شعرونه


د جومات پسخانه

نور کوي ملا پټ د جومات په پس خانه کې بوخت بیا په ممبر کې دی د حورو افسانه کې ویني محتسب چې په ښکاره ساقي ته بد وايي ساتي بوتلونه پټ د جیب په میخانه کې سپور شو د رویا پر سپرلۍ، پورته شو له ځمکې نه وخاته اسمان ته د یو ګوټ په پیمانه کې شیخ ګوره د هرې تسبیح تاو کې الله هو وايي ښخ يي دی نظر د کوڅې هر یو زنانه کې پير چې د ریا قبا په غاړه ابدي ګرځۍ تخم د بېلتون شیندي په هره زمانه کې ژوند رانه قصو او افسانو د وخت تروړلی دی ځکه استوګن یوو د نړۍ په ویرانه کې

07.11.2022 – سرلوڅ مرادزی

ځان ته کتل

عمرچي اخرسي مالوهال نه راځي په کار لړۍ روانه دکاروان ده په سل نه چي په هزار ای ناصحه ته چي نورو ته لارښود يي ګوره پخپل ځان کي سرپه ګرېوان نوروته ګفتار ښې خوږې خبري، وي ښه آسانه دلپزیري کوري خود بیناي مردم کېده کله وي ښه کار زه هم ځان ته ګورم تل، چي ته به څنګه ئې وائې آسانه دي خبري ایا ما کړی سم کردار؟ خپل عیب دوږو منځ دی نه ښکاري وچاته دنوروعیب ژر وینو نو ورته ګډ یو بې اختیار

01.11.2022 – محمدسرور وکیلي

حکمت، تدبير او تعامل

دا چې نن مونږه په کوم حالت کې ښکيل يوو بايد څه وکړو او څــه ته په نظر شـوو چې روانـه مــو د ژوند بنده بېړۍ شي او د سرېښو له دې ډنډ ځنې بهر شـوو بايد داسې مفکوره، ذهنيت جــــوړ کړو چې ملاتړی او ضامن مو د مـــــرام شي نه د نورو سېلاب مونږ مخښکته وېسي نــــه هم فکر ترې زمونږ د بل غلام شي نړۍ اوس ده پــــــه مثال د يـــــوه کلي زمونږ ملک په کې يو کور د يو فقير دی روغ، رنځور، مړ، ژوندی کلي سـره بويه همدا ښه حکمت او ښـه غوره تدبير دی هيڅوک

28.10.2022 – شهزاده شيرين زوی

سخا

سخا د ملا ماښام به څه وي ځه، ساقي خوا ته ماښام کې مینه مینه ده راټوله د ترخو اوبو په جام کې څه سخا چې شته ساقي کې هغه کله شته امام کې له ساقي به هغه زده کړي یو تاثیر لري کلام کې چې ملا نه دې زده نه کړل د پېړیو په ایام کې د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۲۴ مه سرلوڅ مرادزی

24.10.2022 – سرلوڅ مرادزی

دبشر دحقوقو شغا لان

سرکې یې ملالۍ یو سفزۍ را څرګنده شوله نوره دغه نوبل جایزه اخیستونکې معتبره شوله استعمارګرمشرانو ته پرانیستی لیک پیام لری دوه لسیزې وروسته دادی ادعا د انتقاد لری عجیبه! دحقوقو مدافعین دبلې جایزې اشتها لری چېرې ملاتړ پیوستون هغه چې شیطان لری دا بنسټ د شیطانانو لوی دغه ډول کتار لری ګورۍ داچیغې او هاها نارې همدا شغالان لری فاسد ،خاین پرونی غله او دلا لان بسیار لری! اسلامی امارت با ید ددې لانجې غم وخوری پرې نږدی هغه چې په هر نوم خپل مرام لری خلاصه کړۍ درو

