شاته

د صدر بایډن زوي د ټوپک په مقدمه کې په هغه لګول شوي تورونه و نه منل

د امریکې صدر جوبایډن زوي، هنټر بایډن، د نهې، سه شنبې، په ورځ په هغه لګول شوي د وفاقي حکومت الزامات و نه منل او د بې ګناهۍ اعتراف يې وکړو.

هنټر دې عدالتي تورونو سره مخامخ دی چې په کال ۲۰۱۸ کې د ټوپک اخیستلو دپاره په یو فارم کې يې دروغ ویلي وو چې څه قسمه نشه نه کوي.

هغه منلې ده چې په کوم وخت کې يې ټوپک اخیستلو نو په دغه مهال د کوکېن په نشه اخته و.

د هنټربایډن وکیلان وايي هغه د قانون څه خلاف ورزي نه ده کړې.

د اپیلونو یو عدالت موندلي چې د نشيي توکو په اخته خلکو د ټوپک ساتلو پابندي د سپریم کورټ د نوي معيار لاندې د ايين د دویمې مادې خلاف ورزي ده.

د هنټر بایډن وکیل اېب لوېل د نهې، سه شنبې، په ورځ په عدالت کې وویل اراده لري چې د هنټر خلاف مقدمې د ختمولو دپاره خواست وکړي، چې مقدمه دې د ايين په بنیاد خارج کړی شي.

د هنټر د بې ګناهۍ د اعتراف نه مخکې د هغه او حکومتي وکیلان دې مفاهمت ته رسېدلي وو چې هنټر به د جرم اعتراف وکړي او په بدل کې به ورسره په سزا کې نرمي وکړی شي چې د امریکې په قانون کې ورته پلي ډیل ويل کېږي.

خو اوس دغه پلي ډيل ناکامه شوی او د هنټر په کېس به مقدمه شروع کېږي.

د هنټر وکيلان وايي حکومتي وکیلان د ريپبلېکن پارټۍ د غړو د فشار لاندې راغلي چې ټینګار کوي د هنټر پلي ډیل خوږه نوړۍ وه.

اوس د هنټر بایډن د مقدمې په اړه خصوصي سرکاري وکیل ګمارل شوی دی چې د ختمېدو امکان يې نه لیدل کېږي. د هنټر په اړه د ټيکس په لړ کې څه نوی کيس نه دی درج شوی خو خصوصي وکیل په واشنګټن او کېلېفورنیا کې د هنټر په اړه د مقدمو د درج کېدو امکان څرګند کړی ځکه چې هغه په دغو ځایونو کې ژوند کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان تجارتي خساره کمه شوې خو اقتصاد پوهان څه نظر لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00