شاته

د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو هڅې تر کومه رسېدلي؟

د نړۍ روغتیايي ادارې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته ټولې پر یوه هدف متمرکزې دي او هغه دا چې د دې ویروس پر ضد واکسین جوړ کړي او دا بحران پای ته ورسوي.

اوس‌مهال قرنطین، ټولنیز واټن، د ماسک اغوستلو، د لاسو پرېمینځلو او د کرونا ویروس معایناتو وکړای شول د دې ویروس د خپرېدو مخه ونیسي.

خو دا د کار پای نه‌دی ځکه واکسین نه‌دی جوړ شوی او کرونا ویروس هېڅ ډول درملنه نه‌لري.

  • نړیوالې هڅې

اوس‌مهال که د نړۍ له روغتیايي ادارو وپوښتل شي چې تر ټولو زیات څه ته اړتیا لري، ښایي ووايي د کرونا ویروس پر ضد واکسین.

د یو شمېر هېوادونو حکومتونو د واکسین جوړولو کارونه چټک کړي دي چې ښايي خوندي او اغېزناک وي.

ارشیف
ارشیف

د روغتیا نړیواله ادارې وايي، په بېلابېلو طبي مرکزونو کې تر ۱۰۰ زیات واکسین تر تحقیق لاندې دي، خو تر اوسه څوک نه‌دي بریالي شوي چې واکیسن جوړ کړي.

کارپوهان خبرداری ورکوي چې تر اوسه د کرونا ویروس د واکسین تطبیق میاشتې وخت غواړي.

  • د روسیې هیله‌مندي

په روسیه کې یو شمېر متخصصینو په دې هېواد کې د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړېدو په اړه پوښتنې مطرح کړې دي.

د روسیې روغتیا وزیر میخایل موراشکو تېره اوونۍ پارلمان ته په خبرو کې هیله څرګنده کړه او ویې‌ویل چې هیله لري د جولای میاشتې تر پایه به واکسین جوړ شي، خو ده د دې تحقیق په اړه څه ونه‌ویل چې کوم ډاکتران‌یې پر مخ وړي.

په روسیه کې تر څلور لکه او ۲۰ زره زیات کسان په کرونا ویروس اخته شوي او تر امریکا او برازیل وروسته درېیم هېواد دی چې د دې ویروس زیاتې پېښې لري.

روسیه
روسیه

یو شمېر متخصصین د روسیې د روغتیا له وزیر سره موافق نه‌دي. له دوی څخه یو په مسکو کې د میچنیکوف تحقیقاتي تجربه ځای رئیس ویتالي زیفیریف دی.

دی وايي ممکنه ده چې د واکسین جوړېدو ته مهال‌وېش جوړ شي، خو نه دومره ژر لکه د روغتیا وزیر چې ورته خوشبینه دی.

  • مهالوېش

په امریکا کې د عفوني ناروغیو ملي انسټټیوټ رئیس انتوني فاوچي په دې باور دی چې د کرونا ویروس د واکسین لپاره مهال‌وېش ښايي مرسته وکړي چې واکسین ژر جوړ شي. اوس‌مهال د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو لپاره تر نومبر میاشتې وخت ټاکل شوی دی.

ډاکتر فاوچي تېره اوونۍ 'سي‌اېن‌اېن' ټلوېزیوني شبکې ته وویل، شپږ میاشتې ښه وخت دی که هر څه پر خپل وخت تېر شي. د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو لپاره د ده وړاندوینه د روان کال په نومبر او ډسمبر میاشتو کې ده.

  • د اکسفورډ هڅې

د بریتانیا په اکسفورډ پوهنتون کې د ویروس پېژندنې څانګه جینیر انسټټیوټ، سترا زینیکا شرکت د کرونا ویروس پر ضد د واکسین جوړولو لپاره د شریک په توګه انتخاب کړی دی.

د دواړو ادارو پلټونکي هڅې کوي چې د کرونا ویروس پر وړاندې مقاومت لرونکي پروتینونه جوړ کړي چې د انسان بدن ته تزریق شي او د ویروس پر ضد د انسان د بدن مقاومت زیات کړي.

اکسفورډ پوهنتون
اکسفورډ پوهنتون

د پوهانو په باور دا ډول واکسین تر ډېره بې‌ضرره وي، خو کولای شي د انسان د بدن دفاعي سیستم پياوړی کړي.

یو بل امریکايي شرکت نوواواکس هم تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په استرالیا کې يې د انسان پر بدن د واکسین تجربه پیل کړې ده. په دې تجربوي واکسین کې پروتیني واحدونه تر ټولو مهمه برخه جوړوي.

  • په چین کې د واکسین هڅې

اوس‌مهال د چین په ګن سینو شرکت کې پر واکسین تحقیق روان دی. دا واکسین په کرونا ویروس د اخته کېدو د مخنیوي لپاره کارېدونکی یاد شوی دی.

خو د امریکا د خوړو او درملو ادارې پخواني کمېشنر سکاټ ګوتلیب تېره اوونۍ وویل چې د ده په هېواد کې تجربه شوي واکسین په چین کې تر تجربه شویو واکسین ډېر اغېزناک دي.

چین
چین

په ټوله کې تر اوسه د نړۍ ټولو صنعتي هېوادونو هڅو ته دوام ورکړی چې د کرونا پر ضد واکسین جوړ شي او په نتیجه کې يې میلیونونه کسان له دې مرګونې ناروغۍ وژغورل شي.