کابل کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو څو چنده زیاتېدل او د خلکو بې پروايي
په کابل کې د واټو د سر پلورونکي وايي، بېوسۍ او ولږې اړ کړي چې په کور کې د پاتې کېدو پر ځای د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره بازار ته را ووځي.
نیویارک کې نن ځینې سوداګرۍ بېرته پرانیستل کېږي
نیویارک ښار چې په امریکا متحده ایالاتو کې تر ټولو ډېر کرونا ویروس ځپلی وو ، په پام کې لري نن د جون اتمه نېټه ځینې سوداګرۍ بېرته پرانېزي.
عامې روغتیا وزارت: کرونا ویروس افغانستان له بحران سره مخ کړی
په افغانستان کې تر نن یکشنبې پورې په کرونا د اخته شویو کسانو رسمي شمېر له ۲۰ زرو واوښت، خو اندېښنې دادي چې ممکن یوازې کابل ښار کې تر یو میلیون پورې کسان پر دغې ناروغۍ اخته وي.
۸۰ کلن افغان کرونا ویروس ته څه ډول ماتې ورکړه؟
په شمالي ولایت بغلان کې د کرونا له ویروسه د یو رغېدلي اتیا کلن افغان تجربه ښيي چې د عمر خوړلو لپاره له دې ناروغۍ د جوړېدو امکان هم زیات دي.
افغانستان کې د کرونا مريضانو مړينه پټه ساتل کېږي، خو ولې؟
کابل کې يو شمېر کم خلک دې ته حاضر دي چې د کرونا ويروس له امله مړي شوي کسان په عام محضر کې خاورو ته وسپاري، خو ډېری نور هغهيې بيا نهغواړي حتی څوک پرې خبر شي. د عامې روغتيا وزارت مسؤلين وايي چې د دا ډول پېښو پټ ساتل د نورو وګړو ژوند لپاره ګواښ دی. شفيع کريمي يې په اړه دا راپور چمتو کړی.
ولسي جرګه: حکومت د کرونا سره د مبارزې په برخه زمونږ طرحه بابیزه ګڼلې
د ولسي جرګې د روغتیا کمېسیون د کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره خپله طرحه د عامې روغتیا وزارت سره شریکه کړې.
هند کې په یوه ورځ ۹۸۸۷ کسان په کرونا ویروس اخته شوي
هند په یوه ورځ کې د کرونا ویروس تر ټولو لویه شمېره ثبت کړه، چې په دې سره د کرونا ناروغانو د شمېر له اړخه تر ایټالیا مخکي شو.
افغانستان کې لګیدلي محدویتونه تر دریو میاشتو وغځېدل
افغان چارواکي وايي، دغه هېواد په کرونا ویروس د ککړتیا تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلی دی.
د ماسک تړلو په اړه د روغتیا نړیوال سازمان نوې سپارښتنې
د روغتیا نړیوال سازمان د ماسک د تړلو په برخه کې خپله مخکنۍ لارښوونه بدله کړې ده او اوس یې له خلکو غوښتې دي چې په هغو سیمو کې چې کرونا ویروس خپور شوی دی او خلک له یوه بل سره د فاصلې د مراعاتولو په برخه کې مشکل لري ماسک دې وتړي.
پیوستون او یووالی، په امریکا کې د تاوتریخجنو مظاهرو بله څېره
ّپه امریکا کې ځینې مظاهرې په تاوتریخوالي اوښتي، خو د مظاهرو بله څېره د مظاهره چیانو او پولیسو پرمنځ پیوستون او یووالی ښيي. مظاهرې د یوه سپین پوستي پولیس په توقیف کې د یوه تورپوستي تر مړینې وروسته پیل شوې. مظاهره چیان د هغه څه پرضد سړکونو ته راوتلي چې دوی یې په ټولنه کې «سیسټماتیک تبعیض» ګڼي.
له بې وزلۍ او جنسي تاوتریخوالي سره د کورونا ویروس تړاو
پر دې موضوع ملالۍ بشير د ملګرو ملتوونو له خوا د ختيځو ولایتونو لپاره د ځوانانو له استازې مقدسې احمدزۍ سره خبرې کړې. مقدسه احمدزۍ په ننګرهار ولایت کې یو خیریه بنسټ هم لري چې له خلکو سره مرستې کوي. بشپړه مرکه دلته وګورئ.
کرونا ویروس په امریکا کې د موږکانو چلند بدل کړی
د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو د مخنیوي او وقایې مرکز خبرداری ورکړ چې له دوو میاشتو ډېر وخت وشو چې په دغه هېواد کې د موږکانو په چلند کې بدلون راغلی دی.
په پاکستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېره تر چین واوښته
په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس د څه باندې ۴،۸۰۰ نویو مثبتونو پېښو خبر ورکړل شوی دی.
کابل کې د خصوصي ښوونځیو د یو شمېر ښوونکو اعتراض
په کابل ښار کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو ښوونکې د قرنطین په ورځو کې د امتیازاتو د نه لرلو له امله شکایتونه لري.
د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو هڅې تر کومه رسېدلي؟
اوسمهال که د نړۍ له روغتیايي ادارو وپوښتل شي چې تر ټولو زیات څه ته اړتیا لري، ښایي ووايي د کرونا ویروس پر ضد واکسین.