شاته

ملګري ملتونه: د امریکې او مېکسیکو پوله د کډوالو دپاره د دنیا تر ټولو خونړۍ لاره ده

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې انټرنېشنل ارګنایزېشن فار مایګرېشن ايي او اېم ویلي، د امریکې او د مېکسیکو پوله د کډوالو دپاره د دنیا تر ټولو خونړۍ ځمکنۍ لاره ده.

د ايي او اېم تازه رپورټ ښيي چې هر کال په سلګونو کسان د خطرناکو صحراګانو د لارې د مېکسیکو نه امریکې ته د اوړېدو په کوښښونو کې مړه کېږي.

د ادارې د معلوماتو ترمخه، د جنوبي امریکې په ټوله سیمه کې په 2022 کې 1,457 کسان مړه شوي او بې درکه شوي وو، په دغو کسانو کې 686 کسان د امریکې او مېکسیکو په پوله مړه شوي او بې درکه شوي دي.

د مرکزي او شمالي امریکې او د کرېبین سیمو دپاره د ايي او اېم مشرې مېشېل کلاین سولومن وویل ملکونو ته پکار ده چې د کډوالو د مرګونو په اړه د ادارې په معلوماتو عمل وکړي او دا خبره دې یقیني کړي چې د کډوالو دپاره د معمول لارې محفوظې وي.

ايي او اېم وویل په کال 2014 کې د میسینګ مایګرېنټس پراجېکټ یا د بې درکه کډوالو منصوبه د شروع کولو وروسته 2022 تر ټول مرګونې کال و.

د ايي او اېم ترمخه، د امریکې او مېکسیکو په سرحد قریباً نیمايي مرګونه د سونوران او چېواوان صحراګانو کې شوي دي. ادارې وویل ممکنه ده چې دا شمېره د دې نه زیاته وي ځکه چې د امریکې هغو ریاستونو چارواکو چې د مېکسیکو سره پوله لري ټول معلومات یې نه دي شریک کړي.

د امریکې یو اېس بارډر پېټرول یا د سرحد د تحفظ ادارې د 1998 راهسې د مېکسیکو سره په پوله د 8000 نه زیات مرګونه رېکارډ کړي دي. د کډوالو وکیلان وايي امکان دی چې دغه شمېره کمه ښودل کېږي.

د کډوالو د مرګونو د تازه شمېرې په اړه وي او ای د امریکې د امیګرېشن چارواکو سره رابطه وکړه خو دوی د کال 2023 دپاره څه شمېرې شرېکې نه کړې.

د امریکې د کسټمز اېنډ بارډر پروټېکېشن، سي بي پي، ترجمان (نې) د ایمېل دلارې وویل د خلکو ژوند بچ کول او په سخت وخت کې ضرورتمندو سره امداد کول د سي بي پي بنیادي مقصد دی.

په 2023 کې خلکو د ژغورنې 7,113 عملیات ترسره شوي دي او 22,076 کډوال ژغورل شوي دي.

د سي بي پي ترجمان (نې) وویل د امریکې او مېکسیکو ترمنځ سرحدي علاقه انتهايي سخته ده، هغه خلک چې په دغه سیمه کې سفر کوي د تندې، لوږې او د سختي ګرمۍ نه مړه شوي دي د دې باوجود چې سي بي پي یې د موندلو کوښښونه کوي. "هېڅ څوک دې دا ګمان نه کوي، که سمګلران دي او که نور، چې سرحدونه خلاص دي. سرحدونه نه دي خلاص."

مقامي رپورټونه څرګندوی چې د امریکې د نیو مېکسیکو او ټېکسس ریاستونو په ځینو علاقو کې په کال 2023 کې د سختي ګرمۍ دلاسه د کډوالو په مرګونو کې دوچنده اضافه شوي وه او 148 ته رسېدلي وو. په 2022 کې دا شمېره 71 وه.

د انساني حقونو تنظیم واشنګټن افس ان لېټېن امریکا د سېپټمبر په میاشت کې په خپله تجزیه کې ویلي چې د کال 2022 د اکتوبر نه د 2023 د اګست د میاشت پورې، یو اېس بارډر پېټرول د 640 کډوالو مړي موندلي دي چې د 2022 په مقابل کې 24 فیصد اضافه ده.

په سیمه کې د اوړي د تودوخي کچه د سنټي ګرېډ تر 100 درجو پورې رسېږي. په صحرايي دشتو کې د لارې نخښې نخښانې اکثر نه وي او ګڼ شمېر لارې ورکې کړي او بیا پیاده چورلي. د 2009 راهسې د امریکې بروکس کاونټۍ د 943 کډوالو مړي موندلي دي.

د فریډم اف انفارمېشن اېکټ یا معلوماتو ته د رسای د قانون دلاندې د وي او ای ورکړی شوي خواست په جواب کې سي بي پي وویل په 2022 کې سرحدي محافظینو د امریکې په جنوبي سرحد د 858 کډوالو مړي موندلي دي، په 2021 کې دا شمېره 657، په 2020 کې 255 او په 2019 کې دا شمېره 295 وه.

په 2022 د حکومت د احتساب دفتر په خپل رپورټ کې وویل سي بي پي د کډوالو د مرګونو په اړه مکمل معلومات نه دي جمع کړي او نه یې هم کانګرس ته رپورټ کړي دي، چې له امله یې دغه شمېره د اندازې نه کمه ښکاري.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00