شاته

د ادب برخې نوبل جایزه ناروېجن لیکوال او ډرامه نګار، یون فاسې وګټله

د نوبل اکېډمۍ د زیارت/پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ۲۰۲۳ کال د ادب برخې نوبل جایزه، د ناروې هېواد یو لیکوال او ډرامه نګار یون فاسې د خپلو "جدت پسنده ډرامو او نثرونو په خاطر چې ناقابل بیان خبرې بیانولی شي" وګټله.

فاسې چې په کال ۱۹۵۹ کې د ناروې په لویدیځه ساحلي علاقه کې نړۍ ته راغلی دی، د خپلو ډرامو په وجه ډېر مشهوره دی، خو هغه شعرونه، مقالې، د ماشومانو دپاره کتابونه او ترجمې هم لیکي.

په سویډن کې د نوبل اکېډمۍ یو غړي اندرس اولسن د یون فاسې د کارونو په اړه وویل چې هغه "ستاسو تر ټولو ژور احساسات راپاروي، که هغه پرېشانۍ وي، عدم تحفظات وي، یا د ژوند او مرګ پوښتنې".

اولسن همدا راز زیاته کړه: "هرهغه څه چې نوموړی یې لیکي، یو قسمه نړېوال اثر لري. او فرق یې نشته که هغه ډرامه وي، شاعري وي یا نثر وي، یو قسمه د بنیادي انسانیت اپیل په کې موجود دی."

یون فاسې، چې د ډېرې مودې راهېسي د نوبل جایزې په سر سیالي کوونکی ګڼل کېده او سږ کال د دې جایزې په مقبولو کاندیدانو کې شامل و، وویل چې د نوبل جایزې په ګټلو سره "بې حده خوشحاله او تر یوې اندازې خوف زده" شوی دی.

ښاغلي فاسې په یو بیان کې ویلي دي: "زه دا ادب ته د یوې جایزې په سترګه ګورم، داسې ادب ته چې تر هرڅه وړاندې یې مقصد ادب دی، بغیر د نورو ملحوظاتو."

۶۴ کلن یون فاسې، د ناروې څلورم تن دی چې د نوبل جایزو په تاریخ کې یې دا جایزه ګټلې ده، او د ۱۹۲۸ کال راهیسې لومړنی ناروېجن نوبل ګټونکی ګڼل کیږي. د ادب د برخې نوبل جایزه سږ کال یوولس (۱۱) میلینه سویډني کرون ده چې قریب یو میلین امریکایي ډالر جوړیږي.

سږ کال (۲۰۲۳) د نوبل د جایزې ګټونکو د اعلان په لړ کې تر اوسه د فزيکس د برخې نوبل جایزې ګټونکي درې کسان - امریکایي پیئر اګوسټیني، جرمني فرنس کرواس، او سویډني اني لولېر – اعلان شوي، د فېزیالوجي او طبابت په برخه کې دوه امریکایي پوهانو – کټلین کاریکو او ډرو وېسمن – د نوبل ګټونکي بلل شوي، د کیمیا په برخه کې د نوبل ګټونکي د امریکا د پوهنتون درېیو څېړونکو – مونګي باوندي، لویس بروس، او الکسي اکیموف اعلان شوي دي.

د جمعې په ورځ (د اکټوبر په ۶مه) به د سولې نوبل جایزې ګټونکی یا ګټونکې اعلان شي.

(د دې رپوټ زیاتره برخه د روئټرز خبرې ادارې نه اخېستل شوې ده)

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00