شاته

له نګورنو قره باغ څخه نېږدې ټول ارمني نېژاده خلک ارمېنیا ته تښتېدلي دي

واشنګټن - له نګورنو قره باغ سیمې څخه نېږدې ټول ارمني نېژاده خلک ارمېنیا ته تښتېدلي دي او په دې توګه، په خپله خوښه د اعلان کړي جمهوریت ارتسخ Artsakh)) اوسېدونکي خپاره شوي دي.

خو کله چې د امریکا غږ خبریالې هېدر مرډاک Heather Murdock)) د ارمینیا او ازربایجان ترمنځ پولې ته څېرمه له پرتو سیمو ((Ishkhanasar and Kornidzor څخه راپور ورکاوه، اکثرو دا وېره درلوده چې هغه جګړه، چې دوی یې له خپلو سیمو وویستل لا پای ته نه ده رسېدلې.

د سټېپانېکرټ ښار چې د تېرې اونۍ پورې د ارتساخ په نامه په خپله خوښه د اعلان کړي جمهوریت سرښار وه په نړیواله توګه، د ازربایجان د پېژندل شویو پولو دننه سیمه ده چې اکثره وګړي یې ارمني نېژاده دي.

ارمینیا او ازربایجان د لسیزو لپاره په دې سیمه چې په نګورنو قره باغ یا قره باغ مشهوره ده درنې جګړې کړې دي.

خو تېره اونۍ د سپټمبر په منځ کې له یوې سختې جګړې وروسته ازربایجان وګټله.

تر یو لکو زیات خلک چې نېږدې د ارمني نېژاده خلکو ټوله ابادي جوړوي ارمینیا ته وتښتېدل.

د اشات اروشانین په نامه یو کډوال وايي،

"زه داسې راغلم. ما حتی خپلې جامې بدلې نه کړې. ما بستره هم وا نه خېسته. هیڅ هم نه. ما خپل موټر هلته پرېښود."

هغه خلک چې له نګورنو قره باغ څخه وځي په ارمینیا کې سرحدي ښارونو کې یوه دمه اخلي مخکې له دې چې نورو سیمو ته ولاړ شي. اکثره یې بیا سرحدي ګڼ مېشتو کلیو ته ځي.

نور بیا په سرحدي کلیو کې وړیا کورونه له دې وېرې ردوي چې د ازربایجان او ارمېنیا لانجه به یو ځل بیا د ارمینیا له پولو واوړي لکه په ۲۰۲۰ کال کې چې شوي و.

د اني الایان په نامه د ارمېنیا د اشخاناسر یوه اوسېدونکې وايي،

"دوی ډزې کولې او پر ځمکو هرې خواته اورونه بل وو. یوه ګولۍ پرېوته او وچاودېده."

د ارزبایجان چارواکي ځینې وخت د ارمېنیا دا برخه د ازربایجان تاریخي خاوره بولي چې د ارمني چارواکو غوصه پرې راپارېږي.

په دې سیمه کې حتی تنکي ځوانانانو ته پوځي روزنه ورکول کېږي، د یوې ممکنه جګړې لپاره تیاری کوي چې دوي فکر کوي د دوی کلیو او ښارونو ته به ورسېږي.

خو هغه کورنۍ چې په دې وروستیو کې له خپلو کورونو تښتېدلي دي، د ارتساخ او ارمینیا حکومتونه او د روس سوله ساتي ځواکونه په دې تورنوي چې د هغوي او د هغوی د ځمکې په ژغورلو کې پاتې راغلي.

د ناېلا ګرېګوریا په نامه یوه کډواله وايي،

"د ارتساخ په اړه چې زه په څه پوهېږم هغه دا دي چې زما دوه اوخو (اخشو)، زما مېړه او زما ورور د دې خاورې لپاره جګړې ته ولاړل او بیا ارمینیایانو بې له کومې جګړې پرېښودل."

پخواني اوسېدونکي وايي، څه چې ترې پاتې شوي هغه یواځې د دوی جایداد نه دی. له دوی نه کلتوري میراث پاتې شوی، د مياندو پلرونو قبرونه او د خپل هېواد درلولو خوب ترې پاتې شوی چې هېڅکله رښتیا نه شو.

د ارېوېک سرګسیان په نامه یوه کډواله وايي،

"ما خپل ماشوم توب هلته تېر کړ. ما تر اوسه هلته ورځې تېرې کړې. دا زما د پلار نیکه ځای دی او دلته زما د وطن اوبه دي."

د نورو ارمني کډوالو په څېر دا هم وايي، چې نګورنو قره باغ ته د بېرته ستنېدو هیله نه لري.

خو هغه هیله لري چې راتلونکي نسلونه به د ارتساخ لنډ تاریخ زده کړي، هغه ځای چې د هغې په وینا هر کله ترې غواړي چې بېرته ورشي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان تجارتي خساره کمه شوې خو اقتصاد پوهان څه نظر لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00