دا چې نن مونږه په کوم حالت کې ښکيل يوو
بايد څه وکړو او څــه ته په نظر شـوو
چې روانـه مــو د ژوند بنده بېړۍ شي
او د سرېښو له دې ډنډ ځنې بهر شـوو

بايد داسې مفکوره، ذهنيت جــــوړ کړو
چې ملاتړی او ضامن مو د مـــــرام شي
نه د نورو سېلاب مونږ مخښکته وېسي
نــــه هم فکر ترې زمونږ د بل غلام شي

نړۍ اوس ده پــــــه مثال د يـــــوه کلي
زمونږ ملک په کې يو کور د يو فقير دی
روغ، رنځور، مړ، ژوندی کلي سـره بويه
همدا ښه حکمت او ښـه غوره تدبير دی

هيڅوک خپله ښخوی نشي خپل مــړی
تعامل تــــــه په همدې سبب اړتيـــا ده
د کمر پــــــه ژۍ ولاړو ځيرک اوســـئ
پــــــــه کمين کې درتـه ناسته لا بلا ده

شته زمونږه او د ښې ورځې تر منځه
ډېر بدرنګه شيطاني پليت لاسونه
په دې پار چې مو ګړنګ ته ورګوزار کړي
يو او بل ته ورکوي پليت لاسونه

دا يې وخت دی چې خپل زړونه يو او بل ته
په اخلاص کاندو کورونه يو او بل ته
پاک له شر نه کړو نيتونه يو او بل ته
مړه د کرکې کړو اورونه يو او بل ته

راځئ! ټول له يو او بله ځنې ځار شوو
راځئ! يو د بل زغملو ته تيار شوو
راځئ! تاو کړو له يو بل ځنې لاسونه
راځئ! خپل ورور سره ورور، يار سره يار شوو

لوېديځوال کوي غورچاڼ د ظرفيتونو
عــــربــان دي پـــــه لټون د ښايستونو
د شيدو د سر پېروي مو خــوندي کړئ
په ارزښت پوه شــئ د خپلو ارزښتونو

محبت مــونږ ته يو بل سره پـه کار دی
راځئ! پورته کړئ ليندۍ کينه پـرې ولو
راځئ! مات کړو نور د کرکې هغه غشي
چې لګيا يوو د يو بل سينه پــــرې ولـو

په دې پوه ياست چې دا ولې او په څه مونږ
همېش خپلې پښې په خپل ترښځ وهلي
هو! په خپل ځان مو تل کړی ښه ګومان دى
خو! خپل ورور ته مو په بد نظر کتلي

څو څو ځل د خپلې کــــرکـــــې له امله
مونـــــږه خپلې مټې خپله ماتــــې کړي
بيا مـو بېرته په ريښکۍ د پښېمانۍ دي
خپلو غـــــاړو کې تـــــر ډېـــــره زنګولي

بې تقوى په مونږ کې يو پر بل ښه نشته
ټول يو موټی خاوره يـــوو يو چا راوړي
يو شمال ادم ع ، يوې هــوا، حـــــوا يوو
محبت لــــــره تــــر دې دنيـــــــــا راوړي

جارو کېږو د جارو په څېر که نــه شوو
موخه دا چې يو، يـــو ښـه ماتېږو مونږ
که په مزي د وحدت يـــوه ګېډۍ شـوو
بيا د هيچا پــــه زور نـه ماتېږو مونــــږ

هسې پورته، پورته مـه الوځئ خير دی
بې وزرو مــــــه کړئ دعـــوه د الوتلـــو
"وزرپېچه مرغــــــان" هله الـــوتى شي
چې ځان خلاص کړي د ښکاريانو له منګولو

له ښکاريانو په دې شرط شو ځان ژغورلى
چې هر غشي ته يې ډال له مونږ سره وي
يو نظر د ليدو، بل د پرې کولو
په خاطر د دام او جال له مونږ سره وي

په هوا کې چې خنثی د دښمن بريد کړي
د هېواد بچي په ښه شان روزل غـــواړي
چې د هــــر خطر دفاع لــــره چمتو شي
دروازه د ښـــــوونځي پرانستل غــــواړي

ساينسي پوهه که هېڅ نه وي، وسيله ده
د بشر د ښېرازۍ لپاره ښه ده
په دنيا کې پرې د خدای کارونه شوي
هم جوړ شوی پرې جومات او هم کعبه ده

تخت چې ياد د سلېمان عليه السلام شو
د ساينسپوه ورته ورفکر او ورپام شو
انګېزه د الوتکې ورپيدا شوه
په هوا د تګ راتګ ورته الهام شو

غنا ياده د حضرت عثمان غني کړئ
تړل پرېږدئ په نسو پورې د کاڼو
لکه نوح بېړۍ چمتو ، خلک خوندي کړئ
له عذابه د وړو وړو خدايانو

که ژوند نه کوئ د بل له سيوري لاندې
د هنر په وزرو والوځئ عنقا شئ
تر سپوږمۍ او ستورو هم وخېژئ پورته
د آسمان په ډول بام د دې دنيا شئ

برسېرن فکر مو کب د سمندر کړئ
ګوندې هلته درته داسې څه پيدا شي
چې وړتيا يې وي اړتيا زمونږه ټولو
چې رنځور، رنځور ارمان ته مو دوا شي

خيال مو هم کړئ دومره لوړ لکه سپين لمر چې
له دې ځمکې څومره لوړ درتــه ښکارېږي
بيا که شپـــه دا لمر په تېغ د تيارې وژني
نو له وينو به يې سپين ستوري جوړېږي

چې باغ پوخ شي او باغوان درنه کوږ نه شي
که همدغه راز هنر مو په لاس راغى
بيا نو پوه شئ چې له خپل کړي نهاله
په ښه توګه ټول ثمر مو په لاس راغى

څو خـوږې، ترخـــې خبرې وې دردمندو
د مرهم په څېر يې زړه باندې پټۍ کړئ
هيله مند يم شيرين زوى چې به ځانونه
رابهر نــور له بـــــړستنې د لټۍ کــــــړئ