالرو سامان درآمدکوي۔ د ښاغلي اعجاز ګوهر په وينا پاکستان د نولس اربو ډالرو د ماليت سامانونه د خليجي همکارۍ په تنظيم کې د شاملو هيوادونو څخه راغواري چي زياتره برخه يي د توانايي او پټروليم مصنوعاتو باندې مشتمله ده خو د پاکستان په برآمداتو کې برخه يوازې دوه نيم اربه ډالره ده. دتجارت نګران وزیر ګوهر اعجاز وایي،د دې آزادې تجارتي معاهدې بنيادې مقصد د خليجي همکارۍ د تنظيم د ستر مارکيټ څخه ګټه پورته کول دي چې اوس پکې زموږ برخه نيم فيصدي ده او د دې تنظيم کې د شاملو هيوادونو سره په تجارت کې زموږ تجارتي خساره په کلني بنياد ۱۷ اربه ډالره ده، هغه وایي "موږ غواړو چې د دغه مارکېټ لارې ځان ته پرانزو". د خليجي هيوادونو د همکارۍ د تنظيم سېکټري جنرل جاسم محمد ويلي دي چې د پاکستان سره دا آزاده تجارتي معاهده د دې هيوادونو ترمينځ په نړيوال کچه د پیاوړې تجارتي او اقتصادي همکارۍ څرګندونه کوي. که څه هم پاکستان دا يوه تاريخي معاهده ګرځوي خو د تجارتي او مالي چارو پوهان وايي پاکستان سره د ټېکسټايل مصنوعاتو او د سپکو وسلو د درآمد کولو پرته نور داسې معياري سامان نشته چې په دغه تنظيم کې شاملو هيوادونو ته يي برآمد کړي. د مالي او تجارتي چارو کارپوهه شاهد محمود وي او ای ډیوه ته وویل،سعودي عرب او ځېني نور عرب هيوادونه د پاکستان څخه له مخکې نه ټوپکې او نورې سپکې وسلې اخلي او امکان دی چې له دې معاهدې وروسته به دغو هيوادونو ته د پاکستان د دفاعي مصنوعاتو په برآمد کې اضافه وشي، دهغه په خبره ،نور بس دغه ټېکسټايل مصنوعات دي چې پاکستان يي برآمد کوي. پاکستان په دې وروستو کې د بهرملکي پانګونو د راغب کولو لپاره د خصوصي پانګونو د اسانتياو کونسل جوړ کړی چې مقصد يي د کرکيلې، دفاعي پيداوار او د کان کيندنې په څانګو کې په ځانګري ډول د عرب هيوادونو څخه پانګونې راوړل دي او اقتصاد پوهان وايي چې د خليجي همکارۍ د تنظيم سره د آزادې تجارتي لوظنامې د لاس ليک کولو مقصد هم دغه پانګونو ته لاره هوارل دي. اقتصاد پوهه شهريار بټ وایي، د دې معاهدې د پاکستان په اقتصاد ښه اثر کېدای شي، ډيوه سره خبرو کې هغه وویل "زموږ چې د انفارمېشن ټيکنالوجې کومې کمپنيانې دي هغوي له دې څخه ګټه پورته کولی شي او د دې تر څنګ پاکستان هلته غوښه هم برآمد کولی شي خو دا هر څه هله ممکن کېدای شي چې پاکستان د تاجرانو لپاره ايل سيز پرانزي ځکه چې پاکستان دا وخت د ډالرو د کمي سره مخ دی او حکومت برآمد کوونکو ته اوس مهال اسانۍ هم نه ورکوي". د پاکستان د تجارت نګران وزير اعجاز ګوهر ويلي چې سعودي عرب او متحده عرب امارات به هم د دې آزادې تجارتي لوظنامې لاندې په پاکستان کې پنګونې کوي.

05.10.2023 ډیوه

پېښور: سي ټي ډي په بونېر کې د ټي ټي پي د څلورو مطلوبو ترهګرو نیولو دعوه کړې

خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې، د ملاکنډ ريجن څانګې یې په بونېر کې د ترهګرۍ غټه منصوبه ناکامه کړې او د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] څلور مهم مطلوب ترهګر یې نيولي دي.

