شاته

له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ روغه شوې ۷۰ کلنه ښځه؛ کورنۍ یې خپلولو ته چمتو نه‌ده

په افغانستان کې یوه ۷۰ کلنه ښځه له 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ روغه شوې، خو کورنۍ یې خپلولو ته چمتو نه‌ده.

فاطمه وايي، یوه میاشت کېږي افغان-جاپان روغتون کې ده، اوس جوړه شوې، خو د کورنۍ یو غړی یې هم احوال اخیستو ته نه‌دی راغلی.

د فاطمې ډاکتره وايي، فاطمې د سختې ساه لنډۍ له امله سختې ورځې تېرې کړي، خو اوس چې روغه شوې هېڅ‌څوک یې له روغتون نه د وړلو لپاره نه‌دي ورغلي.

د فاطمې د ناروغۍ او ناهیلۍ په اړه د نورو خبرو د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:45 0:00