شاته

د امریکا د استازو د جرګۍ له مشرۍ څخه د کېون مکارتي تر لېرې کېدو وروسته نور څه کېږي؟

رویټرز- د امریکا استازو جرګې په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره خپل مشر (سپیکر) کېون مکارتي له دندې لېرې کړی.

د هغه د لېرې کېدو پرسر د استازو په جرګه کې د اکثریت ګوند ریپلېکنز ویشل شوی و او د هغه پرضد یې د هو او نه رایه واچوله.

ایا د استازو د جرګې سرپرست مشر شته؟

د نهې یا سې شنبې د ورځې له رایه اچونې 216-210 وروسته د مکارتي ملګری پټرېک مک هینري د یو ډېر محدود وخت لپاره چې په دې قضیه کې به د دریو ورځو لپاره وي، سرپرست مشر وټاکل شو.

د استازو د خونې د اصولو او تګلارو د لارښود له مخې، د سرپرست سپیکر دندې مبهمې دي.

دغه کس " د استازو د جرګې د مشر د دفتر واکونه د اړتیا په صورت کې کارولی شي په داسې یو وخت کې چې د سپیکر د ټاکنو چارې ولاړې وي."

سپیکر که څه هم د استازو د جرګې ټوله قانوني اجندا برابرولی شي خو دا په هاوز کې د اکثریت مشر وي چې په چمبر کې د بحث لپاره ځانګړي بېلونه راپورته کوي.

ریپلېکن استازي کیلي ارمسټرانګ خبریالانو ته وویل، د مک هینري نوې دنده به "مونږ ته د یو نوي سپیکر ترلاسه کول وي."

خو هغه وايي، له دې پرته بل هر کار به د مک هینري د ګوښه کېدو اقدام راوپاروي.

د حکومت د لګښتونو د بېلونو برخلیک به څه وي؟

تر هغو چې د هاوز سپیکر اعلانېږي داسې نه ښکاري چې د حکومتي لګښتونو لپاره د پیسو د ورکړې د بېلونو په اړه به کوم اقدام وشي.

وکیلانو ته د نومبر تر ۱۷ نېټې پورې وخت ورکړل شوی چې نورې پیسې برابرې کړي او یا به حکومت نیمه بند (پارشل شټ ډاون) شي.

ریپبلېکن وکیلان وايي، دوی د نوي سپیکر د ټاکلو لپاره لږ تر لږه یوې اونۍ وخت ته اړتیا لري. دا یوه اونۍ وخت به د لګښتونو د بېلونو د پاسولو وخت نور هم کم کړي.

ددغو بېلونو پرسر جګړو او په مکارتي باندې له دې امله د غصې په زیاتېدو سره چې و نه توانید د لګښتونو اندازه زیاته کړي په بریالۍ توګه له څوکۍ څخه د هغه د لېرې کېدو سبب شو.

له څوکۍ څخه د مکارتي د لېرې کېدو تحریک د هغه خپل ریپلېکن استازي مت ګیټز پیل کړی و.

د استازو د جرګې ریپلېکنز او ډیموکراټان څه کوي؟

د استازو د جرګې ۲۲۱ ریپبلېکنز او ۲۱۲ ډیموکرېټس د خپلو راتلونکو سیاسي او قانوني کارونو په اړه په پټه بحثونه کوي.

تمه ده چې هره یوه ډله به د جرګې د مشرۍ لپاره په خپل کاندید غور کوي.

دا په نسبي توګه ډیموکراټانو ته اسانه بریښي ځکه په کلکه په جرکه کې د اقلیت د مشر حکیم جیفریز تر شا ولا دي.

جیفریز په جنورۍ کې د مکارتي او نورو کاندیدانو پر وړاندې د سپیکر څوکۍ ته ولاړ و.‌

بل پلو ریپبلېکنز ته به چې زیات سره ویشل شوي په ځانګړي ډول د وړې سخت دریځې محافظه کارې ‌ډلې ترمنځ چې په حکومتي لګښتونو کې زیات کموالی غواړي، ‌اسانه نه وي چې په یو کاندید سره راټول شي.

مک هینري یوه ګټه لري چې هغه اوس سرپرست سپیکر دی. دا له څرګنده نه ده چې ایا هغه دا کار غواړي او که نه.

خو مک کارتي ویلي، دی به بیا د سپیکر څوکۍ ته و نه درېږي.‌

د استازو جرګه په یو ناڅرګند حالت کې ده او دا لا روښانه نه ده چې په بشپړه جرګه کې به ټاکنې کله وشي.

په عادي حالت کې د سپیکر لپاره ټاکنې د نوي کانګرس لپاره په هرو دوو کالو کې ترسره کېږي.‌

د سپیکر کېدو لپاره څوک ټاکنو ته درېدای شي؟

د امریکا د اساسي قانون له مخې، د استازو د جرګې مشر ضرور نه ده چې د کانګرس غړی وي.

همدا دلیل دی چې ځینې ریپلېکنز د دې کار لپاره د پخواني‌ ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوم یادوي که څه هم هغه خپله د ولسمشرۍ د ټاکنو لپاره ولاړ دی او دا یې هم ویلي چې د سپیکر دنده نه غواړي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00