شاته

'ای‌اس‌ای' د وسله‌والو موندونکې ټکنالوژي د کرونا ناروغانو د موندلو لپاره کاروي

د پاکستان د استخباراتو اداره (ای‌اس‌ای) د څارنې هغه ټکنالوژي چې د وسله‌والو د موقعیت د موندلو لپاره کار ورڅخه اخیستل کېږي، په کرونا ویروس د اخته کسانو او د هغو خلکو چې له ناروغانو سره په تماس کې شوي، د پيدا کولو لپاره کار اخلي.

د فرانسې د خبري اژانس په وینا، د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هېواد د استخباراتو له ادارې یې غوښتنه وکړه چې د کرونا ویروس پر ضد په مبارزه کې مرسته ورسره وکړي.

په کرونا ویروس د اخته کسانو د موندلو لپاره د 'ای‌اس‌ای' د دې پروګرام جزئیات نه‌دي څرګند شوي، خو دوو لوړ رتبه پاکستاني چارواکو ویلي چې د استخباراتو اداره د ټیلیفونونو د څارنې او د جغرافیايي موقعیت د معلومولو له ځانګړې ټکنالوژۍ کار اخلي چې په عادي حالاتو کې د ډېرو مهمو کورنیو او بهرنیو وسله‌والو د موندلو او نیولو لپاره کار ورڅخه اخیستل کېږي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

په پاکستان کې د کرونا ویروس په چټکۍ د خپرېدو په حال کې دی. په پاکستان کې د کرونا ویروس په اړه د خلکو د معلوماتو کموالی او په ټولنه کې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ په اړه د ناسمو انګېرنو له کبله ډېر هغه کسان چې حتی د ناروغۍ علایم په‌کې څرګند دي، روغتونونو ته له تګه ډډه کوي.

په همدې حال کې، هغه کسان چې د 'کووېډ-۱۹' له ناروغانو سره په تماس کې شوي، د قرنطین شرایط نه‌مراعتوي او حتی یو شمېر کسان له روغتونونو تښتېدلي دي.

یوه لوړ رتبه امنیتي چارواکي، د خپل هویت د پټ پاتې کېدو په شرط فرانس پرس ته ویلي چې د استخباراتو اداره اوس‌مهال په مؤثر ډول په کرونا ویروس د اخته کسانو د موندلو لپاره کار اخلي.

دې چارواکي ویلي چې د پاکستان حکومت بریالی شوی چې حتی هغه کسان چې په کرونا ویروس اخته پېژندل شوي او بیا پټ شوي وو، پیدا کړي.

د جیوفینسنګ په نوم پرمختللي سیستم داسې کار کوي چې کله یو مشکوک وګړی له یوه ځانګړي جغرافیايي موقعیت څخه وځي، چارواکو ته‌یې په اړه معلومات استوي او په دې ډول په هغو سیمو کې چې قرنطین دي، ډېر مشکوک کسان په نښه کړي دي.

پاکستان کې اختر ته نږدې ورځو کې ښار ته راوتلي خلک
پاکستان کې اختر ته نږدې ورځو کې ښار ته راوتلي خلک

چارواکي همداراز د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو ټیلیفوني مکالمې اوري تر څو معلومه کړي چې هغه کسان چې په 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ اخته شوي له هغو خلکو سره چې ورسره په تماس کې شوي، څه وايي او ایا هغه کسان هم د ناروغۍ علامې څرګندوي که نه.

د پاکستان صدراعظم، عمران خان د دې پروګرام ستاینه کړې او ویلي یې دي چې د استخباراتو د ادارې دا پروګرام په اساس کې د ترورېزم پر ضد کارول کېده او اوس‌مهال له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره کار ورڅخه اخیستل کېږي.

په پاکستان کې تر ۶۰ زره پورې وګړي په کرونا ویروس اخته شوي او تر ۱،۲۰۰ زیات وګړي چې په کرونا ویروس اخته شوي وو، مړه شوي دي، خو چارواکي له دې کبله اندېښنه لري چې د کرونا ویروس کمې ازموینې شوي، نو ښايي په دې خطرناک ویروس د اخته وګړو حقیقي شمېر تر دې ډېر زیات وي.