شاته

یو شمېر افغان حاجیان: حکومت دې زموږ حق خوندي وساتي

یو شمېر هغه افغان حاجیان چې سږ کال‌یې حج ته د تګ پچه ختلې وه، خو د سعودي عربستان د تازه اعلان پر بنسټ نه‌شي کولای چې دغه مراسم ترسره کړي، له افغان حکومت غواړي چې د دوی حق خوندي وساتي.

دوی د سعودي عربستان تر دې اعلان وروسته چې د کرونا ویروس له امله د حج مراسم یوازې د هغه هېواد په وګړو پورې به محدود وي، خواشیني دي.

د پکتیا او کندهار ولایتونو دوه تنه اوسېدونکي محمدالله او سید داوود چې روان کال‌یې حج ته د تګ پچه ختلې ازادي راډيو ته وویل: "څلور کاله ورته منتظر وم، ډېر خپه یو څه وکړو، قسمت به مو همداسې وي، غوښتنه مو دا ده چې په راتلونکي کال کې هغه کسانو ته چې روان کال‌یې حج ته د تګ نوبت و، باید لومړی حق ورکړل شي. د حج مراسم باید ترسره شوی وای، حج ته تلونکي حاجیان باید ټسټ شوي وی، که روغ وی باید د تګ اجازه ورکړل شوې وی، دا چې اجازه نه‌شته راتلونکی کال باید موږ ته لومړیتوب راکړل شي."

ارشیف
ارشیف

په ورته وخت کې د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت وايي چې تر اوسه سعودي عربستان په رسمي ډول افغان حکومت ته د حج د مراسمو د محدودیت په اړه څه نه‌دي ویلي.

خو د دغه وزارت د اطلاعاتو او عامه اړیکو رئیس او ویاند فضل محمد حسیني ازادي راډيو ته وویل چې په دې صورت کې به د حج په مراسمو کې د ګډون کوونکو حاجیانو سږنی لېست په راتلونکي کال کې پلی کړي.

هغه زیاته کړه: "د افغانستان د ارشاد حج او اوقافو وزارت چې د افغان حاجیانو لپاره کوم پلان او سیستم لري هغه به حتماً پلی کېږي، د سږ کال حاجیانو لپاره چې کومه پچه اچونه شوې او تمه دا وه چې دوی به حج ته ځي ان‌شاالله راتلونکی کال به دا کسان حج ته لېږل کېږي."

تازه سعودي عربستان اعلان کړی چې د کرونا ویروس د وېرې له امله به سږ کال د حج مراسم محدود وي او یوازې د هغه هېواد وګړي به د روغتیايي سپارښتنو په پام کې نیولو سره دا مراسم ترسره کړي.

د کرونا ټسټ ټیوب
د کرونا ټسټ ټیوب

د سعودي د حج او عمرې وزارت تېره ورځ وویل، د بېلا بېلو هېوادونو محدود شمېر هغه مسلمانان به هم چې مخکې په سعودي کې اوسېدل، د حج په مراسمو کې ګډون وکړي.

د حج مراسم د روان میلادي کال د جولای میاشتې په وروستیو کې ترسره کېږي.

هر کال به د ۱۸۰ هېوادونو شااوخوا دوه نیم میلیونه مسلمانانو د حج په سپېڅلو مراسمو کې ګډون کاوه چې شااوخوا ۳۰ زره به‌یې افغانان و.

په سعودي عربستان کې تر اوسه یو لک ۶۱ زره کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې له ۱،۳۰۰ تنو زیات‌یې مړه شوي دي.

له افغانستان په تېرو کلونو کې هر کال ۳۰ زره افغان حاجیانو د حج په مراسمو کې ګډون کاوه.