د روغتیا وزارت تازه اقدام؛ خصوصي روغتونونه کولای شي د کرونا تشخیص او درملنه وکړي
په ورته وخت کې د روغتیا نړیوال سازمان وایي تر دا مهالهیې افغانستان ته ۶،۵ میلیونه ډالرو په لګښت روغتیایي تجهیزات برابر کړي چې تر راتلونکو څو ورځو به د دې لګښت کچه تر ۷۰ میلیونه ورسوي.
د کرونا ویروس په اړه له انلاین شرکتونو د اروپايي ټولنې غوښتنه
په دې سند کې ویل شوي چې روسیه او چین د ډیموکراتیکو بحثونو د کمزورۍ هڅې کوي او غواړي چې ټولنیزو اختلافاتو ته لمن ووهي، بل لور ته د 'کووېډ-۱۹' په ارتباط خپل ښه تصور نورو ته وړاندې کوي.
د جګړې ډګر ته د یو شمېر خوشې شویو طالب بندیانو د بېرته ستنېدو په اړه اندېښنې
فرانس پرس خبري اژانس د طالبانو د یوه خوشې شوي زنداني محمد داوود خبرې را اخیستي، ۲۸ کلن داوود ویلي، که امریکایي ځواکونه له افغانستانه ونهوځي، جګړې ته به دوام ورکړي.
الیټا ملیر: ملګري ملتونه به د سولې پر مهال او وروسته د افغان ښځو ملاتړ کوي
په افغانستان کې د ښځو په چارو کې د ملګرو ملتونو ادارې رییسه وايي: د سولې د هر ډول توافق په صورت کې به ملګري ملتونه د افغان ښځو ملاتړ ته دوام ورکړي. له الیټا میلر سره ملالۍ بشير مرکه کړې ده. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
څېرې- له عالیه رسولي سره خبرې
ملالۍ بشیر په څېرې پروګرام کې له افغان فعالې عالیه رسولي سره خبرې کړې.
د جګړې تازه څپه؛ افغانستان کې د ملکیانو د مرګژوبلې د زیاتوالي په اړه اندېښنه
په ملي او نړیواله سطحه د اوربند د غوښتنې سره سره په افغانستان کې تاوتریخوالی دوام لري او تر ډېره له ملکیانو قرباني اخلي.
کابل کې د اکسيجن پلورلو ګرم بازار
يو شمېر کابل ښاريان چې خپلو ناروغانو ته د اکسيجن اخيستلو لپاره ښار ته راغلي په دولتي روغتونونو کې د اکسیجن له کموالي شکایت کوي. پلورونکي يې وايي، د کرونا ويروس په ډېرېدو سره د اکسيجن ډبو په قيمتونو کې درې برابره لوړوالی راغلی. شفيع کريمي يې په اړه دا راپور چمتو کړی.
مشهور افغان شاعر حیدري وجودي وفات شو
د افغانستان نامتو شاعر، مولانا پېژندونکی او لیکوال حیدري وجودي نن په کورونا وایرس د ۸۱ کلونو په عمر په حق ورسېد. وجودي له کلونو راهیسې د مثنوي لوستلو د بانډارونو په جوړولو د ادب، عرفان او د مولانا د شعرونو مینه والو ته زده کړه ورکوله. تېر کال هیلۍ اسد په یوه راپور کې د دغه عارف ژوند انځور کړی و.
د افغانستان عامې روغتیا وزارت حکیم الکوزی عدلي او قضایي ارګانونو ته معرفي کوي
خو د حکیم الکوزي په مشرۍ د کرونا پر وړاندې د مبارزې افغان بنسټ وایي چې د ولسي جرګې د شکایتونو کمېسیون د غوښتنې پر بنسټيې د راتلونکې یکشنبې تر ورځې پورې خپل فعالیتونه ځنډولي دي.
امریکايي متخصص: کرونا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو خطرناکه ساري ناروغي ده
ډاکتر فاوچي ویلي دغه تنفسي ناروغۍ د انتقال او وژنې داسې وړتیا لري چې دی یې د راتلونکې بد خوبونه ویني.
عامې روغتیا وزارت: د کرونا ويروس د ټېسټونو ترسره کول راکم شوي
د افغانستان د عامې روغیتا وزارت مرستیال وحید مجروح د سه شنې په ورځ په کابل یوې خبرې ناستې د ازادي راډیو د خبریال د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، په هېواد کې د کرونا ویروس د ټیسټ اخېستلو ظرفیت نه دی کم شوی خو نوموړي تايید کړه چې په دې ورستیو کې د تېسټونو ترسره کول کم شوي دي.
په ځینو هېوادونو کې د لګول شویو محدویتونو نرمېدو لړۍ
د روسیې حکومت تازه د مسکو ښار د قرنطین حکم لغو کړ او پر سرحدونو بندیزونه یې هم نرم کړي دي.
نړۍ کې پر ټولنیزو رسنیو د کرونا ویروس څرنګوالي په اړه ناسم معلومات خپاره شوي
په امریکا کې د یوه پوهنتون څېړونکو پر دې غور کړی چې څنګه دا ډول کیسې پلورل شوي، د دې کارونو تر شا څوک دي او حقیقت څه دی؟
نړۍ کې خپرېدونکی کرونا ویروس؛ 'د نړۍ اقتصاد به شااوخوا ۵،۲ سلنه رکود وکړي'
د نړیوال بانک د نړیوالې اقتصادي وړاندوینې راپور د جون میاشتې په اتمه نېته د دوشنبې په ورځ خپور شو. د دې راپور له مخې به روان کال نړیوال اقتصاد ۵،۲ فیصده رکود وکړي. دا له دوهمې نړیوالې جګړې راهیسې دوهم پراخ اقتصادي رکود دی چې هغه مهال ۱۳،۸ فیصده ثبت شوی وو.
'د لګول شویو محدودیتونو دوام د بلخ اقتصاد بحران سره مخ کړی'
د بلخ عام روغتیا مشر ناظم الدین جلیل ازادي راډیو ته ووېل چې کرونا ویروس په مزارشریف کې په ډېرې چټکۍ سره د خپرېدو په حال کې دی او تر دې دمه سلګونه کسان د عامې روغتیا سپارښتنو ته د نه پاملرنې له امله پرې اخته شوي دي.