شاته

د روغتیا نړیوال سازمان: د کرونا ویروس واکسین به ډېر وخت ونیسي چې ټولو ته ورسېږي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د 'کووېډ-۱۹' پر وړاندې به د نړۍ د نیم انسانانو واکسین دوه نیم کاله وخت ونیسي.

که څه هم د دې ویروس پر ضد تر اوسه هيڅ واکسین نه‌دی جوړ شوی، خو د واکسین جوړولو په اړه چټکې هڅې روانې دي.

نړیوالو ته به چې د کرونا ویروس اندېښنه ورځ تر بلې جدي کېږي، د دې ویروس د واکسین تولید او عرضه یو زېری وي.

د روغتیا نړیوال سازمان د کورونا ویروس پر ضد د مبارزې لپاره د ټولې نړۍ د یو موټي کېدو غوښتنه کړې ده.

خو دغه سازمان وايي، ډېر وخت به ونیسي چې واکسین ټولو ته ورسېږي.

کرونا ویروس ته د رسېدو په چارو کې د دې سازمان ځانګړي استازي ډېوېډ نبارو د دوشنبې په ورځ د جون په ۲۲مه په ژنیو ښار کې په یوه وېډيويي کنفرانس کې وویل، د ده په باور ټولو نړیوالو ته د واکسین رسول دوه نیم کاله وخت نیسي.

په روسیه کې د کرونا ویروس ازمایښت
په روسیه کې د کرونا ویروس ازمایښت

ښاغلی نبارو وايي: "د کرونا ویروس واکسین ته به په ټوله نړۍ کې د لاسرسي لپاره دوه نیم کاله وخت ته اړتیا وي، خو هیله لرم زه ناسم ثابت شم او واکسین تر دې مخکې ټولو ته ورسېږي، خو فکر کوم تر ټولو ښه فرضیه همدا ده چې ډېر وخت به ونیسي، تر ټولو ژر موده به دوه نیم کاله وي."

د نړۍ بېلابېل هېوادونه د کرونا واکسین په مطالعه او ازموینه بوخت دي، خو تر اوسه‌يې پر خلکو سل په سلو کې تطبیق نتیجه نه‌ده ورکړې.

د امریکايي ډاکترانو اټکل همدا دی چې د روان کال تر پایه او یا هم د ۲۰۲۱م کال په پیل کې به 'کووېډ-۱۹' واکسین جوړ شي، خو د نړۍ اووه میلیارده نفوس ته‌یې رسول به ډېر وخت ونیسي.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس
د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس

د دوشنبې په ورځ په نړۍ کې د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر تر نهه میلیونه زیات شو.

د روغتیا نړیوال سازمان رئیس تدروس ادهانوم ګبریاسوس د دوشنبې په ورځ په یوه وېډيويي کنفرانس کې وویل چې په درې میاشتو کې لومړی ځل په ویروس د اخته کسانو شمېر تر یو میلیون زیات شو، خو اوس په تېرو اوو ورځو کې په نړۍ کې یو میلیون کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.