شاته

امريکا د چين اته کمپنيانې او دولس وګړي د غيرقانونه کيمیاوي موادو په انتقالولو تورن کړي

د امريکا دانصاف وزارت د نړيوال فينټېنل نېټ ورک خلاف د عملياتو په ترڅ کې اته چينايي کمپنيانې او دولس ملازمين تورن کړي دي. دا اقدامات د هغه کوښښونو برخه ده چې په امريکا کې د اپيمو د مرګوني بحران په ضد کولی شي.

په فلورېډا ریاست کې په اتو بېلا بېلو مقدمو کې فيډرل پراسيکيوټرز يا حکومتي وکیلانو په دې کمپنو او کارکوونکو يې د فېنټنېل او مېتامفېټامين د جوړولو ، دمصنوعي اپيمو په جوړولو او د دې غيرقانونه کيمياوي موادو په خؤرولو فرد جرم لګولی دی.

اټارني جنرل ميرېک ګارلينډ يو خبري کانفرنس ته ويلي “مونږ ته معلومه ده چې د فېنټنېل نړيوال صادرات د چين د کمپنيانو نه کيږي اوامريکايان ترې مړه کيږي. د امريکا حکومت دې زنځير ماتولو ته بيداره دی چې د خپلو ټولنو نه دا نشيي توکی لرې وساتو او په دې کېککړ خلک قانون ته راوړو”.

د نهې، سه شنبې په ورځ د خزانې وزارت د چين او کنېډا د اتويشتو کسانو او کمپنيانو خلاف بندېزونه اعلان کړل او د دې ترڅنګ يې دچين نټ ورک په دې تورن کړو چې غير قانوني ډرګز جوړوي او په امريکا کې يې تقسيموي.

دا دويم ځل دی چې د امريکا وزارت خزانه چينايي کمپنيانې او د هغې ملازمين د فېنټنېل کيمياوي موادو امريکا ته په قاچاق تورنوي.

په جون کې د څلور چينايي کيميايي کمپنيانو او د دوی د اته لوړپوړو چارواکو خلاف د فېنټنېل په جوړولو او قاچاق کولو مقدمې جوړې شوې وې او دوه تنه پکې نيول شوي هم وو.

په واشنګټن کې د چين سفارت ته د تورونو په اړه خپل ځواب ويلو ته لاس رسی ممکن نه شو.

دا کال 2022 د فيبرورۍ نه د کال 2023 د جنورۍ پورې نزدې 105,000 امريکايان د نشيي توکو د زيات استعمال د وجې مړه شويوو.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00