05.10.2023 ډیوه

پوځ: د چمن په پوله د طالبانو په ډزو کې د ماشوم په ګډون دوه پاکستانيان وژل شوي

د پاکستان پوځ ویلي، د افغانستان سره د چمن په پوله د طالبانو په ناتاره ډزو کې د 12 کلن ماشوم پشمول دوه بې ګناه پاکستانيان وژل شوي دي. افغانستان کې واکمنو طالبانو د پېښې په حواله سمدستي څه نه دي ویلي.

05.10.2023 ډیوه

د امریکې د دفاع وزیر د پاکستان له پوځي مشر سره خبرې کړي

د امریکې د دفاع وزير لايډ اسټن د پاکستان د پوځ مشر جنرل عاصم منير سره په ټیليفون خبرو کې په بېلابيلو موضوعاتو خبرې اترې کړي دي.

05.10.2023 ډیوه

د بخښنې نړیواله اداره: پاکستان باید افغان کډوال و نه باسي

واشنګټن – د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل په یو تازه بیان کې ویلي، پاکستان باید هغه افغان کډوال له خپل هېواد څخه و نه باسي چې قانوني اسناد نه لري. د بخښنې نړیوالې ادارې دغه غوښتنه د اکټوبر په څلورمه نېټه د هغو راپورونو په غبرګون کې کړې چې ګواکې د پاکستان حکومت غیر راجستر شویو افغان کډوالو ته امر کړی چې د روان ۲۰۲۳ کال تر نومبر میاشتې پورې دې له دغه هېواده ووځي. د بخښنې په نړیوالې اداره کې د جنوبي اسیا د‌ څېړنو لپاره لنډ مهاله مرستیاله مشره نادیه رحمان ویلي، "په پاکستان کې افغان کډوال د طالبانو له ناسم چلند څخه تښتېدلی. دوی ډېر له ستونزو ډک ژوند لري. یا به په پاکستان کې د راجستر کېدو له ستومانه کونکي بهیر سره مخ وي‌ او یا به دریم هېواد ته د ورتګ اوږده بهیر ته انتظار باسي. په زوره افغانستان ته د هغوی استول به هغوی له جدي ستونزو سره مخ کړي." په پېښور کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو استازي مفتي نورالله هوتک له ډیوې سره خبرو کې ویلي، چې دوی د پاکستان دې پرېکړې هک حیران کړي. "د پاکستاني چارواکو او یو ان اچ سي ار ترمنځ چې په ۲۰۱۹ کال کې کوم تړون شوی په هغه کې راغلي چې افغان کډوال به په اجباري توګه له پاکستانه نه وېستل کېږي. پاکستان باید دې معاهدې ته ژمنتیا وښيي او خپل چلند بدل کړي." د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د نهې یا سې شنبې په ورځ په پاکستان کې د غیر قانوني افغان کډوالو پرضد دغه پرېکړه اعلان کړې وه. د بخښنې نړیوالې ادارې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې له افغان کډوالو سره دې خپل تاریخي ملاتړ ته دوام ورکړي چې‌ په عزت سره او افغانستان ته د بېرته لېږل کېدو له وېرې پرته ژوند وکړي. د بخښنې نړیوالې ادارې همدارنګه د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه غوښتي دي چې د هغو افغانانو درخواستونه دې په چټکۍ سره وګوري څوک چې په پاکستان کې دي او په نړۍ کې پناه غواړي.‌ یادې ادارې همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې د افغان کډوالو نیونه او ځورونه دې بنده کړي او له دریم ګړو هېوادونو یې غوښتي چې د هغو افغان کډوالو ویزې دې چټکې کړي چې له هغوی سره یې کیسونه دي. "نړیواله ټولنه باید په بیړه خپلې هغه لومړنۍ ژمنې عملي کړي چې هغو افغانانو ته به خوندیتوب ورکوي چې په افغانستان کې له ناوړه چلند څخه تښتېدلي دي." په ۲۰۲۱ کال په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته ډېر افغانان د بندي کېدو او شکنجه کېدو له وېرې د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شوي خو د راجستر کېدو د ورو بهیر او د دریم ګړو هېوادونو لخوا په چټکۍ سره د دوی د اسنادو د نه بشپړېدو له امله دا مهال په پاکستان کې له ډېرو کړاونو ډک ژوند تېروي. اکثره یې د پاکستان له قانوني ویزو سره پاکستان ته تللي خو هلته د دوی په کارونو کې د اوږده ځنډ او خنډ له امله یې اوس د ویزو وخت پای ته رسېدلی.‌ یو ان اچ سي ار وايي، په پاکستان کې له ۳.۷ میلیونو څخه زیات افغانان پراته دي چې له افغانستان څخه د اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله کډه شوي دي خو یواځې ۱.۴ میلیونه یې په رسمي توګه راجستر شوي دي.