14.10.2022 – ع.شریف زاد

د پاڼ په غاړه

د پاڼ په غاړه پېښې داسې لور ته خوځي چې د پاڼ پر موړ اوسېږو ځان چې هر ګټ ته تکیه کړو لا د پاڼ په لور ښویېږو له هرخوا چې نظر اچی تر پرونه لا بدیږو مشوړه د ژوند ده جړه چې په سر بر نه پوهېږو +++ لیونیان په ګدۍ ناست دي دا نړۍ جوړ لیونتون شو د اینده نه ډار خپریږي ژوند محتاجه د پرون شو د اتوم پر څټ سپاره یوو نا معلونه لور ته یون شو چیری درومو لار ده ورکه؟ ښه به دا وي چې راستون شو +++ دا په سد یوو که بې سد یوو چې نیستۍ په

05.10.2022 – سرلوڅ مرادزی

ازاد نظم : څومره په سپکه یې راوکتل

څومره په سپکه یې راوکتل، خندا یې وکړه، جفا یې وکړه، په ځان یې پوی نه کړم، زما د مرګ تابیا یې وکړه، هغه بدبخته مي بښلی ده، چې!! هره؛ ناروا یې وکړه. ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ🍂 د بې احساسو ښاردی، ژوند د زرګونو حادثو ښکار دی، د تنهایې پروا مه کوئ، خو!! د نامردو ملګرتیا مه کوئ، په چا تکیه څه معنې، دا حماقت دی  دا مه کوئ نادیده سودا مه کوئ، له اندازې زیاته وفا مه کوئ. دا لیونتوب  ما وکړ،

07.09.2022 – امین الله بهار

پرتله

چې په تله کې ډنډه وهل رواج وي داسې ملک کې پاو د سېر سره لګیږي د ګېدړو څه کمی په ملک کې نشته د ډېر لږو زړه د شېر سره لګیږي مجاهد چې کروکه ډیل غاښو کې ورکړې چې یو بل کې تېروبېر سره لګیږي که شیطان او ملا دواړه پرتله کړې دواړه ښه په زور او زېر سره لګېږي د طالب په دې دوهمه واکمنۍ کې تېر د حال او حال د تېر سره لګیږي څه د غلو او د ډاکوانو پناګا وه طالب جان ځکه پنجشېر سره لګیږي زموږ نن حال، له میلاده څخه مخکې یو تر بله خورا ډېر سره لګېږي د ۲۰۲۲

30.08.2022 – سرلوڅ مرادزی

ازاد نظم: اې د خدای پار دی کڼیږم!

اې د جګو غرو هیواده، اې مغرور افغانستانه! د یاغی سیندونو غیږي. په تا میشت وګړي څه وخت! د غفلت خوب نه جګیږي؟ دا به څه وخت ستا په درد خوری، دا به څه وخت اصلاح کیږي، دا سرکوزي به نو کله، ژوند ته ژوند وایې لعنت شه، په احساس ددې وګړو ، په غیرت ددې وګړو، په عزت ددې وګړو، څنګه لوبي دي رواني، ککرۍ یې لیلام شوې، هم یې ویني دي ارزاني ــــــــــــــــــــــــــــ اې د جګو غرو هیواده، د یاغي سیندونو غیږي، په تا میشت وګړي څه وخت،

30.08.2022 – امین الله بهار

مسولانه برخورد

ښوونځی چې تړل کیږی دا ستره بدمرغی ده ډیره ناکامه پروسه ده او ستره بې ننګی ده له شرعی او اسلام لیرې کوټلې بیسوادی ده دا پرېکړه چا کړې هسې مزخرفه ملعونی ده غرق شی په دې تدبیر سوچه سفاکی ده نړیږال نغار وهی چې دا خو رسوایی ده ته چې خپله پښی وهې نو داستا حماقی ده ورک دې داسپېره مخ شه درنه ورکه بهتری ده تعلیم نشته هرچېرته دې یوم البتری ده فاسد او سهامی شرکت تور او سپین نه لری ما چې پرون نیوکه کوله نن مې هم دا تقریر ده اسلامی امارته له خوبه راپاڅه لږ ځیر ش

