شاته

هند کې په یوه ورځ ۹۸۸۷ کسان په کرونا ویروس اخته شوي

هند په یوه ورځ کې د کرونا ویروس تر ټولو لویه شمېره ثبت کړه، چې په دې سره د کرونا ناروغانو د شمېر له اړخه تر ایټالیا مخکي شو.

هند د شنبه په ورځ راپور ورکړی چې په دې هېواد کې په یوه ورځ ۹۸۸۷ تنه تازه په کرونا ویروس اخته شوي دي.

په دې سره هند تر ایټالیا چې د کرونا ویروس د ډېرو ځپل شویو هېوادونو په شپږم کتار کې راځي، مخکي شو.

په هند کې اوس په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر تر ۲۳۶ زرو ډېر شوی دی.

د رویترز خبري آژانس راپور ښیې چې اوس هند تر امریکا متحده ایالاتو ،برازیل، روسیې، بریتانیا او هسپانیا وروسته دی.

دغه راز په هند کې د کرونا ناروغۍ څخه د مړه شویو شمېره ۶۶۴۲ تنه ښودل شوی دی او دا په نورو یادو هېوادونو کې د کرونا د مړو په مقایسه لږ دي.

په هند کې داسي مهال په وه ورځ د کرونا ویروس تر ټولو لوی شمېر ثبت شو چې تمه ده دوې ورځي وروسته دغه هېواد لګول شوي محدودیتونه راکم او لویې پلورنځۍ، رستورانتونه او عبادت ځایونه ېې پرانېزي.

د هند د صدراعظم نریندرا مودي حکومت د کرونا وبا له کبله د اقتصادي زیان د راکمولو لپاره د دې هېواد میلیونونو خلکو ته اجازه ورکوي چې کارونه بېرته پرانېزي.

د هند د صدراعظم نریندرا مودي
د هند د صدراعظم نریندرا مودي

په دې هېواد کې پر ۱،۳ میلیارده وګړو باندي په مارچ میاشتې کې محدودیتونه ولګېدل.

حکومت وایې دغو محدودیتونو د کرونا ویروس د خپراوي په مخنیوي کې ډېره مرسته کړې ده.

تمه دا بندیزونه د دوشنبه په ورځ کم شي خو متخصصین وېره لري او وایې د دې اقدام لپاره دا نېټه ژر ده.

ګیریدهر آر رابو د هند د عامې روغتیا د موسسې یو روغتیایې متخصص دی.

نوموړي په ځانګړي ډول د مذهبي ځایونو بیا پرانیستل تر پوښتنې لاندې راوستي دي او پر ټویټر یې لیکلي: "موږ کولی شو د یوې مودې لپاره د مذهبي ځایونو له پرانیستلو پرته ژوند او پرمختګ ته دوام ورکړو."

کنسرتونه، سپورټي لوبي او سیاسي غونډې لا هم منع دي.

د روغتیا نړیوال سازمان ډبلو اچ او د جمعې په ورځ ناوخته ویلي وو چې په هند کې ګرځبندیز د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي سره مرسته کړې خو وایې په دې هېواد کې د ویروس د بیا راپورته کېدو خطر شته.

د روغتیا د نړیوال سازمان د بېړنیو پروګرامونو مسئول مایک راین په ژنیو کې یوې خبري غونډي ته ویلي، دا چې هند او نور لوی هېوادونه محدودیتونه کم او خلک یې تګ راتګ کوي، نو تل دا خطر شته چې دغه ناروغي بیا شدیده شي.