شاته

پاکستان کې کرونا ویروس تر اوسه له ۳۰۰۰ ډېر کسان مړه کړي

په پاکستان کې کرونا ویروس له ۳ زرو زیات کسان مړه کړل.

په پاکستان کې حکومتي چارواکي وايي، په دې هېواد کې کرونا ویروس ورځ تر بلې په چټکۍ خپرېږي او دې وېروس تر دې دمه لکونه کسان اغېزمن او تر ۳ زرو زیات مړه کړي دي.

په پاکستان کې د کرونا ویروس لومړۍ پېښه د روان کال د فبرورۍ په ۲۶مه نېټه د سند ایالت په مرکز کراچۍ کې ثبت شوه، چې بیا وروسته دا ویروس ډېر ژر د دې هېواد نورو برخو ته هم ورسېد او زرګونه کسان یې اغېزمن کړل.

که څه هم په لومړي سر کې به په ټول پاکستان کې هره ورڅ د کرونا ویروس سلګونه مثبتې پېښې ثبتېدې، خو په دې وروستیو کې دا شمېر زرګونه ته پورته شوی دی.

د پاکستان د مرکزي حکومت له‌خوا د کرونا ویروس د څار د کمېټې د معلوماتو له مخې، په ټول پاکستان کې یواځې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا وېروس ۵۳۵۸ مثبتې پېښې رامنځته شوي او ۱۱۸ کسان ترې مړه شوي دي.

د پاکستان د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، دا مهال په دې هېواد کې پر کرونا وېرس د اخته شویو کسانو شمېر ۱۵۹۹۴۳ کسانو ته رسېدلی دی.

دغه حکومت د پنجشنبې په ورځ په نویو خپرو شویو ارقامو کې ویلي، چې په ټول پاکستان کې د کرونا وېروس له امله د مړو شمېر ۳۰۹۳ ته پورته شوی دی.

ارشیف
ارشیف

په پاکستان کې د کرونا وېرس تر ټولو زیاتې مثبتې پېښې په پنجاب صوبه کې ثبت شوي، چې شمېر یې ۶۰۱۲۸ ته رسېږي.

په سند ایالت کې بیا دغه وېروس ۵۹۹۸۳ کسان ځپلي.

په بلوچستان کې پرې ۸۷۹۴ کسان اخته دي، په خیبر پښتونخوا کې بیا د کرونا ویروس د ناروغانو شمېر ۱۹۶۱۳ او په پلازمېنه اسلام اباد کې ۹۶۳۷ دی.

د پاکستان د مرکزي حکومت د ارقامو له مخې، په دې هېواد کې تر دې دمه د کرونا ویروس تر ۵۹۲۱۵ ناروغان رغېدلي هم دي.

د پاکستان حکومت په دې وروستیو کې په دې هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره د سمارټ لاک ډاون په نامه هغه مخصوصې سیمې د ۱۵ ورځو لپاره په بشپړ ډول بندول پیل کړي، چې دغه وېرس په کې ډېر خپور شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د سمارټ لاک ډاون د پالیسۍ له مخې د خیبر پښتونخوا حکومت هم د پېښور په ګډون د دې ایالت د نورو برخو ځینې سیمې هم د ۱۵ ورځو لپاره بندې کړي او ګرځ‌بندیز یې په کې لګولی.