یو شمېر افغان حاجیان: حکومت دې زموږ حق خوندي وساتي
دوی د سعودي عربستان تر دې اعلان وروسته چې د کرونا ویروس له امله د حج مراسم یوازې د هغه هېواد په وګړو پورې به محدود وي، خواشیني دي.
د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا ویروس واکسین به ډېر وخت ونیسي چې ټولو ته ورسېږي
نړیوالو ته به چې د کرونا ویروس اندېښنه ورځ تر بلې جدي کېږي، د دې ویروس د واکسین تولید او عرضه یو زېری وي.
افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۱۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د عامې روغتیا وزارت وايي، که څه هم افغانستان اوسمهال په کرونا ویروس د اخته کېدونکو کسانو د شمېرو د ګراف له مخې، مخ پر لوړ روان دی، خو که خلک د روغتیا پالانو لارښوونو ته پام وکړي، کېدای شي 'کوویډ-۱۹' ناروغي کنټرول شي.
د قرنطین پر مهال د واټونو پر سر د افغان زده کونکو بوختیاوو اندېښنې راپارولي
د قرنطین پر مهال د واټونو پر سر د توکو پلور ته د افغان زده کونکو مخه کولو، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنې راپارولي.
عامې روغتیا وزارت: د وینې له پلازما څخه د ګټنې په هدف څېړنې پیل شوي
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دغه هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د 'کوويډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د وینې له پلازما څخه د استفادې په هدف څېړنې پیل کړي.
برازیل کې د کرونا ویروس له کبله د مړیو شمېر ۵۰۰۰۰ ته ورسېد
برازیل په سویلي امریکا کې لومړنی هېواد دی چې د کرونا ویروس له کبله په کې د مړینو شمېر ۵۰ زرو ته رسېږي او تر یو میلیون زیات کسان په کې په دې وبا اخته شوي دي.
پوتین سره لیدل له میکروب ضد دروازې تیریدل غواړي
د روسیې د ولسمشر ویلادیمیر پوتین د اوسیدو په ځای کې د میکروب ضد دروازه لګېدلې او څوک چې د نوموړي لیدو ته راځي باید له دې وره تېر شي. دروازه په اتومات ډول په تیریدونکو کسانو د میکروب ضد مواد پاشي، خو تر اوسه روښانه نه ده چې دا چاره مؤثره ده کنه.
'کرونا ویروس سره مبارزه کوونکو روغتیايي کارکوونکو ته معاشونه نهدي ورکړل شوي'
د دوی یو شمېر ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې له دوه یا درې میاشتو راپدېخوا یې تنخواګانې نهدي اخیستي او له اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
ملګري ملتونه: کرونا ویروس افغان سولې، اقتصاد او روغتیا ته ګواښ پېښ کړی
د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې پتیلې چې د کرونا ویروس وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې لپاره پر روانو هڅو او د روغتیا سکټور ته ګواښ پېښ کړی دی.
افغانستان کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۲۸۰۰۰ ته رسېدلی
د افغانستان روغتیا وزارت وايي په افغانستان کې په کرونا ویروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۲۸زرو ته نږدې شوی دی.
بدني روزنې ریاست: د کرونا ویروس خپرېدو سپورټي برخه زیانمنه کړې
د افغانستان د بدني روزنې ریاست وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د سپورتي نړۍ سره اړوند ټول لوبغاړي اړ شوي چې په کورو کې پاته شي او له همدې کبله لوبې زیانمنې شوي.
روغتیا وزارت: افغانستان کې د کویډ-۱۹پېښې تر دوو میاشتو زیاتوالی مومي
د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وايي، تر راتلونکو دوه میاشتو به د هېواد په کچه د کویډ-۱۹ ناروغۍ زیاتوالی دوام ولري او له هغې وروسته به د دغه ویروس په شدت کې کموالی راشي.
امریکا: ځینو سیمو کې د لګول شویو بندیزونو د نرمولو پر دوهم پړاو غور کېږي
سره له دې چې د امریکا په یو شمېر سویلي ایالتونو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې د زیاتېدو په حال کې دي، د دې هېواد په شمال ختیځ ایالت نیویارک ایالت د کرونا ویروس د لا خپرېدو د مخنیوي لپاره د لګول شوو بندیزونو د نرمولو پر دوهم پړاو غور کېږي.
روغتیايي مسئولین: د ارزګان هر کور کې د کرونا ویروس مثبته پېښه شته
روغتیايي مسئولین خبرداری ورکوي چې که د ارزګان اوسېدونکي د یاد ویروس په وړاندې په روغتیايي لارښوونو عمل ونه کړي نو په دې ولایت کې به انساني ناورین رامنځته شي.
پاکستان کې کرونا ویروس تر اوسه له ۳۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي
په پاکستان کې حکومتي چارواکي وايي، په دې هېواد کې کرونا ویروس ورځ تر بلې په چټکۍ خپرېږي او دې وېروس تر دې دمه لکونه کسان اغېزمن او تر ۳ زرو زیات مړه کړي دي.