شاته

ملګري ملتونه: کرونا ویروس افغان سولې، اقتصاد او روغتیا ته ګواښ پېښ کړی

د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرامونو ادارې په یوه نوې څېړنه کې پتیلې چې د کرونا ویروس وبا په افغانستان کې اقتصادي ودې، د سولې لپاره پر روانو هڅو او د روغتیا سکټور ته ګواښ پېښ کړی دی.

په راپور کې راغلي چې د کرونا ویروس له کبله افغانستان له څو اړخونو له سخت حال سره مخامخ دی.

دا وبا نه یوازې دا چې د افغانستان د سولې پر بهیر سخت منفي اغېز کولای شي، د دې هېواد اقتصادي وده او د روغتیا سکټور یې هم تر جدي فشار لاندې کړی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان دا راپور په نیستمنو هېوادونو کې د کرونا ویروس د وبا د اوږد مهالي اغېز په اړه خپور شوی دی.

په راپور کې لیکل شوي چې افغانستان په ځانګړي ډول په نازک حال کې دی ځکه مسلکي روغتیاپالان کم دي، اکثر خلک په سخته نیستي کې ژوند تېروي او د څلوېښتو کلونو جګړې یې اقتصاد او بنیادي تاسیسات وار دمخه لا ډېر کمزوري کړي دي.

د سولې بهیر

په افغانستان کې یوه اساسي مسئله د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د سولې د خبرو د پیل لپاره روانې هڅې دي.

د سولې په چارو کې د افغانستان د دولت وزارت ویاندې ناجیې انوري نن د جون په ۱۹مه، ازادي راډیو ته ویلي چې د کرونا ویروس له کبله حتی د سولې د خبرو د پيل لپاره هڅې ځنډنۍ شوې دي.

ناجیې انوري
ناجیې انوري

ناجیه انوري وویل: "د کرونا ویروس وبا یو نړیوال ګواښ دی، دافغانستان د سولې پروسه هم له دې بې اغېزې نه ده پاتې، د دې بهیر د پرمختګ لپاره هڅې یې سستې کړې او د مخامخ خبرو د پیل پر هڅو یې اغېز کړی دی."

اقتصادي وضعیت او د کډوالو بېرته ستنېدل

افغانستان ته له ایران اوپاکستانه بېرته ستنېدونکي کډوال نه یوازې دا چې له اقتصادي پلوه د دې هېواد پر کمزوري اقتصاد منفي اغېز لري، د کرونا ویروس په خپرېدوکې یې هم لوی لاس و.

په افغانستان کې د کرونا ویروس لومړۍ مثبته پېښه د فبرورۍ په میاشت کې په هرات کې په هغو کډوالو کې ثبت شوه چې له ایرانه را ستانه شوي وو.

آرشیف، له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي کډوال
آرشیف، له ایران څخه افغانستان ته راستانه شوي کډوال

ملګرو ملتونو ویلي چې په یوه میاشت کې دا ویروس تر بلخ، کندهار او سمنګانه خپور شو.

اټکل شوی چې په دوو کلونوکې به ۴۰۰ زره نور افغان کډوال هم دې هېواد ته ستانه شي چې د ملګرو ملتونو په وینا، په دې هېواد کې اقتصادي وضعیت لا کمزوری کولای شي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د نړیوالو پراختیایي پروګرامونو د ادارې په راپور کې، پر افغانستان د کرونا ویروس د وباد اقتصادي اغيز په اړه لیکل شوي چې په راتلونکو درېیو کلونو کې به د دې هېواد اقتصادي وده اولس فیصده کمه شي.

روغتیايی خدمات او نړیوالې مرستې

د ملګرو ملتونو د دې نړیوالې ادارې په وینا، که چېرې کرونا ویروس په همدې چټکۍ د خپرېدو په حال کې پاتې شي، د افغانستان د روغتیا سکټور د سقوط له ګواښ سره مخامخ دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان په راپور کې د بېلګې په ډول لیکل شوي چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره د مبارزې ملي اداره به د ۱۹۰ زره ناروغانو د درملنې لپاره نورو ۳۹۰ میلیون ډالرو ته اړتیا لري.

د عامې روغتیا وزارت د جمعې د ورځې تر ماسپښینه په کرونا ویروس د ۲۸ زره کسانو داخته کېدو خبر تائید کړی او ویلي یې دي چې ۵۵۰ تنه له دې کبله مړه شوي دي.

خو د یو شمېر څارونکو په باور دقیق شمېر ښایي تر دې هم زیات وي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په مکرر ډول خبرداری ورکړی چې روغتیايي کارکونکي کم دي، کافي وسایل او ځانګړي روغتونونه چې د کوېډ-۱۹ ناروغان تشخیص اوتداوي کړې محدود دي.

په هغه راپور کې چې د ملګروملتونو سازمان خپور کړی ویل شوي چې په افغانستان کې له کرونا ویروس سره چټکې مبارزې اود نړیوالو له خوا کافي مالي ملاتړ د ستونزې په کمولو کې مرسته کولای شوای.

په راپور کې ویل شوي چې دافغانستان حکومت په کور داسې مالي سرچینې او عواید نه لري چې د دې وبا د منفي اغېز دکمولو لپاره اتکا ورباندې وکړي.

د ملګرو ملتونو په راپور کې ویل شوی چې په افغانستان کې د کرونا ویروس د کنټرول لپاره ۲۰ روغتیايي مرکزونه جوړوي او ۱۰ ګرځنده روغتیایي ډلې به هم په کار وګوماري.

د دې سازمان د پراختیايي مرستو اداره به همدا راز د افغانستان د کورنیو چارو له وزارت سره مرسته وکړي چې په پینځو روغتونو کې د هغو پولیسو د درملنې او قرنطین لپاره کار واخیستل شي چې په کرونا ویروس اخته کېږي.

د ملي پولیسو د درملنې لپاره روغتونونه به د افغانستان په پنځو ولایتونو کې جوړ شي.