شاته

پېښور: سي ټي ډي په بونېر کې د ټي ټي پي د څلورو مطلوبو ترهګرو نیولو دعوه کړې

خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد سي ټي ډي پوليسو دعوه کړې، د ملاکنډ ريجن څانګې په بونېر کې یې د ترهګرۍ غټه منصوبه ناکامه کړې او د لاقانونه ګرځول شوې تحریک طالبان پاکستان [ټي ټي پي] څلور مهم مطلوب ترهګر یې نيولي دي.

سي ټي ډي پوليس ويلي، نيول شوي ترهګر په هدفي وژنو، قلنګ اخستو په پېښو او ترهګرۍ په نورو کارروايانو کې ککړ دي او د ولقې نه یې په غټه کچه وسله، بارودي مواد، لاسي بمونه او نوره وسله ترلاسه کړې ده.

د نيول شوو ترهګرو پېژندګلو د بونېر واجدعلي، د کوز چترال رحمان الدين، د بونېر نجم الدين او د بونېر ایاز خان په نومونو شوې ده.

سي ټي ډي ويلي، نيول شوو ملزمانو په پلټنو کې ويلي چې د بونېر د ګوکند علاقې په حۍ دره کې د ټي ټي پي ترهګر کمانډرانو عزيز او سهېل دغو کسانو ته په علاقه کې د مهمو شخصياتو په نخښه کولو او نورو کارروايانو دپاره وسله ورکړې وه.

د سي ټي ډي ترمخه نيول شوو ترهګرو په افغانستان او اورکزو کې جهادي تربيت ترلاسه کړی دی.

د ترهګرۍ ضد ادارې ویلي صوابۍ، مردان او نورو ضلعو کې یې هم عملیات کړي او د ترهګرو مالي مرسته کوونکي ټول 13 کسان یې نیولي دي.

د اېکسپرېس ټريبيون ترمخه د سي ټي ډي مشر عمران شاهد ويلي، په تېر کال کې په صوبه کې د قلنګ غوښتو 173 پېښې رپوټ شوي او نوموړي دعوه کړې د قلنګ غوښتو په پېښو کې د 90 فيصده کسانو تعلق د افغانستان سره معلوم شوی دی.

عمران شاهد ویلي په يادو پېښو کې 60 کسان نیول شوي هم دي. پوليس چارواکي ویلي د ځايي سهولت کارو په مرسته د افغانستان نه وسله وال په خېبرپښتونخوا کې ترهګري کوي.

پاکستان وايي په افغانستان کې د طالبانو په واک کې د راتلو وروسته پاکستان کې ناامني سېوا شوې او پاکستان وخت په وخت داسې تورونه هم لګولي چې د پولې د پورې غاړې افغانستان لوري نه پاکستان کې ترهګري کيږي.

خو طالبانو تل د پاکستان دغه تورونه رد کړي دي.

په وروستيو کې خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ ضد محکمې د مطلوبو ترهګرو نوی نوملړ خپور کړی او د یو شمېر ترهګرو په سر یې درانه انعامونه هم اعلان کړي دي.

د سي ټي ډي په خپور کړي نوملړ کې د 30 ترهګرو نومونه او عکسونه شامل دي . د ترهګرو په سر په مجموعي توګه تر درېو کروړو روپو زیات انعام اعلان شوی دی.

له دغې وړاندې د خېبر پښتونخوا حکومت ويلي وو د روان کال په اوږدو کې په صوبه کې د ترهګرو د مالي مرستو کوونکو پرضد 198 مقدمې درج کړل شوې دي.

د حکومتي شمېرو ترمخه د ترهګرو سره د مالي مرستو پرضد تر ټولې زیاتې مقدمې په سرښار پېښور کې درج شوې چې شمېره یې 71 ښودل شوې وه.

ویل شوي چې سږ کال د جنورۍ د میاشتې نه راواخله د ستمبر تر نیمایي پورې د داسې 777 کسانو نومونه مخې ته راغلي چې ترهګرو سره یې مالي مرستې کړي او په دوی کې د 15 د نيولو دعوه هم شوې وه.

په رپوټ کې ویل شوي وو، د ترهګرو سره کوم 777 کسان په مالي مرستو کې ککړ دي په هغوي کې 15 تنه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي هم دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00