کرونا ویروس؛ هند په نړۍ کې درېیم شو
نن په هند کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۰۰ زرو ته ورسید. دا هیواد د امریکا او برازیل وروسته د نړۍ درېیم هیواد دی چې کویډ ۱۹ پېښې په کې زیاتې دي. هندي چارواکو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ، په دې ویروس د اخته کیدو ۲۴ زره نوې پېښې ثبت کړي.
امریکا کې د کرونا ویروس د تازه پېښو زیاتوالي اندېښنې زیاتې کړي
په متحده ایالتونو کې نږدې درې میلیونه خلک په کرونا اخته دي چې له ډلې یې نږدې یو لک او دېرش زره کسان مړه شوي.
نړۍ کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو شمېر له ۱۱ میلیونو واوښت
په اروپا کې بیا یونان اعلان وکړ چې د جولای میاشتې تر ۱۵مې نېټې پورې خپله پوله د صربیا د ټولو اتباعو په مخ تړي.
چارواکي: کرونا ویروس د کاګرو ماشومانو ژوند او روغتیايي وضعیت اغېزمن کړی
په افغانستان کې د کرونا ویروس پراخېدو د نورو تر څنګ د ماشومانو په ځانګړي ډول د کارګرانو ماشومانو ژوند او روغتیا ته هم اندېښنې زیاتې کړې دي.
له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ روغه شوې ۷۰ کلنه ښځه؛ کورنۍ یې خپلولو ته چمتو نهده
د فاطمې ډاکتره وايي، فاطمې د سختې ساه لنډۍ له امله سختې ورځې تېرې کړي، خو اوس چې روغه شوې هېڅڅوک یې له روغتون نه د وړلو لپاره نهدي ورغلي.
نړۍ کې تېر ۲۴ ساعته کرونا ویروس ۵۱۰۰ کسان مړه کړي
د کوویډ-۱۹ له خپرېدو راهیسې د روغتیا نړیوال سازمان د جولای په څلورمه په ۲۴ ساعتونو کې له دوو لکو د زیاتو مثبتو قضیو د ثبت خبر ورکړ چې ښيي دا ویروس لا هم په چټکۍ مخ په پراخېدو ده.
سیمه ییز چارواکي: د لوګر امنیتي وضعیت لا هم ډېر خراب دی
د لوګر د ولایتي شورا غړی سید قریب الله سادات آزادي راډیو ته وویل چې د دې ولایت ټولې ستونزې یې له ولسمشر غني سره شریکې کړي او هیله ده چې د حل لپاره یې جدي ګامونه اوچت شي.
عامې روغتیا وزارت: تېرو ۳ اونیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۰۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱۲ کسه مړه شوي.
امریکا کې په یوه ورځ د کرونا ویروس له ۵۵۰۰۰ ډېرې پېښې ثبت شوي
په امریکا کې په ورځنۍ کچه د کرونا ویروس پېښې داسې مهال په زیاتېدو دي چې دغه هېواد د جولای په څلورمه د ازادۍ ورځ لمانځي او د اوونۍ د پای اوږده رخصتي مخته لري.
د 'کووېډ-۱۹' درملنې لپاره د یوه واکسین لومړنۍ ازموینې ته هیلهمندي
د امریکا متحده ایالاتو او جرمني دوو شرکتونو په ګډه د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ د درملنې لپاره دا واکسین چمتو کړی دی.
پاریس کې د لوور موزیم دروازې وروسته له ۴ میاشتو پرانیستل شوې
د موزیم لیدونکو ته لارښوونې شوې دي چې له یوه بله به لیرې درېږئ. تر کرونا مخکې به دې موزیم ته په تېره بیا په اوړي کې د خلکو څنګ په څنګ کتارونه ولاړ وو.
چارواکي: ننګرهار کې طالبانو د سرحدي پوليسو پر پوستو بريدونه کړي
د ننګرهار چارواکي وایي چې وسلهوالو طالبانو په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي چې دوه پولیس پهکې وژل شوي دي. د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي ازادي راډيو ته وویل چې تېره شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د وسلهوالو طالبانو په ډلهییز برید کې د سرحدي پولیسو دوه سرتېري وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي. د ښاغلي خوګیاڼي په خبره، افغان سرتېرو برید پر شا تمبولی او د پوستو د بېرته نیولو ترڅنګیې له ۱۰ زیاتو مخالفینو ته مرګژوبله واړوله. د خوګیاڼي په وینا په سیمه کې وضعیت ښه او د افغان ځواکونو په کنټرول کې دی. وسلهوالو طالبانو په دې اړه څه نهدي ویلي. د راپورونو له مخې، په ننګرهار کې د داعش له ماتې وروسته یو ځل بیا د دغه ولایت په لیرې پرتو سیمو کې د وسلهوالو طالبانو فعالیتونه مخ پر زیاتېدو دي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری: کرونا وبا تر بل هر وخت په چټکۍ خپرېږي
په امریکا متحده ایالاتو کې دغو نویو شمېرو امریکایي چارواکي اړ ایستي چې مخصوصاً په جنوب او لوېدیځو ایالتونو کې د رستورانتونو، بارونو او د لمبو او ځان ته لمر ورکولو لپاره سواحلو ته تګ بېرته بند کړي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا کرونا سره مبارزې لپاره نړۍ کې د جګړو درېدو غوښتنه وکړه
په ملګرو ملتونو کې د جرمني سفیر کریستوف هوزګین چې هېواد یې د امنیت شورا مهالنۍ مشري کوي دا پرېکړه وستایله او د هغو کسانو لپاره چې په جګړه ځپلو سیمو کې ژوند کوي هیله بخښونکې وبلله.
'کووېډ-۱۹'؛ ملګرو ملتونو پر یو شمېر هېوادونو د بیان ازادۍ د محدودولو تور پورې کړ
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا مشرې پرون په جنوا کې د دې ادارې په ۴۴مه غونډه کې پر نړۍ د کرونا ویروس د وبا د اغېز په اړه خبرې وکړې.