شاته

بګټي: غېر قانوني (افغان) کډوال به د نومبر لومړۍ نېټې نه په زور ویستل کېږي

د پاکستان د کورنیو چارو مواقتي وزیر سرفراز بګټي ګواښ کړی چې غېر قانوني کډوال که د نومبر لومړۍ نېټې پورې خپلو هېوادونو ته ستانه نه شول نو بیا به یې په زور له هېواده وباسي.

که پاکستان یاد ګواښ عملي کوي نو امکان دی چې په افغانستان کې د طالبانو د واک وروسته، پاکستان ته کډه شوي په لسګونو زره افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته په ستنېدو مجبور شي.

ښاغلي بګټي د غېر قانوني کډوالو په اړه کومې شمېرې ورکړي نه دي خو د هغه په اندازه په پاکستان کې د غېر قانوني افغان کډوالو شمېر د ۱.۷ ملینه پورې ښودل شوی دی.

په پاکستان کې د تېرو څو اونیو راسې د افغان کډوالو د نیولو او یا بېرته خپل هېواد ته د ستنېدو پېښې زیاتې شوي دي. ځای مېډیا د مخکې نه د چارواکو د خولې رپوټونه ورکړي چې حکومت د هېواد نه د ۱.۱ ملین “غېر قانوني” افغان کډوالو ویستلو فېصله کړې ده.

په اسلام اباد کې د وزیر اعظم انوارالحق کاکړ په مشرۍ کې د یوې غونډې وروسته، ښاغلي بګټي مطبوعاتي کانفرنس ته ووېل چې تر ټولو مهمه پرېکړه دا شوې چې غېر قانوني کډوال به ویستل کېږي.

“که هغوی (غېر قانوني کډوال” تر ورکړل شوې نیټې پورې له هېواده په وتلو کې ناکامه شول نو د هېواد ادارې به د هغوی د ویستلو لپاره بشپړ عملیات پېل کوي.”

د کورنیو چارو نګران وزیر د جنورۍ د میاشتې نه تر اوسه، په ۲۴ ځانمرګي بریدونو کې د ۱۴ پړه په افغانانو ورواړوله. هغه د کوم ثبوت پرته، ادعا وکړه چې ۱۴ ځانمرګي بریدنه افغانانو کړي. په دغو کې هغه په پېښور کې د پولیسو په مرکز، قلعه سېف الله، ژوب او تېره اونۍ د هنګو حملې یادې کړې.

ښاغلي بګټي ووېل د طالبانو مشر ملا هېبت الله اخند د هېواد نه بهر د بریدونو پر ضد فتوا ورکړی خو په هغې عمل نه کېږي.

ښاغلي بکټي وویل دا وخت د یو اشاریه څلور مېلین نه زیات افغانان په رسمي ډول منل شوي کډوال او ۸۵۰۰۰۰ افغانان چې د افغانستان د شهریت کارډونه لري په پاکستان کې ژوند کوي او دوی به نه ډيپورټ کېږي.

د دې رپوټ څه برخه د وي او ای انګريزي څانګې د خبر نه اخستل شوې ده.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان تجارتي خساره کمه شوې خو اقتصاد پوهان څه نظر لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00