امرالله صالح: افغانستان د کرونا ویروس د خپرېدو اوج ته د تلو په حال کې دی
په داسې حال کې چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۶ زره زیات شو په دې هېواد کې اندېښنې مخ پر زیاتېدو شوې.
عامې روغتيا وزارت ته د حکيم الکوزي د همکارانو ګواښ
حکيم الکوزی چې تازهيې د کرونا ضد درملو جوړولو ادعا کړې هوډ لري چې د عامې وزرات جواز پرته دا درمل په ټول افغانستان کې ووېشي. خو عامې روغتيا وزارت چې د نومړي فعاليتيې درولی وایي چې هېچا ته به اجازه ورنهکړي چې په خپل سر درمل په خلکو ووېشي. شفیع کريمي دا راپور چمتو کړی.
نړۍ کې داسې هېواد چې له کرونا ویروس پاکېږي، ایا امکان لري؟
د مونتهنګرو صدراعظم دوسکو مارکوویچ 'Dusko Markovic' د مې پر ۲۵مه اعلان وکړ چې په دې نېټه په هغه هېواد کې د کرونا ویروس هېڅ مثبته پېښه نهده ثبت شوې.
روسیه د کرونا ویروس له امله لګیدلي محدویتونه راکموي
د روسیې ولسمشر اعلان کړی چې په دې هېواد کې د کرونا ویروس اوج نور ختم شوی دی، خو دا محدودیتونه په احتیاط راکمېږي.
افغانستان کې د یوه حکیم له لوري 'د کرونا ضد درملو' جوړول لانجمن شو
په کرونا ویروس اخته کسان یا د ناروغانو د کورنۍ لسګونه غړي سره له دې چې د عامې روغتیا وزارت منع کړي و د حکیم الکوزي په لاس د جوړو شویو درملو د ترلاسه کولو لپاره انتظار ایست.
قبرس ته وړیا سفر، خو که دغه هېواد کې په کرونا اخته شوی
اروپایي هېوادونه هڅه کوي چې سږ کال اوړي کې د ګرځندوی صنعت بیرته په پښو ودروي. کرونا ویروس دغه صنعت چې د اروپایي ټولنې سل سلنه اقتصاد پرې ولاړ دی، سخت ځپلی دی. هېوادونو بېلابیلې تګلارې او تشویقي برنامې د ګرځندوی بیا ژوندي کېدو ته پام کې نیولي. نور په دې ویډیو کې وګوری.
روغتیا وزارت: که د حکیم الکوزي ادعا ثابته شي درمل بهیې نړۍ ته ولېږدوو
خو دا وزارت له خلکو غواړي تر هغه وخته چې د دغه طبیب جوړه شوې دوا څېړل کېږي خلک دې ورڅخه ګټه نهاخلي.
افغانستان کې زیاتېدونکی کرونا ویروس؛ کاري وخت په طاق او جفتو ورځو ووېشل شو
تازه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ویروس ۶۸۰ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
مصر کې افغان محصلان: قرنطین له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي یو
دغلته د افغان محصلانو استازی دلاور پتیال وایي، نږدې ۶۰۰ ملګري یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او افغانستان ته د تګ لارې پرې بندې دي.
افغانستان کې کرونا ویروس تېره یوه میاشت شپږ برابره زیات شوی
د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحیدالله مجروح د شنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۰» رسنیو ته په استولي پیغام کې ويلي، که له دې ویروس سره جدي مبارزه ونهشي په هر کور په کور به خلک پرې اخته شي.
د پخې ډوډۍ د وېش پروسه ودرېده
په کابل او ولایتونو کې د حکومت د پخې ډوډۍ وېش پروسه چې یوه میاشت مخکې پیل شوې وه، ودرېده. د ولسمشر لومړي مرستيال د مطبوعاتو او عامه اړيکو مشر رضوان مراد وایي چې حکومت غواړي د خوراکي توکو یوه بله لړۍ پیل کړي. بلخوا یو شمېر کارګر پر حکومت نیوکه کوي چې قرنطین غځوي، خو د دوی اولادونه له لوږې مري.
'ایاسای' د وسلهوالو موندونکې ټکنالوژي د کرونا ناروغانو د موندلو لپاره کاروي
د فرانسې د خبري اژانس په وینا، د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد د استخباراتو له ادارې یې غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې مرسته ورسره وکړي.
د کرونا ضد واکسین لپاره هڅو څومره پرمختګ کړی؟
په څلورو لویو وچو کې څېړونکي هڅه کوي چې د کرونا وایروس یا کوویډـ۱۹ ناروغۍ په وړاندې درمل یا هم واکسین جوړ کړي. ساینسپوهان لا هم ثابته کړې نه ده، چې کوم درمل یا واکسین دې انسان له کرونا خوندي کړي. نور په دې ویډيويي راپور کې
د کابل والي: ګرځبندیز غځېدلی، خو محدودیتونه کم شوي
کابل والي محمد یعقوب حیدري وايي د کرونا ويروس د لا خپرېدو د مخنيوي په هدف د محدودیتونو د کمېدو طرحې پر بنسټ چې د کابینې لهخوا تصویب شوې، محدودیتونه نرم شوي دي.
ګودر ته له څه وخت نه د خلکو پام شو؟
دا پروګرام د ازادي راډیو خبریاله فرشته مرسل جوړوي.