شاته

کرونا ویروس په امریکا کې د موږکانو چلند بدل کړی

د نړۍ تر بل هر هېواد د امریکا متحده ایالاتو کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر زیات دی، په امریکا کې د کرونا مثبتې پېښې تر یو میلیون او نهه لکه اوښتې دي.

کرونا ویروس له لویه سره په متحده ایالاتو کې عجیب اثرات پرېښي دي، ګارډین ورځپاڼه لیکي چې د کرونا له امله موږکان خپلې غوښې خوري.

د امریکا د متحده ایالاتو د ناروغیو د مخنیوي او وقایې مرکز خبرداری ورکړ چې له دوو میاشتو ډېر وخت وشو چې په دغه هېواد کې د موږکانو په چلند کې بدلون راغلی دی.

د دې مرکز په باور دا تغییر د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي د هڅو له امله رامنځته شوی دی، خلک په ښارونو کې نه‌ګرځي، نو پر موږکانو خوراکي مواد کم شوي دي.

د بریتانیا په ګارډین ورځپاڼه کې لیکوال ایدوارډ هیمور لیکي چې د تېرې میاشتې په ترڅ کې د ده ورپام شوی چې موږکان په ډېرانونو کې څه نه پیدا کوي، نو خپل بچي خوري.

اوس موږکان نه‌وېرېږي.
اوس موږکان نه‌وېرېږي.

د ګارډین په مطلب کې راغلي چې په هغو ځایونو کې چې پخوا به ډېر بیروبار و، موږکان به زیات وو او په هماغسې ځایونو کې موږکان ډېر وحشي شوې دي. په دې ترڅ کې نیویارک ته اشاره شوې ده چې هلته موږکان خپل بچي او د نورو موږکانو غوښې خوري.

په نیو اورلینز کې هم د سړک د غاړې په کمرو کې چې کتل شوي د موږکانو په چلند کې بدلون راغلی دی.

د ګرځندویانو لارښود چارلس مارسیلا 'سي‌بي‌اېس' ټلوېزیون ته وویل چې زه د بوربن سړک په کونج کې تېرېدم، هلته مې شاوخوا ۳۰ موږکان ولیدل چې د سړک په منځ کې یو ځایي پر یوه خوراکي شي راغونډ شوي وو.

د ګارډین په لیکنه کې راغلي دي چې په شیکاګو کې داسې شکایتونه شوي دي چې موږکانو د خلکو د کورونو لور ته مخه کړې ده ترڅو د خوړو لپاره هلته څه پیدا کړي. دا موږکان یو ځایي پر کورونو ورځي او د پخوا په څېر نه‌وېرېږي.

پر لاره پراته خواړه د موږکانو خوراک و.
پر لاره پراته خواړه د موږکانو خوراک و.

ګارډین ورځپاڼې د څارویو د یوه متخصص خبرې رااخیستې دي. بوبي کرویجن وایي، اکثرو موږکانو به پخوا په ښارونو کې د رستورانتونو، هوټلونو، بارونو په پاتې شویو خوراکونو ځانونه مړول او ډېر کله به چې خلک په لارو کې تلل او څه به‌یې خوړل، نو څه به ترې لوېدل چې دغه به د موږکانو خوراک وو.

د متحده ایالاتو د ناروغیو د مخنیوي او وقایې مرکز له خلکو غوښتي چې د کورونو کړکۍ سمې بندې کړي، کوم اضافي شیان چې د کثافاتو په صندوقونو کې اچوي د دې صندوقونو سرونه دې خلاص نه‌پرېږدي او هغه خواړه چې کورنیو اهلي څارویو او مارغانو ته ږدي له هغوی سره دې احتیاط کوي چې بې‌ځایه ونه‌شیندل شي، کنه موږکان به یرغل پرې وکړي.