شاته

اوکراین ته به د امریکا امداد په دې پورې اړه ولري چې څوک سپیکر جوړیږي

د کېوېن مکارتي د سپیکر څوکۍ نه لیرې کېدل کولې شي چې اوکراین ته امداد په اړه د امریکا په ایوان نمایندګان کې د بدلون نښه وي. د مکارتي ځینې ممکنه جانشین یا ځای ناستی په کلکه د کییف سره د امداد په حق کې دي، خو ځینې نور یې په کلکه مخالفت کوي.

د امریکا ایوان نمایندګان د نهې په ورځ امریکا په تاریخ کې په لومړي ځل د ایوان نمایندګان سپیکر د لیرې کولو دپاره رایه ورکړه. د سپیکر کېوېن مکارتي د خپل ریپیلېکن ګوند اتو غړو د 208 ډیموکریټک غړو سره د هغه پرضد رایې ورکړی.

په سمدستي توګه هیڅ معلومات نشته چې څوک به د هغه جانشین وي خو راتلونکی سپیکر کولی شي د اوکراین ډیرې مرستې لغوه کړي مخکې د دې چې دغه وړاندیز ایوان ته ورسیږي که چیرې هغه څوک ( سپیکر) د دې نظر سره مخالفت وکړي.

د مکارتي د لیرې کولو دپاره رایه یوازې درې ورځې وروسته له هغه وشوه چې د هغه په مشري کې ایوان نمایندګان د حکومت د بندیدو مخنیوي دپاره د موقتي لګښتونو مسوده منظوره کړه چې پکې د اوکراین دپاره نوې پیسې پکې ندي شاملې شوي. خو د اوکراین دپاره د امداد ملاتړ کولو دپاره د هغه د ګوند د ځینو غړو ناخوښي په ګوته کوي.

د ډیفنډنګ ډیموکراسي ټوګېدرنومې تنظیم "ریپبلېکن فار اوکراین" د مهم یا کمپاین "رپورټ کارډ" د لارې د اوکراین دپاره په تېر ملاتړ د ریپبلېکنز درجه بندي کړې. د امداد ریپبلېکنز مخالفان دې ته د ضرورت نه ډېر لګښت او د امریکا د غلط پالیسۍ لومړیتوب په توګه ګوري.


دا درجه بندي د اې نه تر ایف پورې - د پخوانیو امداد مسودو په ملاتړ یا مخالفت څرګندول ښایي. او دا په ګوته کوي چې که هر یو چې سپیکر جوړ شي نو د اوکراین د مرستو مسوده د رایې ورکولو دپاره وړاندې کول به څومره امکان ولري.

د ریپبلېکن ګوند ایوان نمایندګان غړي ټام ایمر تر ټولو لوړه درجه اې “A” ترلاسه کړه. سټیو سکالیس چې په ایوان نمایندګان کې دوهم مخکښ ریپبلېکن دی او اوږدې مودې راهیسې د مکارتي وروسته د سپیکر په توګه یادیږي یو درجه کمه بي ” B” ترلاسه کړی.

د ایوان نمایندګان غړي مېټ ګیټس چې د مکارتي د لرې کولو دپاره یې د تحریک یا خواست جمع کړې وو ، ویلي چې هغه به د سټیو سکالیس ملاتړ کوي.


سپینې ماڼۍ د نهې په ورځ ویلي چې ډاډه دی چې امریکا به بالاخره د اوکراین دپاره نور امداد ورکوي، پرته له دې چې مکارتي د سپیکر پاتې کېدو برخلیک څه هم وي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00