29.08.2022 – ع.شریف زاد

غزل

چاته‌لمرچاته‌سپوږمۍ‌ورکوي‌خوند چاته‌پلارچاته‌مورکۍ‌ورکوي‌خوند څوک.دروح‌‌په‌تل‌کې‌ټينګ‌ساتي‌ايمان څوک‌چمچه‌وي‌او‌روپۍ‌ورکوي‌خوند يوپښتون‌وي‌زړه‌ترې‌وړی‌پښتنې بل‌ګلخان‌وي‌پنجاپۍورکوي‌خوند په‌ماڼيوپه‌بنګلوڅوک‌نه‌مړيږي چاته‌لو‌ رمه‌کيږدۍ‌ورکوي‌خوند څوک‌بې.ذوقه‌وي‌ورنګ‌ته‌يې‌نه‌ګوري چاته‌سپين‌مخ‌شاپيرۍ‌ورکوي‌خوند وباغونوته که‌سراسر‌تاوان‌خو ماشومانوته‌ږلۍ‌ورکوي‌خوند عمري‌ستاووجدان‌ته‌شکرشکر دملی‌سرود‌موسيقۍ‌ورکوي‌خوند

04.08.2022 – محمدعلي عمري

ځوانۍ نېشه

ځوانۍ نېشه کې چې په لاره غورځي ته وی، سپوږمۍ له خپل مداره غورځي ښکلا کې، پورته د اسمان پریښتې پر ځمکه پښو ته يي بېواره غورځي د لمر شغلې يي تر اغیز تتې شي هره شغله چې له رخساره غورځي لمبې له شونډو يي پاڅیږي هسې لکه سپرغۍ چې له انګاره غورځي ځوانۍ نېشه تر بنګو کمه نه ده ځکه نېشه کې له اختیاره غورځي د پښتني نجونو ښکلا ته، حورې نرخو و نوا کې له بازاره غورځي د وخت له نبض سره قدم چې نه ږدي ذاهد به خود له اعتباره غورځي ځواني د سترګو په رپ هسې در

25.07.2022 – سرلوڅ مرادزی

شهيدعثمان‌لالاته

ږغ دپرون‌وې‌لالا ږغ.دپښتون‌وی‌لالا ته‌پردې‌خپله‌خاوره ټينګ‌ترقارون‌وې‌لالا قام‌ته‌دې‌پرېښودمثال ته‌ځيګرخون‌وې‌لالا دلراوبر دپاره ته‌پيوستون‌وې‌لالا ته‌دې‌ليلا‌وطن‌ته ږغ‌دمجنون‌وې‌لالا دخپل‌اولس‌دشمن‌ته غبرګون‌غبرګون‌وې‌لالا حيف ددې پولې پرسر افزون‌افزون‌وې‌لالا د عمري په شعر کې يوخوږمضمون‌وې‌لالا

04.07.2022 – محمدعلي عمري

مهاجر

که پنجابی دی که سیندی‌دی که بلوڅ یابل څوک ماته پټان تاته پټان ماته‌افغان تاته‌افغان‌وايي هغوي پوهیږي زه ته دیوه ننګ یوه غیرت یوې مورچې خلګ یو جمات مو یو جرګه یوه هدیره هم یوه ده نه یې یادکړی ته یې پاکستانی اونه یې ماته په ټوله ژوند په مهاجر ویلي ــــــــــــــــــــــــــ محمدعلي عمري مسلم باغ

26.06.2022 – محمدعلي عمري

نیمګړې دنیا

ځواني لاړه زړښت راځي په ځغستا ښه دوران و وړکتوب ناز او ادا که هر څو ځان تسلی کړم چې زړه ځوان دی شپیته کاله به وانه وړي پر شپږ بیا ویښتان سپین شول،نظر کم،غوښې شډلې غوږ شو دروند،غاښونه وتلي له ريښا! وچلی ګونځې،هډان سست ملا شلله کړوپه آخ و ټوخ دی د زړه درد سبا بیګا وروڼه بېل شوءل ؛خویندې لاړې پخپل بخت شوې پلار شهید شو، مور بهوډۍ ده ڼن سبا یاران تللي په سفر او څوک شهید شول اولاده،میرمن تر څو به کړي وفا؟؛؟؟؟؟ دا فاني دنیا نیمګړې ده نیمه خوا له آد

25.06.2022 – ډ.حمیدالله زړور صاپی

نجیب ته!