05.10.2023 ډیوه

د امریکا د استازو د جرګۍ له مشرۍ څخه د کېون مکارتي تر لېرې کېدو وروسته نور څه کېږي؟

رویټرز- د امریکا استازو جرګې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره خپل مشر (سپیکر) کېون مکارتي له دندې لېرې کړی. د هغه د لېرې کېدو پرسر د استازو په جرګه کې د اکثریت ګوند ریپلېکنز ویشل شوی و او د هغه پرضد یې د هو او نه رایه واچوله. ایا د استازو د جرګې سرپرست مشر شته؟ د نهې یا سې شنبې د ورځې له رایه اچونې 216-210  وروسته د مکارتي ملګری پټرېک مک هینري د یو ډېر محدود وخت لپاره چې په دې قضیه کې به د دریو ورځو لپاره وي، سرپرست مشر وټاکل شو. د استازو د خونې د اصولو او تګلارو د لارښود له مخې، د سرپرست سپیکر دندې مبهمې دي. دغه کس " د استازو د جرګې د مشر د دفتر واکونه د اړتیا په صورت کې کارولی شي په داسې یو وخت کې چې د سپیکر د ټاکنو چارې ولاړې وي." سپیکر که څه هم د استازو د جرګې ټوله قانوني اجندا برابرولی شي خو دا په هاوز کې د اکثریت مشر وي چې په چمبر کې د بحث لپاره ځانګړي بېلونه راپورته کوي. ریپلېکن استازي کیلي ارمسټرانګ خبریالانو ته وویل، د مک هینري نوې دنده به "مونږ ته د یو نوي سپیکر ترلاسه کول وي." خو هغه وايي، له دې پرته بل هر کار به د مک هینري د ګوښه کېدو اقدام راوپاروي. د حکومت د لګښتونو د بېلونو برخلیک به څه وي؟ تر هغو چې د هاوز سپیکر اعلانېږي داسې نه ښکاري چې د حکومتي لګښتونو لپاره د پیسو د ورکړې د بېلونو په اړه به کوم اقدام وشي. وکیلانو ته د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې وخت ورکړل شوی چې نورې پیسې برابرې کړي او یا به حکومت نیمه بند (پارشل شټ ډاون) شي. ریپبلېکن وکیلان وايي، دوی د نوي سپیکر د ټاکلو لپاره لږ تر لږه یوې اونۍ وخت ته اړتیا لري. دا یوه اونۍ وخت به د لګښتونو د بېلونو د پاسولو وخت نور هم کم کړي. ددغو بېلونو پرسر جګړو او په مکارتي باندې له دې امله د غصې په زیاتېدو سره چې و نه توانید د لګښتونو اندازه زیاته کړي په بریالۍ توګه له څوکۍ څخه د هغه د لېرې کېدو سبب شو. له څوکۍ څخه د مکارتي د لېرې کېدو تحریک د هغه خپل ریپلېکن استازي مت ګیټز پیل کړی و. د استازو د جرګې ریپلېکنز او ډیموکراټان څه کوي؟ د استازو د جرګې ۲۲۱ ریپبلېکنز او ۲۱۲ ډیموکرېټس د خپلو راتلونکو سیاسي او قانوني کارونو په اړه په پټه بحثونه کوي. تمه ده چې هره یوه ډله به د جرګې د مشرۍ لپاره په خپل کاندید غور کوي. دا په نسبي توګه ډیموکراټانو ته اسانه بریښي ځکه په کلکه په جرکه کې د اقلیت د مشر حکیم جیفریز تر شا ولا دي. جیفریز په جنورۍ کې د مکارتي او نورو کاندیدانو پر وړاندې د سپیکر څوکۍ ته ولاړ و.‌ بل پلو ریپبلېکنز ته به چې زیات سره ویشل شوي په ځانګړي ډول د وړې سخت دریځې محافظه کارې ‌ډلې ترمنځ چې په حکومتي لګښتونو کې زیات کموالی غواړي، ‌اسانه نه وي چې په یو کاندید سره راټول شي. مک هینري یوه ګټه لري چې هغه اوس سرپرست سپیکر دی. دا له څرګنده نه ده چې ایا هغه دا کار غواړي او که نه. خو مک کارتي ویلي، دی به بیا د سپیکر څوکۍ ته و نه درېږي.‌ د استازو جرګه په یو ناڅرګند حالت کې ده او دا لا روښانه نه ده چې په بشپړه جرګه کې به ټاکنې کله وشي. په عادي حالت کې د سپیکر لپاره ټاکنې د نوي کانګرس لپاره په هرو دوو کالو کې ترسره کېږي.‌ د سپیکر کېدو لپاره څوک ټاکنو ته درېدای شي؟ د امریکا د اساسي قانون له مخې، د استازو د جرګې مشر ضرور نه ده چې د کانګرس غړی وي. همدا دلیل دی چې ځینې ریپلېکنز د دې کار لپاره د پخواني‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوم یادوي که څه هم هغه خپله د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ولاړ دی او دا یې هم ویلي چې د سپیکر دنده نه غواړي.

