شاته

د قرنطین پر مهال د واټونو پر سر د افغان زده کونکو بوختیاوو اندېښنې راپارولي

د قرنطین پر مهال د واټونو پر سر د توکو پلور ته د افغان زده کونکو مخه کولو، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون اندېښنې راپارولي.

فرید د ښوونځي د اتم ټولګي زده کونکی دی.

دی د دې پرځای چې د قرنطین ورځې په کور تېرې کړي په خپلې زړې کراچۍ د واټونو پر سر ميوه پلوري.

هغه وايي: "سږکال چې ښوونځي رخصت دي او زموږ د کورنۍ اقتصاد هم ښه نه دی نو زه هم مجبوره شوم د ښار واټونو ته راووځم او یو څه وپلورم څو خپلې کورنۍ ته ډوډۍ پیدا کړم، ما ته په کور کې درس ویل سخت دي د دې لپاره چې څوک راسره مرسته نه کوي."

فرید وايي، د ورځې شاوخوا ۱۰۰ تر ۲۰۰ افغانیو پورې ګټي.

ازادي راډیو نه یوازې له فرید بلکه د فريد په شان له نورو ماشومانو سره هم خبرې کړي چې ټولو د دې کار لامل بې وزلي ښودلې.

خو دغې چارې د افغانستان د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون اندېښمن کړی.

آرشیف، یو افغان ماشوم
آرشیف، یو افغان ماشوم

د دې کمېسیون چارواکي وايي، روان حالت د افغان ماشومانو راتلونکی له خطر سره مخ کوي.

د دغه کمېسیون د ماشومانو برخې مسئول نجیب الله ببرکزي له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل: "هغه کورنۍ چې بې وزله دي اړې شي چې خپل ماشومان د څو روپیو لپاره ښار ته د کار لپاره ولېږي او دغه چاره بیا د ماشومانو په راتلونکي ناوړه اغېزه کوي، ان تر دې چې له دوی څخه استفاده کېږي، له تعلیم سره یې علاقه کمېږي، قاچاق او اختطاف هم په داسې حالاتو کې رامنځته کېږي."

د ښاغلي ببرکزي په خبره، د قرنطین پر مهال باید ماشومانو ته د زده کړې لپاره زمینه سازي وشي.

د افغانستان د پوهنې وزرات ویانده نوریه نزهت بيا وايي، دوي د اضطراري حالاتو لپاره ټولو زده کونکو ته په انلاین بڼه زده کړې پیل کړې دي.

نوریه نزهت
نوریه نزهت

اغلې نزهت وايي، د ټلویزیونونو له لارې هر ورځ د سهار له ۶ څخه تر شپې ۸ بجو پورې زده کوونکو ته د ښوونځي درسونه ورکول کېږي.

خو د فرید په څېر ماشومان بیا وايي، دوی د لازمو امکاناتو په نشتون کې لکه برېښنا، نشي کولای د ټلوېزیون له لارې درسونو تعقیب کړي.