لاندې نظم چې ډاکټر نجیب ته لیکل شوی؛ خو نن يي تر هغه سربېره، ارواښاد عثمان کاکړ ته هم ډالۍ کوم: نجیب ته! یو نجیب دی چې په زړونو پاچاهي کړه په دربار کې يي سپاهي او لښکر نشته هسې ومړ چې يي داغ پر زړونو کېښود هیڅ خپګان ته يي حاجت د ټبر نشته هغه سر چې د وطن غم کې شي خاورې یو پیدا شي، هر وخت داسې بل سر نشته په سرو کې میړني سرونه کم دي په هر سر کې د مېړانې اثر نشته نور قومو ته پیغمبر دی خدای لیږلی د پښتون لپاره خپل پیغمبر نشته هر یو قوم خپل میړني په د

21.06.2022 – سرلوڅ مرادزی

د ملا یاري

د ملا یاري مې پرېښوه نور جومات ته قدم نه ږدم د ساقي سره دېره شوم په زړه بار مې د غم نه ږدم لیرې لیرې ملا پاڅې دا په وعظ کې ولې ناڅې؟ دا خو ته جومات ته بم ږدې په جومات کې زه بم نه ږدم د ملا ژوند یا ریا ده څه دوکه ده او څه غلا ده ما ریا نه لاس اخیستی لاس مې بیا په قسم نه ږدم عبادت هم چې ریا وي ریاضت وي هم په دروغو چې حج نه وي تجارت وي پښه مې هیڅ په حرم نه ږدم په ارزو د حورو نه یم د خیالي جنته تېر یم نور مې غوږ خیالي قصوته <

16.06.2022 – سرلوڅ مرادزی

چادري

چادري کې مخ پټون ته څه اړتیا ده که زاهد له وران کتلو واخلي لاس د مخ ستر نه، د زړه ستر مهم دی که منصف له دروغ ویلو واخلي لاس د جومات ګوټ کې دېره، ملا د کلي اشارو ته دې له نجونو واخلي لاس د جومات محراب خو ځای د لعب نه دی که امام هلته له ژڼو واخلي لاس د تقوا دعوه د شیخ هلته منظور ده چې له څو ښځو کولو واخلي لاس د ایمان دعوه د هغه چا پرځای ده چې ایمان له خرڅولو واخلي لاس ښځو هیڅ په ملا لاس جیګ کړی نه دی ملایان دې د وهلو واخلي لاس پخپل کور ورت

09.06.2022 – سرلوڅ مرادزی

تودې خبرې

لکه دحجرې خبرې د پرو پاګندې خبرې دګواښ او اندېښنې خبرې بې نرخه بې توله دافسانې خبرې د کار پوه سیاستوال ،دکارغه پکې باښې خبرې کار پوه سیاست پوه مهارتونه لری نغارې په غاړه زبردست اتڼوڼه لری مفتی قیمتی هم تاوده بحثونه لری فارغ او نا فارغ دسرپرست کارونه لری دا او دانور کاسه او کپړی پلانونه لری ددشنډې کړې داکږې وږې خبرې بی معیاره بې مانا هسې افسانې خبرې ددرسینۍ شوۍ ټکنۍ شوې ډیره کمزوره زنانه ګۍ شوې خوار ولس ورته ګوری سندره یوه ده خو سروکی

01.06.2022 – ع.شریف زاد

غزل

ننداره د ګلو وکړه چې بهار ځي هر شېبه يي دېدن وکړه درنه یار ځي د دېدن وخت تر ابده پورې نشته دېدن وکړه که نه وخت دې د دېدار ځي ژوند بیا نشته دا یو څو شېبې فرصت دی دا شېبې هم ډېرې کمې دي په شمار ځي هیڅ باور په سرخوړلي عمر نه شي د بریښنا غوندې په بېړه په تلوار ځي د فلک د بېرحمۍ په وژلتون کې د مرګي په لور یاران قطار قطار ځي هغه ولس د نیکمرغۍ ادعا بایللې چې يي اوښکې د نجونو په رخسار ځي برخلیک د هغه خلکو جهنم دی چې په ژوند د ملایانو په ګفتار ځي

