شاته

روغتیا وزارت: که د حکیم الکوزي ادعا ثابته شي درمل به‌یې نړۍ ته ولېږدوو

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي که د حکیم الکوزي هغه ادعا چې د کرونا ویروس ضد درمل‌یې کشف کړي درسته ثابته شي نو دا درمل به ټول جهان ته ولېږدول شي.

خو دا وزارت له خلکو غواړي تر هغه وخته چې د دغه طبیب جوړه شوې دوا څېړل کېږي خلک دې ورڅخه ګټه نه‌اخلي.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت پرون هغه کلینیک چې ویل کېدل هلته حکیم الکوزي د کرونا ویروس ضد درمل وېشل، وتاړه، خو د دې وزارت د روغتیایي خدمتونو د مرستیال په وینا چې یاد کلینیک یو ځل بیا فعالیت پیل کړی دی.

وحید مجروح د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۹ کال د غبرګولي ۱۱» کابل کې یوې خبري غونډه کې وویل: "پرون د عامې روغتیا وزارت لاس په کار شو، پلاوی مو ولېږه او پرېکړه وشوه چې کلینیک وتړل شي، خو له بده مرغه کلینیک بېرته پرانیستل شو. زه مخکې له دې چې طبیب ملامت کړم، خپل زرګونه وطنوال ملامتوم چې د داسې دوا غوښتونکي دي چې تر اوسه‌یې تثبیت لپاره معتبر سند نه‌شته."

حکیم الکوزی چې ځان یوناني طبیب معرفي کوي دې وروستیو کې یې ادعا کړې چې د کرونا ویروس واکسین‌یې جوړ کړی دی.

هغه څه چې تر دې دمه‌یې د کرونا ویروس واکسین په نوم په سلګونو کسانو باندې څکلي دي. دا د اوبو هغه څاڅکي دي چې تر اوسه د روغتیا وزارت له‌خوا نه‌دي تأیید شوي.

که څه هم ځیني ډاکتران د درمل چوړولو دا ادعا د علمي مدارکو څخه تش یادوي، خو الکوزی او هغه خلک چې دا دارو یې کارولې ادعا کوي چې د دې دوا څکلو وروسته روغ شوي دي.

دا ادعا په داسې حال کې کېږي چې د نړۍ یو هېواد هم د کرونا ویروس واکسین بازار ته نه‌دی وړاندې کړی. تر اوسه د کرونا ویروس واکسین جوړېدو لپاره ټولې هڅې د امتحان کولو تر کچې پورې دي.

له دې ټولو سره د افغانستان عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح وایي وزارت هڅه کوي چې د حکیم الکوزي له‌خوا جوړ شوي درمل لابراتورونو کې وازمایي.

په داسې حال کې چې طبیب ادعا سمه ثابته شي، د هغه دوا به د روغتیا نړیوال سازمان سره په مشورې په نړیوال لابراتورونو کې وڅېړل شي.

ښاغلی مجروح وايي: "د طبیعت دا محصولات به لابراتوار کې ټسټ شي، که دلته ګټور و له نړیوال روغتیایي سازمان سره به مشوره وکړو ترڅو په نړیواله کچه وازمایل شي، که دارو معتبر و د عامې روغتیا وزارت به دا درمل ټولې نړۍ ته ولېږدوي."

د عامې روغتیا وزارت وایي د دې درملو له څېړلو مخکې باید خلک ورڅخه ګټه پورته نه‌کړي، هغه د دې محصول د پراخېدو مخنیوي لپاره له رسنیو او امنیتي ځواکونو د مرستې غوښتنه وکړه.