شاته

د بخښنې نړیواله اداره: پاکستان باید افغان کډوال و نه باسي

واشنګټن – د بخښنې نړیوالې ادارې یا امنیسټي انټرنېشنل په یو تازه بیان کې ویلي، پاکستان باید هغه افغان کډوال له خپل هېواد څخه و نه باسي چې قانوني اسناد نه لري.

د بخښنې نړیوالې ادارې دغه غوښتنه د اکټوبر په څلورمه نېټه د هغو راپورونو په غبرګون کې کړې چې ګواکې د پاکستان حکومت غیر راجستر شویو افغان کډوالو ته امر کړی چې د روان ۲۰۲۳ کال تر نومبر میاشتې پورې دې له دغه هېواده ووځي.

د بخښنې په نړیوالې اداره کې د جنوبي اسیا د‌ څېړنو لپاره لنډ مهاله مرستیاله مشره نادیه رحمان ویلي،

"په پاکستان کې افغان کډوال د طالبانو له ناسم چلند څخه تښتېدلی. دوی ډېر له ستونزو ډک ژوند لري. یا به په پاکستان کې د راجستر کېدو له ستومانه کونکي بهیر سره مخ وي‌ او یا به دریم هېواد ته د ورتګ اوږده بهیر ته انتظار باسي. په زوره افغانستان ته د هغوی استول به هغوی له جدي ستونزو سره مخ کړي."

په پېښور کې د افغانستان په کونسلګرۍ کې د طالبانو استازي مفتي نورالله هوتک له ډیوې سره خبرو کې ویلي، چې دوی د پاکستان دې پرېکړې هک حیران کړي.

"د پاکستاني چارواکو او یو ان اچ سي ار ترمنځ چې په ۲۰۱۹ کال کې کوم تړون شوی په هغه کې راغلي چې افغان کډوال به په اجباري توګه له پاکستانه نه وېستل کېږي. پاکستان باید دې معاهدې ته ژمنتیا وښيي او خپل چلند بدل کړي."

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي د نهې یا سې شنبې په ورځ په پاکستان کې د غیر قانوني افغان کډوالو پرضد دغه پرېکړه اعلان کړې وه.

د بخښنې نړیوالې ادارې د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې له افغان کډوالو سره دې خپل تاریخي ملاتړ ته دوام ورکړي چې‌ په عزت سره او افغانستان ته د بېرته لېږل کېدو له وېرې پرته ژوند وکړي.

د بخښنې نړیوالې ادارې همدارنګه د کډوالو په چارو کې د ملګروملتونو له عالي کمېشنرۍ څخه غوښتي دي چې د هغو افغانانو درخواستونه دې په چټکۍ سره وګوري څوک چې په پاکستان کې دي او په نړۍ کې پناه غواړي.‌

یادې ادارې همدارنګه د پاکستان له حکومت څخه غوښتي دي چې د افغان کډوالو نیونه او ځورونه دې بنده کړي او له دریم ګړو هېوادونو یې غوښتي چې د هغو افغان کډوالو ویزې دې چټکې کړي چې له هغوی سره یې کیسونه دي.

"نړیواله ټولنه باید په بیړه خپلې هغه لومړنۍ ژمنې عملي کړي چې هغو افغانانو ته به خوندیتوب ورکوي چې په افغانستان کې له ناوړه چلند څخه تښتېدلي دي."

په ۲۰۲۱ کال په واک باندې د طالبانو له قبضې وروسته ډېر افغانان د بندي کېدو او شکنجه کېدو له وېرې د خپل هېواد پرېښودلو ته اړ شوي خو د راجستر کېدو د ورو بهیر او د دریم ګړو هېوادونو لخوا په چټکۍ سره د دوی د اسنادو د نه بشپړېدو له امله دا مهال په پاکستان کې له ډېرو کړاونو ډک ژوند تېروي.

اکثره یې د پاکستان له قانوني ویزو سره پاکستان ته تللي خو هلته د دوی په کارونو کې د اوږده ځنډ او خنډ له امله یې اوس د ویزو وخت پای ته رسېدلی.‌

یو ان اچ سي ار وايي، په پاکستان کې له ۳.۷ میلیونو څخه زیات افغانان پراته دي چې له افغانستان څخه د اقتصادي او سیاسي ستونزو له امله کډه شوي دي خو یواځې ۱.۴ میلیونه یې په رسمي توګه راجستر شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00