31.05.2022 – سرلوڅ مرادزی

په اوکرائین کی

د ستــرګو لیدل شوي ډیر کیسې دي په اوکرائین کی له لرې نه پلان شوي ډیر پلمې دي پـــه اوکرائین کی روسان، امریکایـان ټول څلور ستـــرګې ورته ګوري انګریزهم جرمنان پـــه انـديښنې دي په اوکرائین کی دالر پـــه ملیـــاردونو دي روان لـــه هرې خــوا نـــه روسان په ګنــــاهونو تـــورن شوي په اوکرائین کی بمونو او راکتـــونو ډیـــــر وژلي پـــــدې خــــاوره د خلکو لویې جوپې لا هم پرتې دي په اوکرائین کی افغان او افغانـــان اوس لـــــه یـــادونو نــــه دې وتي د نیمې نــــړې

25.05.2022 – سمیع الله خالد سهاک

د جهاد ثمره

پکې لو شول لکه لوخې جیګ سرونه چا د ولس په سرکې ټک وهل میخونه د نیم ژواندو تنو رقص وو چا لېدلی؟ غوڅ له ښځو شول په ژوند سینې، تیونه پزې پرې شوې او غوږونه نیم اره شول په وچوبي سر شو کل، لاندې بریتونه سترګې ووتې، د تن مخکې ګوزار شوې له چا پرې شوې دواړه پښې دواړه لاسونه تیزابونه د مکتب پر نجونو پاش شول سرې بوټۍ شوې په تېزابو سپین مخونه چا د پت او افغاني عزت لپاره جیګ تعمیر نه راخطا کړل خپل ځانونه (۱ ) په ډبرو په لرګو وټکېده شول سپغزې، خوټې د بقا

18.05.2022 – سرلوڅ مرادزی

منظور پښتون ته!

تا پیدا کړه ورکه لار منظور پښتونه د پښتون د قام سالار منظور پوښتنه په جرګو پرلت دې بیرته پښتون یوکړ یو له بل چې وو، بېزار منظور پښتونه پښتون ویش وو، د د ښمن پېژندګلو کې تا کړ وصل په یو تار منظور پښتونه د پښتون د قام سرتاج او سرلښکر شوې د دښمن د سترګو خار منظور پښتونه په لنډ وخت دې د پېړیو لار کړه لنډه ټول حیران ستا په شاهکار منظور پښتونه د امان او پاچاخان په لاره درومه په عمل هم په ګفتار منظور پښتونه د خوشحال د لارې ننګ د تورې شرنګ يي ستا په

13.05.2022 – سرلوڅ مرادزی

دشعرونو ژباړه په پښتو شعر

په زر واره مـــي دي کــړي داخـبـــري چي بد نه کړي بد به هم وي ځني لري مـــالـــه بــدو ښـــــه نــــــه دي لـیـدلـي که تا لیدلي که سلام زما ورته څوځلي هـــغــه چــا چي بــد دي لا خوښ کړي نـــه پــوهـېـږم چي ښوڅه ورته بدکړي بــد بــد دی هـــر څو کې ښه ګمان وي سـپـی سـپی دی هــرڅـو که وفادار وي دا هــرڅـــوچي مي ویلي که وای کړي نو بـه شیـخ یا به ولي وای د خـپـل کَړَي انسان نه په اصل یانسب اویارقم ترالله رسي په نیک عمل اوښه کردار الله ته رسي

09.05.2022 – محمدسرور وکیلي

نظر

مړغړند احساس مې بیرته راژوندی شي چې یو څوک راته په سترګو کې مسکی شي یو خواږه کتل په سترکو کې د مینې لار د ژوند له دغه ځایه پیلوی شي یو خندا د محبت سره ملګرې ماتو زړونو ته د عمر تسلی شي یو کلام چې په خوږه ژبه بیان شي د خوږې ژبې ملګری هر سړی شي کوم نظر چې درناوی پکې وي نغښتی نور نظرونه دې تر دې نظر لوګی شي د انسان کلمه مینه محبت دی نفرت څنګه د انسان سره یوځی شي د انسان نامه د هغه چا نصیب ده چې په بده ورځ د نورو لاسنیوی شي وايي، ټولو کې انس

07.05.2022 – سرلوڅ مرادزی

‍
OK
This site uses cookies. By continuing to browse the site, you are agreeing to our use of cookies. Find out more