شاته

طالبان: اسلام اباد او خواوشا سيمو کې په دوو اوونيو کې 1000 افغانان نيول شوي او ځينې وژل شوي دي

په پاکستان کې د طالبانو سفارتخانې ويلي، په تېرو دوو اوونيو کې د پاکستان په مختلفو برخو، اسلام اباد او خواوشا سيمو کې 1000 تنه افغانان نیول شوي چې وایي نيمايي يې د مهاجرت يا سفر اسناد هم لري. سفارتخانې دعوه کړې د افغانانو نيولو د عملياتو په مهال ځينې کسان وژل شوي هم دي، خو پاکستان په سمدستي ډول دغو دعوو ته غبرګون نه دی ویلی.

د پاکستان د کورنيو چارو نګران وزير سرفراز بګټي نن په اسلام اباد کې خبري کانفرنس ته وویل، حکومت د لومړي نومبر پورې ټولو قانوني اسناد نه لرونکو ته وخت ورکوي چې په خپله خوښه د پاکستان نه ووځي ګنې د هغې وروسته به یې پرضد سخت عمليات پېل کېږي او نيول کيږي به.

بګټي وويل، "خواوشا 4.4 اعشاريه ملينه افغانان په پاکستان کې مېشت دي په دوی کې د 1.42 ملينو سره پروف اف رجسټرېشن يا پي او ار کارډونه دي، د چا سره چې افغان سيټيزن کارډ دی هغه 0.85 ملينه دي او غېر رجسټرډ قانوني اسناد نه لرونکي افغانان 1.73 ملينه دي".

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر مرتضا سولنګي په اېکس [پخواني ټويټر] ويلي، "د ټولو قانوني اسناد نه لرونکو کډوالو سره 28 ورځې وخت دی چې پاکستان پرېږدي".

پاکستان کې او په ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې د تېرې مياشتې ستمبر د نهمې نېټې څخه د افغان کډوالو د نيولو لړۍ پېل شوې او په کراچۍ کې د طالبانو د کونسل جنرل په وينا خواوشا د 1000 افغان کډوال په کراچۍ کې نیول شوي دي.

نن په اسلام اباد کې د طالبانو سفارتخانې په اېکس [پخواني ټویټر] ويلي، "سي ټي ډي پوليسو د اسلام اباد په باره کهو، ترنول، مهر ابادي، ګولړه شريف، شمس کالونۍ، سبزي منډۍ، شهزاد ټاون، کهنه پُل، پشاور موړ، E-11 او نورو سیمو کې په عملياتو کې د 1000 پورې افغانان نيولي چې 485 پکې قانوني اسناد لرونکي دي".

سفارتخانې دعوه کړې، په دغو عملياتو کې د وژنو پېښې هم شوي او د مثال په توګه یې د ځينو کسانو نومونه هم ويلي دي.

ويل شوي، "افغان کډوال فريدالله په اسلام اباد کې، امان الله د راولپنډۍ په شمس کالونۍ کې او دروېش په اډياله جېل کې چې نيول شوي د څه مودې لادرکۍ وروسته یې جسدونه په روغتون او يا نورو ځايونو کې موندل شوي دي".

د طالبانو سفارتخانې ویلي، په سيند صوبه او ځانګړي ډول کراچۍ ښار کې هم دغه ډول عملياتو زور اخيستی د ښځو او ماشومانو په ګډون پکې د ګڼ شمېر افغانانو زندانونو ته اچولو دعوه شوې ده.

طالبانو د پاکستان د حکومت نه غوښتي "د افغان کډوالو د ځورونو لړۍ د دواړو هېوادونو په اړیکو منفي اغېزې کوي دغه کار ته دې زر تر زره د پای ټکی کېږدي".

پاکستان په رسمي ډول د طالبانو د سفارتخانې بيان ته سمدستي غبرګون نه دی ویلی.

خو د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د قانوني اسناد نه لرونکو غېر ملکيانو د نيولو په اړه وويل، يواځې افغانان نه بلکې هر څوک چې غېر قانونه وي هغه به نيول کيږي.

له دې وړاندې په کراچۍ کې هم افغان کډوالو تورونه لګولي چې پوليس قانوني اسناد لرونکي کډوال هم نيسي او پېسې ترې غواړي او که څوک پېسې نه ورکوي ځورول کيږي، مقدمې پرې جوړول کيږي او زندانونو ته اچولی شي.

خو په کراچۍ ښار کې پوليسو تل دغه ډول تورونه رد کړي چې د کډوالو نه پېسې نه اخلي او يواځې قانوني اسناد نه لرونکي غېر ملکيان نيسي.

د بشري حقونو نړیوالې ادارې ایمنیسټي انټرنېشنل د ګل- دوشنبې په ورځ د افغانانو پر نیول کېدو اندېښنه ښکاره کړې او له پاکستاني چارواکو غوښتي چې د افغانانو ځورول او خپلسره نیول بند کړي.

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان تجارتي خساره کمه شوې خو اقتصاد پوهان څه نظر لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00