05.10.2023 ډیوه

د پښتونخوا حکومت شخصي تعليمي ادارو ته امر کړی چې پښتو دې د تعلیمي نصاب برخه کړي

په علاقایي ژبو کې د تعلیم په اړه د خېبر پښتونخوا د ابتدایي تعلیم د څانګی مرستیال ډایریکټر وویل چې هیوادونو ترقي په خپله ژبو کې کړې. او په دې اړه یې د چین مثال هم ورکړو او وايي چې روس، چین، جاپان او داسې نورو هیوادونو کې انګرېزي نه ویل کیږي

04.10.2023 ډیوه

امريکا د چين اته کمپنيانې او دولس وګړي د غيرقانونه کيمیاوي موادو په انتقالولو تورن کړي

د نهې، سه شنبې په ورځ د خزانې وزارت د چين او کنېډا د اتويشتو کسانو او کمپنيانو خلاف بندېزونه اعلان کړل او د دې ترڅنګ يې دچين نټ ورک په دې تورن کړو چې غير قانوني ډرګز جوړوي او په امريکا کې يې تقسيموي

04.10.2023 ډیوه

پاکستاني تاجرانو له افغانستانه پر ورتلونکو توکو د پاکستان 10 فیصده فیس د ګډ تړون سرغړونه بللې

