شاته

پوځ: په ټانک کې ۱۰ وسله وال وژل شوي دي

د پاکستان پوځ د ټانک ضلعې په پېزو سیمه کې د ۱۰ وسله والو د وژلو عوه کړې ده.

د پوځ مطبوعاتي ادارې ايي اېس پي ار د نهې، سه شنبې، په ورځ یو بیان کې وویل چې امنیتي ځواکونو په پيزو کې د وسله والو د موجودګۍ په اړه استخباراتي معلومات ترلاسه کړي وو او عملیات یې کول چې وسله والو پې ډزې شروع کړې.

پوځ وویل امنیتي ځواکونو سره د ډزو په تبادله کې ۱۰ وسله وال ووژل شوو.

د پوځ په بیان کې څه نه دي وېل شوي چې ایا په جګړه کې امنیتي ځواکونو ته څه نقصان رسېدلی دی او که نا؟

پوځ وویل وسله وال د امنیتي ځواکونو خلاف په ګڼ شمېر فعالیتونو کې او د ملکي خلکو نه په کلنګ اخیستلو کې ککړ وو.

ايي اېس پي ار وویل پوځ په عملیاتو کې په لویه پېمانه کې وسله، ګوله بارود او چاودېدونکی مواد ترلاسه کړل.

پوځ په ټانک کې د وسله والو د وژلو دعوه په داسې حال کې کړې چې په وروستیو ورځو د خېبرپښتونخوا په مختلفو برخو کې د تشدد په پېښو کې اضافه ليدل کېږي او کالعدم تحریک طالبان پاکستان د یو شمېر حملو مسولیت په غاړه اخیستی دی.

پاکستاني امنیتي ځواکونه او وسله وال وخت په وخت یو بل ته د زیان رسوولو بیانونه ورکوي خو په ازاده توګه يې تصدیق اکثر ممکن نه وي.

په ټانک کې د پوځ د عملیاتو په اړه ايي اېس پي ار وویول مقامي خلکو د اپرېشن ستاینه وکړه او دا چې امنیتي ځواکونه عزم لري چې د ملک نه ترهګري ختمه کړي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د پاکستان تجارتي خساره کمه شوې خو اقتصاد پوهان څه نظر لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:29 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00