شاته

رپورټ: هندوستان کېنېډا ته ویلي ۴۱ سفارتکاران دې د هند نه وباسي

هندوستان د کېنېډا د حکومت نه غوښتلي په هند کې دې خپله سفارتي عمله نیم په نیمه کمه کړي. دا خبر فاينېنشل ټایمز اخبار د نهې، سه شنبې، په ورځ ورکړی دی.

د هندوستان او کېنېډې سفارتي تعلقات پس له دې د تاوتریخوالي ښکار شوي دي چې د کېنېډې وزیراعظم جسټن ټرووډو په کېنېډا کې د سېک بېلتون خوښي مشر هردیپ سېنګ نېجار په وژنه کې په هند د ککړتیا الزام ولګولو.

هندي چارواکي د ټرووډو الزام ردوي، وايي کېنېډا په دې اړه څه کره ثبوتونه نه دي شریک کړي.

نیجار د جون په ۱۸ نېټه د کېنېډې په مضافاتو کې د سېک ګوردوارې نه بهر وېشتل شوی دی. درې کاله مخکې، هند نيجار ترهګر بللی دی.

روېترز خبري ادارې هغه اقداماتو ته کتنه کړې چې کېنېډې او هند تر اوسه په خپلو سفارتي او تجارتي تعلقاتو په لړ کې اخیستلي دي:

ـ کېنېډې د هند سره د تجارت په اړه په مجوزه معاهده خبرې ځنډولي دي. دا خبره يو کېنېډايي چارواکي د سېپټمبر په وړمبۍ نېټه کړې ده. درې میاشتې مخکې دواړو ملکونو ویلي وو چې په ابتدايي معاهده به دا کال دستخط وکړي.

­ـ د هندوستان وزیراعظم نرندره مودي په کېنېډا کې د سېک بېلتون خوښو په فعالیتونو خپل تشویش د کېندې وزیراعظم جسټن ټرووډو سره د جي ټونټي تنظیم د سرمشرانو د غونډې په څنګ کې شریک کړو. د جي ټوېنټي غونډه د سېپټمبر په لسمه نېته په نوي دلي کې شوې وه.

نېجار د جون په اتلسمه نېته ووژل شو
نېجار د جون په اتلسمه نېته ووژل شو


ـ کېنېډا هند ته د تجارتي پلاوي ورتګ ځنډولی دی. ټاکل شوې وه چې د اکتوبر په میاشت کې به د کېنېډا د تجارت وزېرې مېري اېن جي په مشرۍ کې تجارتي ډله هند ته تلله. هند ته د کېنېډايي پلاوي د سفر ځنډېدو خبره د اېن جي ترجمان (نې) د سېپټمبر په ۱۵ نېټه وکړه. د کېنېډا سرچینو روېټرز خبري ادارې ته وویل د تجارتي ډلې سفر او هند سره د مجوزه تجارتې معاهدې خبرې د نېجار د وژل کېدو په اړه د تشویش په سر وځنډول شوې.

ـ ټرووډو د سېپټمبر په اتلسمه نېټه پارلېمنټ ته وویل چې کېنېډا په فعاله توګه د هغو الزاماتو تحقیقات کوي چې د نېجار د قتل سره د هندي حکومت اېجنټان تړي. نېجار د کېنېډا شهري و او سېکانو دپاره د هند نه بېل وطن غوښتلو هلې ځلې يې کولې.

ـ د سېپټمبر په نولسمه نېټه هندوستان د کېنېډا الزام رد کړو او دا يې بې منتقه وبللو. دواړو ملکونو د یو بل یو یو سفارتکار د ملک نه وویستلو. کېنېډې د هندوستان استخباراتی افسر وویستلو او هند د هغه هم منصب ملک بدر کړو.

ـ د سېپټمبر په ۲۰ نېټه هند خپلو وګړو ته د کېنېډې د سفر په مهال د محتاط اوسېدو خبرداری وکړو. امریکې، برطانيې او اسټرېلیا د هند او د کېنېډې په مسله د تشویش څرګندونه وکړه.

ـ د سېپټمبر په ۲۲ نېټه هندوستان د کېنېډا شهریانو دپاره نوي ويزې وځنډولې او کېنېډې ته يې وویل چې په هندوستان کې دې خپله سفارتي عمله کمه کړي.

ـ کېنېډې نه کیمیاوي سره درامد کوونکي هندي کمپنۍ د سېپټمبر په ۲۲ اعلان وکړو چې د دواړو ملکونو د شخړې باوجود به هند ته د سرې درامدات نه متاثر کېږي.

ـ د دواړو ملکونو د شخړې شروع کېدو نه پس هند ته د کېنډې د دالونو خرڅ کم شوی دی. هند د دالونو تر ټولو زیاته خریداري د کېنېډا نه کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

په پاکستان کې ګراني تر بل هر وخت زیاته شوې او 31 فيصده ته ختلې ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:52 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00