د پاکستان حکومت د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون له مخې پر وارد شویو توکو لس فیصد پروسس فیس اعلان کړی چې سوداګر یې د حکومت له اړخه یو سخت ګام  ګڼي او وایي دا د جنېوا کنونشن سرغړونه ده. په کال 2010 کې د کېدونکي ټرانزټ تړون تر مخه دغه معامله به دواړه هیوادونه په ګډه هواروي، یوازې یو هیواد دغه رنګه پرېکړې نه شي کولی. د طالبانو حکومت لا په دې اړه څه نه دي ویلي. د پاکستان د کسټمز ادارې له اړخه خپور شوي نوټفیکیشن تر مخه، د پاکستان له لارې افغانستان ته ننوتونکو مالونو د اصلي ارزښت 10 فیصده  فیس به د وړاندې نه اخیستل کیږي. په دې توکو کې حلوا، چاکلېټ، بوټونه، بېلابېل مشینونه، کمبلې، د کور ټوکر یا رخت او جامې شاملې دي، خو په بیان کې ویل شوي چې د اکتوبر په درېیمه نېټه د دې نوټیفیکیشن تر جارې کېدو مخکې به د افغان ټرانزیټ ټرېډ له مخې اعلان شويو مالونو باندې دغه اعلان نه عملي کېږي. د پاکستان او افغانستان د تجارت د ګډ چېمبر کوارډینېټر ضیاء الحق سرحدي وایي د پاکستان دا پرېکړه د جنېوا کنونشن سرغړونه ده، ځکه چې وایي د ټرانزټ تړون تر مخه دغه معامله به دواړه هیوادونه په ګډه هواروي: "یوازې یو هیواد دغه رنګه پرېکړې نه شي کولای. د دې څخه وړاندې پاکستان په اوولس هغو شیانو بندیز لګولی وو چې افغانستان یې د نورو هیوادونو څخه د هوا د لارې تر لاسه کوي، نو د دې زیان به نه یوازې افغانستان بلکې پاکستان ته هم رسي". دا وروستی اقدام په داسې حال کې کېږي چې چارواکي شک لري په ظاهره افغانستان ته استول شوي یو شمېر توکي په پټه بېرته پاکستان ته استول کېږي. د پاکستان د چېمبر آف کامرس پخوانی مشر دارو خان اڅکزی وایي د ټرانزیټ په شیانو کې د انشورنس او د بېنک ګارنټي وي. له وي او اې ډیوه سره په خبرو کې هغه وویل چې د پاکستان حکومت باید دې پرېکړې ته بیا کتنه وکړي: "د دغه نوټفیکیشن تر مخه پاکستان پر 14 شیانو بندیز لګولی، چې ډېر سخت ګام دی او دا به پر کاروبار منفي اغېز ولري، د دغې پرېکړې څخه به له کراچۍ تر توخم پورې تجارت متاثره او په هیواد کې بې روزګارې نوره هم زیاته شي". د  2021م کال د اګست په 15مه د طالبانو له اړخه د  افغانستان واک تر لاسه کولو وروسته پاکستان پر مېوو او د سبزیانو په ګډون پر بېلابېلو توکو محصولات معاف کړي وو او تېر کال په جولای کې دا پرېکړه هم شوې وه چې د افغانستان سره د ځمکې له لارې ټول محصولات به په روپیو کې وي. د پاکستان او افغانستان د تجارت د ګډ چېمبر کوارډینېټر ضیاء الحق سرحدي وایي بنیادي خبره دا ده چې دوی پر قاچاق قابو وموندي، خو دغه رنګه پرېکړې سوداګرۍ ته زیان رسولی شي: "دا تورونه بې بنیاده دي چې ګنې له دې لارې ټرانزټ شیان بیره پاکستان ته راوړل کیږي او د دې مخنیوی یوازې پر پولو د کسټم د ښه نظام څخه ممکنه کېدای شي". د پاکستان او په وچه کې بند هیواد افغانستان تر منځ د ټرانزټ ټریډ تړون  د 2010م کال په اکتوبر کې لاسلیک شوی، چې د سوداګرۍ او پراختیا په اړه د ملګرو ملتونو د ادارې یو این سي ټی اې ډي تر مخه په دغو هیوادونو کې د اقتصادي پراختیا د هڅولو لپاره د تجارت د اسانتیاوو په اړه د دې ادارې اوږدمهاله وړاندیزونه منعکس کوي. د افغانستان او پاکستان ټرانزیتي تجارتي تړون (اې پي ټي ټي ‌اې) د افغانستان د ټرانزیټي سوداګرۍ تړون (اې ټي ټي. اې) وروسته کېدونکی تړون دی چې په 1965م کې د دواړو هېوادونو تر منځ لاسلیک شوی وو چې پاکستان د کراچۍ بندر په کارولو سره افغانستان ته د صادراتو او وارداتو د لېږلو اسانتیاوې برابرې کړي.

04.10.2023 ډیوه

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more