شاته

عامې روغتیا وزارت: تېرو ۳ اونیو کې د کرونا ویروس مثبتې پېښې کمې شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو درېیو اونیو کې د کرونا ناروغانو شمېر کې کموالی راغلی.

د دې وزارت مرستیال وحید مجروح له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، په وروستیو کې په کرونا ویروس د خلکو اخته کېدل کم شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۰۲ مثبتې پېښې ثبت شوي.

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې د کرونا ویروس ۳۰۲ تازه مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱۲ کسه مړه شوي.

همداراز په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲۹۰ کسه بېرته روغ شوي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مرستیال وحید مجروح له ازادي راډیو سره په خبرو کې وايي، په تېرو درېیو اونیو کې د کرونا ویروس د مثبت پېښو شمېر مخ په کمېدو وه.

وحید مجروح
وحید مجروح

مجروح زیاته کړه: "په واضیح ډول درته ویلي شم چې په تېرو درېیو اونیو کې موږ د پېښو د پورته کېدو زیات شاهدان نه و، مونږ ان د کمو پېښو د ثبت شاهدان هم وه خو دا په ټول هېواد کې په یو ډول نه دی، په ټولیز ډول که تاسو ته ووایم په تېرو ۲۴ ساعتونو کې موږ د زیاتو پېښو د ثبت شاهدان نه و."

د ښاغلي مجروح په خبره په دې وروستیو کې د خلکو ورتګ هم روغتونونو ته کم شوی دی.

هغه وايي، له دې وړاندې د ناروغانو شمېر زیات و ان تر دې چې د روغتونونو تختونه هم ترې ډک و خو اوس دغه حالت ښه شوی او ډاکتران کولای په سمه توګه د ناروغانو درملنه وکړي.

نوموړی وايي، له ۱۰۰ زیاد د تنفس مصنوعي ماشینونه له جرمنې هېواد څخه رارسېدلي دي او له دې سره به د ناروغانو درملنه نور هم چټکه شي.

نوموړي وویل: "دغه ماشینونه کولای شي ډېر ای سي او ګانې مجهزه کړي، له ۴۵۰ کسانو څځه ۳۴۰ کسه کولای شي د ای سي او په برخه کې چې روزنه لیدلي ښه کار وکړي او پاتې نور کسان به هم په راتلونکي ۸ ورځو کې روزنه ورکړل شي، د انساني سرچینو له اړخه هم په ښه وضیعت کې یاستو."

د ښاغلي مجروح په خبره په نږدې راتلونکي کې به په ټول افغانستان کې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره لابرتوارونه جوړ شي چې پیل یې د لسو ولایتونو څخه دی.

دا په داسې حال کې ده چې په ټول هېواد کې د کرونا ویروس شاوخوا ۳۲ زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډله یې ۸۱۹ کسه مړه او شاوخوا ۱۷ زره بېرته روغ شوي دي.