شاته

‎کابل کې د خصوصي ښوونځیو د یو شمېر ښوونکو اعتراض

په کابل ښار کې د یو شمېر خصوصي ښوونځیو ښوونکي د قرنطین په ورځو کې د امتیازاتو د نه‌لرلو له امله شکایتونه لري.

‎دوی په کابل د پنجشنبې په ورځ په یوه اعتراضیه ناسته کې وویل چې له ۵ میاشتو راپه دې خوا يې هېڅ تنخوا نه‌ده ترلاسه کړې او له دې امله له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

‎د یو خصوصي ښوونځي ښوونکی عصمت‌الله محشر ازادي را‌‌‌‌‌‌ډیو ته وویل: "د دې ترڅنګ چې له زده‌کوونکو سلنه اخیستل کېږي، زموږ غوښتنه دا ده چې په هغه صورت کې چې له زده‌کوونکو تر ۵۰ یا ۶۰ سلنه فیصدي اخیستل کېږي د ښوونکو تنخواګانې دې هم له همدې قیصدي ورکړي."

‎د هغه په خبره د ۱۳۹۸ له قوس میاشتې راپه دې خوا یې هېڅ تنخوا نه‌ده اخیستې.

‎دغو ښوونکو د یوې اعلامیې په ترڅ کې د خپلو حقوقو لکه ترفیع، تقاعد، د ښوونکو د صندوق او کوپراتیف غوښتونکي شول.

‎دوی وایي حکومت باید په دې برخه کې بودجه ځانګړې کړي تر څو دوی له اقتصادي ستونزو خلاص شي.

‎له دې سره د افغانستان د پوهنې وزارت وایي دا ښوونکي قرارداديان دي نو له دې امله ورته د یاد وزارت له لوري معاشونه نه ورکول کېږي.

د افغان ښوونځیو انجونې
د افغان ښوونځیو انجونې

د پوهنې وزارت سلاکار دستګیر منیر وایي چې دوی وړاندې هم د خصوصي موسسو په مقرره کې یوه طرحه درلودله چې په میاشتني ‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌‌ډول د یوې برخې فیصدي له ورکولو سره به دغه ښوونکي یوې دستګاه ته به شامل شي چې په راتلونکي کې به له تقاعد هم برخمن شي.

‎هغه وویل: "د دغو ښوونکو ‌‌‌‌‌‌ډېری کسان یې خپله حاضر نه‌دي چې د تقاعد لپاره د خپلو معاشونو یو برخه ورکړي، خو په نور برخو کې لکه د ځمکو د وېش او د ښوونکو د پور ورکولو په برخه کې بیا موږ یوه نوې مقرره باندې کار پیل کړی دی."

‎د ښاغلي منیر په خبره د خصوصي موسساتو په همکارۍ یې یو لارښود برابر کړی او ولسمشرۍ ماڼۍ ته یې استولې، خو تر دې دمه یې له جمهوري ریاست په دې اړه ځواب نه‌دی تر لاسه کړی.

‎دا په داسې ده چې د ۱۳۹۹ کال له پیل نه په هېواد کې ټول ښوونیز بنسټونه د ښوونځیو او پوهنتونونه تعطیل شوي دي او د دغو بنسټونو ‌‌‌‌‌‌ډېریو کاکوونکو خپلې تنخواګانې نه‌دي تر لاسه کړي.

ارشیف
ارشیف

د پوهنې وزارت وایي چې له عامې روغتیا وزارت سره یې په مشوره د ښوونځیو د بېرته پیلېدو د طرحې پر جوړېدو خبرې رواني دي خو تر دې دمه پرې هوکړه نه‌ده شوې.