شاته

امریکايي متخصص: کرونا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو خطرناکه ساري ناروغي ده

په امریکا کې د ساري ناروغیو متخصصین وایي، کرونا د نړۍ په تاریخ کې تر ټولو خطرناکه ساري ناروغي ده.

په امریکا کې د ساري ناروغیو یوه لوړپوړي متخصص توني فاوچي یو ځل بیا خبرداری ورکړی چې د کرونا ویروس له‌منځه تللو ته اوږده لاره مخکې ده.

ډاکتر فاوچي ویلي دغه تنفسي ناروغۍ د انتقال او وژنې داسې وړتیا لري چې دی یې د راتلونکې بد خوبونه ویني.

فاوچي چې سپینه ماڼۍ کې هم د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې د کاري ډلې غړی پاتې شوی، دغه څرګندونې پرون په یوه انلاین کنفرانس کې د مرکې پر مهال وکړې.

نوموړي ویلي، دی پوهېده چې داسې یو سراسري ویروس به رامنځته کېږي، خو په خبره‌یې د ویروس چټکې خپرېدا هک حیران کړی دی.

ډاکتر فاوچي ویلي، نورې ساري ناروغۍ په شپږ میاشتو یا یوه کال کې ټولې نړۍ ته خپرېږي، خو د ده په ټکو کرونا ویروس په یوه میاشت کې دغه مزل وواهه.

په امریکا کې د ویروسي ناروغیو متخصصین توني فاوچي
په امریکا کې د ویروسي ناروغیو متخصصین توني فاوچي

د ویروس ساري‌توب او په ویروس د ککړو کسانو مسافرت هغه دوه لاملونه دي چې ډاکتر فاوچي نړۍ ته د کرونا ویروس د خپرېدو لاملونه بللي دي.

فاوچي چې د امریکا د حساسیت او ساري ناروغیو د انسټټیوت مشري ور له غاړې ده، ډاډ څرګند کړی چې د کرونا ویروس واکسین جوړېدلی شي.

دا مهال په انسانانو د کرونا ویروس څو ډوله واکسین ازمایل کېږي، فاوچي ویلي، ممکن یو له یا له هغه زیات واکسینونه بریالي ثابت شي.

دغه امریکایي متخصص دغه‌راز ویلي چې د کرونا ویروس په ډېرو اړخونو لا نه‌پوهېږي او ده هغه هیلې بې‌بنسټه وبللې چې ګواکې د دغه ویروس ریښې به ژر وچې شي.

امریکایي متخصصان دغه اندېښنې داسې مهال څرګندوي چې نړۍ کې په کرونا د اخته شویو کسانو شمېر ۷ میلیونه او ۲ لکو ته پورته شوی او له دې کبله څه باندې ۴۱۱،۰۰۰ کسان مړه شوي دي.

که څه هم ډېرو اروپایي او اسیایي هېوادونو د کرونا ویروس بدې ورځې تېرې کړي او اوس په‌کې حالت یو څه ښه دی، خو د روغتیا نړیوال سازمان ویلي، لاتینه امریکا اوس د ویروس لوړ شمېر تجربه کوي.

پر لاتینې امریکا سربېره افریقا او د اسیا ځینو برخو کې هم کرونا ویروس مخ په بره روان دی.

مکسیکو، پاناما، کوستاریکا، برازیل، پیرو، چیلي، ونزوئلا، هیتي او سورینام هغه هېوادونه دي چې دا مهال کرونا ویروس په‌کې زیات دی.

د نړۍ په کچه د کرونا ویروس د رامنځته شویو پېښو نږدې نیمایي یعنې ۳،۳ میلیونه‌یې امریکا کې دي او له امریکا وروسته برازیل هغه هېواد دی چې د 'کووېډ-۱۹' ډېرې پېښې لري.

ارشیف
ارشیف

برازیل چې څو ورځې یې د کرونا ویروس د پېښو راپور ورکول بند کړي و، پرون د سترې محکمې په حکم بېرته د ویروس د خپرېدا او له کبله‌یې د مړینې راپور ورکول پیل کړل.

د برازیل پر حکومت داسې تورونه وو چې د کرونا ویروس شدت له خلکو پټ ساتي، خو اوس برازیلي چارواکو ویلي، حکومت مکلف دی چې خلکو ته اړین معلومات خپاره کړي.

دغه هېواد کې کرونا ویروس تر اوسه څه باندې ۳۸،۴۰۰ کسان مړه کړي دي.