ټول   BBC ازادي راډیو امریکا غږ ډیوه


افغان حکومت د حکیم سنايي او بنايي ښارګوټو کار بیا پیلوي

افغان حکومت د یو میلیارد افغانیو په لګښټ د حکیم سنایي غزنوي او بنایی په نوم دوو ښارګوټو د جوړولو کار بیا پیلوي. د ښار جوړونې وزیر سید منصور سعادت نادري چې نن یې په ارګ کې د خصوصي سکټور له استازو سره د دغو ښارګوټو د کار د دوام قراردادونه لاسلیک کړل، وویل چې په دې برخه کې یې ټول شته خنډونه لرې کړي دي. نوموړي وویل ټاکل شوې پر دغو ښارګوټو نورې یوولس میلیارده افغانۍ هم و لګول شي. د دغو دوو ښارګوټو د جوړولو چارې په ۱۳۹۳ کال کې پيل شوي وې.

11.10.2016 ازادي راډیو

فعالان: ننګرهار ته دې غاصب او مفسد والي نه رامعرفي کېږي

د ننګرهار د مدني ټولنو فعالان دې ولایت ته د راتلونکي والي په اړه د خپرو شویو اوازو په اړه انديښمن دي...

10.10.2016 ازادي راډیو

سړی څنګه صاحب‎نظر کېدلای شي؟

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو لومړی د اچارو څو واړه- واړه مرتبانونه مخې ته ږدو او بلنه درکوو چې خوند ترې واخلئ.

10.10.2016 ازادي راډیو

د حزب‎اسلامي یو پلاوی امریکا ته ځي

ټاکل شوې د حزب‎اسلامي یو پلاوی امریکا ته ولاړ شي. د دغې ډلې د مرکچي پلاوي یوه غړي عتیق الله صافي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه څلور کسېزه پلاوی به د حزب‎اسلامي د سیاسي چارو د مسؤل غیرت بهیر په مشرۍ امریکا ته ولاړ شي خو د سفر د وخت او اجنډا په اړه یې جزئیات ورنه‎کړل. ښاغلي صافي همدارنګه وویل چې ښایي دغه ډله یو شمېر نورو هېوادونو ته هم سفرونه ولري. صافی وايي: "د حزب‎اسلامي پلاوي کابل کې تقریباً د اکثرو هېوادونو له‎خوا دعوت شوی او د هغوی څخه یې ډېر استقبال کړی دی. کیدای شي راتلونکي کې حزب‎اسلامي زیاتو هېوادونو ته د هغوی په غوښتنه سفر وکړي."  د سولي عالي شورا که څه هم د حزبي‎اسلامي د پلاوي د سفر په اړه معلومات نه‎لري خو وایي چې پر دغې ډلې د بندیزونو لېرې کول د حکومت مکلفیت دی.

09.10.2016 ازادي راډیو

افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو پر ماموريت نړېوالې تبصرې

انلاين خپرونې بزنس انسايډر افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د پوځي ماموريت د ۱۵ کلونو د پوره په مناسبت لېکنه خپره کړې ده.

09.10.2016 ازادي راډیو

فراهي: زابل کې یو ځانوژونکی هدف ته ترسېدو مخکې وژل شوی

د زابل په مرکز کلات ښار کې یو ځان وژونکی بریدګر هدف ته د رسېدو مخکې د خپلو چاودېدونکو موادو په چاودنه کې وژل شوی. د زابل د امنیت امر غلام جیلاني فراهي ازادي راډیو ته وویل چې نن شنبې غرمه یوه بجه د کلات بازار د ګازو ډبو په یوه دوکان کې د یوه ځان وژونکي د چاودیدونکو موادو ډک واسکټ چاودنه کړې چې خپله یاد کس وژل شوی او درې نور ملکي کسان ټپیان شوي دي. د فراهي په وینا یاد ځانوژونکي غوښتل چې پر امنیتي ځواکونو حمله وکړي، خو هدف ته تر رسېدو مخکي يې چاودیدونکو موادو چاودنه وکړه او ووژل شو. د زابل د امنیتي چارواکي وايي، د پېښې په اړه یې پلټنې دوام لري. تر اوسه د دې پېښې په اړه کومې وسله والې ډلې تبصره نه ده کړې.

08.10.2016 ازادي راډیو

کاري فرصتونه څنګه رامنځ ته کېدلی شي؟ 

که د افغان ځوانانو د ستونزو خبره کېږي نو بې کاري په کې لومړی یادېږي. رښتیا هم ګڼ شمېر افغان ځوانان اوس ...

08.10.2016 ازادي راډیو

ازادي راډیويي مجله

په روانه خپرونه کې د نښتر غزل شپې په شاعرانه شېبو کې شريکېږو،لنډ حکايت او د کليوالي موسیقي خوږ بانډار هم ...

07.10.2016 ازادي راډیو

پښتو ژبه کې د قوالي جوړښت او پېدایښت

د تصوفي ادب او موسیقۍ دا خوږ صنف قوالي نومېږي، د ساز او سرود له پردو سره یوځای دغه عرفاني شاعري یوازې...

