شاته

عامې روغتیا وزارت: د وینې له پلازما څخه د ګټنې په هدف څېړنې پیل شوي

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د دغه هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د 'کوويډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د وینې له پلازما څخه د ګټنې یا استفادې په هدف څېړنې پیل کړي.

په افغانستان کې له څو اوونیو راپه دې خوا د 'کوویډ-۱۹' ناروغانو د درملنې لپاره د وینې له پلازما څخه د استفادې لپاره هڅې روانې دي.

په دغه طریقه کې د روغ شويو کسانو د وینې له پلازما څخه هغه ناروغانو ته چې تر سخت حالت لاندې دي استفاده کېږي.

د عامې روغتیا وزارت وايي، تر د اوسه په دې څېړنه کې شااوخوا ۳۰ کسانو ونډه اخېستې چې ۲۰ یې د بلخ ولایت و.

د بلخ ولایت د عامې روغتیا رئیس نظام‌الدین جلیل له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل، له دې لارې په استفادې تر دې دمه شپږ کسه له روغتون روغ رخصت شوي دي.

هغه زیاته کړه: "له ښه مرغه د دې طریقې په استفادې سره یو شمېر کسان روغ شول او خپلو کورنو ته مو رخصت کړه، هغه ناروغانو چې د وینې پلازما اخیستې هغه تر جدي څار لاندې دي او د ورځو په تېرېدو سره یې روغتیايي حالت ښه کېږي، دوی تر سخت ناروغه وه ان تر دې چې شدیده سالنډۍ یې درلوده که دا طریقه مو نه‌وای کارولې ممکن مصنوعي تنفس ورته نتیجه نه‌وای ورکړې."

په افغان چاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته شوي کسان د درملنې پرمهال
په افغان چاپان روغتون کې په کرونا ویروس اخته شوي کسان د درملنې پرمهال

کابل کې هم د وینې پلازما په څلورو ناروغانو کارول شوې.

د الحیات خصوصي روغتون مسؤلین وايي، په څلور ناروغانو کې دوه یې روغ شوي او د پاتې دوه نورو حالت هم مخ په ښه کېدو دی.

د الحیات روغتون سر طبیب محبوب‌الله شفیق له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "موږ دوه ناروغان چې د یوه په وینه کې اکسیجن ۴۰ او په بل کې له ۵۰ څخه تر ۶۰ پورې وه د وینې له پلازما څخه په استفادې سره اوس د دوی په وجود کې د وینې اکسیجن ۷۵ ته پورته شوې او له دې سره چې مصنوعي اکسیجن هم واخلې نو د وینې اکسیجن به‌یې ۹۳ ته پورته شي."

دغه روغتون په پام کې لري چې په راتلونکو ورځو کې په لسو نورو ناروغانو هم دغه طریقه و ازمايي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت له دې وړاندې ویلي و چې د وینې د پلازما د استفادې بهیر به چټک کړي.

پلازما د انسان په وجود کې د وینې ۵۰ فیصده برخه ده، دغه برخه د شحم، مالګې او پروتینو څخه جوړه ده، د وینې له دې برخې څخه شااوخوا لس کاله وړاندې هم په یو شمېر هېوادونو کې چې هغه مهال په کې ویروسونه پیدا شوي وه استفاده شوې وه.

ارشیف
ارشیف

په افغانستان کې د 'کوويډ-۱۹' ناروغانو لپاره د وینې له پلازما څخه د استفادې هڅې په داسې حال کې روانې دي چې د کرونا ویروس پېښې په دې هېواد کې ورځ بلې ته مخ په زیاتېدو دي.

یوازې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۴۰۹ مثبتې پېښې ثبت شوي چې له ډلې یې ۱۲ کسه مړه شوي.

خو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له دې ویروس څخه بیا ۴۷۲ کسان بېرته روغ شوي دي.

له تازه ثبت شویو پېښو سره په ټول هېواد کې د کرونا ویروس ټولې پېښې شااوخوا ۲۹ زرو ته ورسېدې چې له ډله یې ۵۸۱ کسه مړه شوي او شااوخوا ۹ زره بېرته روغ شوي دي.