06.10.2016 ازادي راډیو

ننګرهار کې یو امریکایي عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل شو

ننګرهار کې پرون سې شنبې یو امریکایي عسکر د ماین په چاودنه کې ووژل شو. د امریکا د پوځ خبرپاڼه وايي، دا عسکر د ننګرهار په اچین ولسوالۍ کې د ترورېزم ضد عملیاتو په ترڅ کې په ماین الوتی دی. فرانس پرېس او رویټرز خبري اژانسونه وايي چې د امریکا دفاع وزارت د دې عسکر هویت نه‎دی څرګند کړی. په افغانستان کې د ناټو او امریکايي قواوو ګډ قوماندان جنرال جان نیکولسن، ټینګار کړی چې د داعش پر ضد عملیات د افغان امنیتي ځواکونوملاتړ به جاري وساتي.  

05.10.2016 ازادي راډیو

ځیني مئینان خپل د معشومې نوم لا نه پېژني!

د ګوړې اچارپه دې خپرونه کې لومړی څو مهم خبرونه درته لرو لکه دا خبر چې وايي: پوهاند ساجد خان د نهم پاس مرجان خان د مشاور په حیث مقرر شو!

03.10.2016 ازادي راډیو

نیکولسن: فساد سره مبارزې لپاره باید افغان پولیس قوي شي

په افغانستان کې د ناټو د قاطع ملاتړ د ماموریت او امریکايي ځواکونو عمومي قوماندان ویلي چې اړتیا ده څو له اداري فساد سره د مبارزې په برخه کې افغان پولیس لا غښتلي شي. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په یوه بیان کې ویلي چې دا خبره تېره ورځ جنرال جان نیکولسن د کورنیو چارو له وزیر تاج محمد جاهد سره په یوه لیدنه کې وکړه او ژمنه یې وکړه چې په دې برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی. د بیان له مخې د کورنیو چارو وزیر د بهرنیو پوځیانو د مرستو ستاینه کړې او ټینګار یې کړی چې افغان حکومت له اداري فساد سره مبارزه خپل لومړیتوب بولي او تل هڅه کوي چې دا شومه پدیده له منځه یوسي.

02.10.2016 ازادي راډیو

د روسې د بهرنیو چا وزارت د هالنډ سفیر احضار کړ

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په مسکو کې د هالنډ سفیر د هالنډ په مشرۍ د هغو نړیوالو څېړنو د نتایجو له کبله احضار کړی چې وايي، په ۲۰۱۴ م کال کې د ایم. ایچ. ۱۷ له سپرلیو ډکه ملکي الوتکه په هغه روسي توغندي لګېدلې چې د اوکراین په ختیځ کې د بېلتون غوښتونکو تر کنټرول لاندې سیمې څخه توغول شوی و. ددې اونۍ په سر کې د نړیوالو څېړونکو یوې ډلې هغه موندنې وړاندې کړې چې وايي، د مالیزیا د هوايي شرکت د الوتکې په نسکورولو کې د بوک ‌BUK توغندي ویشتونکی کارول شوی دی. روسیې پر لپسې د اوکراین د ختیځ په شخړو کې د لاس لرل رد کړي دي. دا الوتکه چې له امسټردام څخه کولالمپور ته روانه وه، په کې ټولې ۲۸۳ سپرلۍ او د الوتکې ۱۵ عمله وژل شوي وو. د جمعې په ورځ د هالنډ د بهرنیو چارو وزارت هم په هاګ کې د روسیې سفیر احضار کړ او هغه ته یې د جرمي څېړنو په اړه د مسکو د انتقادي او بې پروا څرګندونو له کبله دیپلوماټیک اعتراض وسپاره. د هالنډ د بهرنو چارو وزارت د روسیې عکس العمل د نه منلو او بې اساسه انتقاد بللی دی. د چارشنبې په ورځ د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا وویل، د شریکې څېړونکې ډلې موندنې ښيي چې دا څېړنه د سیاسي انګېزو پر بنسټ ترسره شوې ده.

01.10.2016 ازادي راډیو

احسان الله درمل پر حس اميزي غږېږي

د ازادي راډیو په روانه خپرونه کې له شاعرې او ليکوالې زينب سالک سره د مسعودې نيازۍ مرکه اورئ.

30.09.2016 ازادي راډیو

میدان وردګ چارواکي: حقاني شبکې یو قوماندان ووژل شو

په میدان وردګ ولایت کې د حقاني شبکې یو پېژندل شوی قوماندان حاجي یوسف ووژل شو. د دې ولایت ویندوې عبدالرحمن منګل پرون پنجشنبې ازادي راډیو ته وویل،د حقاني شبکې یو شمېر وسله‌والو چې قوماندان حاجي یوسف یې مشري کوله، پرون د ملا خېلو په کلي کې د حزب اسلامي پر پلویانو حمله کړې وه. د دواړو خواوو ترمنځ په‌دې نښته کې د حقاني شبکې ۱۰ وسله‌وال وژل شوي او ۱۲ زخمیان دي.

30.09.2016 ازادي راډیو

OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more