د یوه عالم د قلم رنګ د شهید له وینې ډېر سپیڅلی دی
سریزه:
اسلامي نړۍ کې د ساینسي عصري علومو بیا رغونه او راټولیدنه هغمهال پیل شوه، کله چې اروپا د روم امپراتورۍ له ړنګیدونو ورسته په هر ډګر کې له سترو رکوډ سره مخامخ شوه. د اموي خلافت مسلمانو لښکرو نه یوازې په ختیځ کې د منځنۍ اسیا د ترکستان، ایران او افغانستان په لور حرکت وکړ، بلکې په لویديځ کې د مسلمانانو لښکرو د ایبریا ټاپو وزمه نننۍ پروټګال اوهسپانیې سیمې فتحه کړې او ان د فرانسې تر زړه د پاریس تر یو سلو شپېته کیلو متري پورې پراخې سېمې تر لاندې کړي. په 711 کال کې د اپریل په28  مه نېټه په لویدیځ کې د مسلمانو لښکرو لومړنې برید د عرب جنرال طارق بن زیاد په مشرۍ د7000  جنګیالیو په مټ د شمالي افریقا له اړخه ترسره شو. په711  کال کې مسلمانانو د ایبریا ټوله ټاپو وزمه ونیوله. اسلام په چټکۍ سره په دغه ټاپو کې ډیر زر خپور شو.
په یو زرم کال کې د الأندلس روڼاندو اووه میلیونو اوسیدونکو څخه پېنځه میلیونه عیسویان د اسلام په مبارک دین مشرف شول. تر1492  کالونو پورې اندلس یا اسلامي هسپانیه د دریواړو اسماني مذهبونو یهودیت، عیسویت او د اسلامي تمدن د کولتوري زعم تر چطر لاندې ستر نړیوال علمي مرکز و. مسلمانانو نه یوازې ستر فتوحات وکړل، بلکې په بیسارۍ توګه په علمي ډګر کې پراخ پرمختګونه وکړل. د پیړیو راهیسې اسلامي نړۍ د خپلو پوهو عالمانو، پوهانو او د هوښیارو مشرانو حاکمانو سیاستونو له کبله په علمي، کولتوري او ټیکنالوجې لحاظه د اروپا له فکري نړۍ څخه په لوړه کچه پرمختللي وه. د اتمې او دیارلسمې پیړېو ترمنځ د عربي تمدن په زرین دور کې مسلمانانو د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه پوهه راټوله او یو ځای کړه. د اسلام بریاوې او د مسلمانانو د ساینسي علومو عروج د نړۍ او د بشریت تاریخ ته ژور بدلون ورکړ.
بغداد او دمشق د اسلامي نړۍ د علمي څېرنو مهم مرکزونه ول. دوی لوی لوی کتابتونونه جوړ کړل، ډیر علمي متنونه وژباړل. په اسلامي نړۍ کې هر اړخېزه علمي بحثونه ترسره کیدل. عربي د دې زمانې علمي ژبه وه. عربي پوهانو له هندیانو څخه د شمېرې سیستم او د صفر عدد ترلاسه کړ. په اروپا کې د دلاتېنې شمیرې ځاې هندي عربې شمیرې ونیولو. مسلمانانو ریاضیات، کسرونو، اعشارې، مثلثاتو، الجیر او نورو مظامینو ته هم وده ورکړه. همدارنګه نورو عصري علوم لکه طب، فزیک، فلسفه، بوټانیک یا کرهنې، او ستورپوهنې ته هم وده ورکړه. اسلامي نړیوالو پوهانو لکه ابن سینا او البیرونې په اروپایې تفکر باندې د پاموړ اغېز درلود. د بېلګې په توګه بغداد او قرطبې ښارونو کې د روغتونونو او کتابتونونو شتون په اړه اروپایان هک پک حیران پاتې شول. حتی د صلیبې جګړو پر مهال اکثریت اروپایان سخت وحشیان، بې تمدنه او بې کولتوره ثابت شول. کله چې دوی د اسلامي پرمختللي تمدن سره مخامخ شول. 
دا مهال مسلمانان او اسلامي نړۍ په پوځي لحاظ هم د اروپایانو څخه ‌ډیره پرمختللي ثابته شوي ده. کله چې عیسوي لویدیځه نړۍ د منځنۍ پیړیو په تیارو او جهالت کې ډوبه پرته وه. په اسلامی نړۍ کې ریاضيات، ستوري پوهنه، د نجوم علم، طبابت او نور ساینسي علوم په بیسارۍ ډول خپل ورستي اوج ته رسیدلي وو. د مسلمانو متفکرو پوهانو ساینسي کشفیات او اختراعات ډیر زر د اروپایانو د رنیسانس دورې لامل وګرځیدل. الکیمیا، الجبر، شمېر یا اعداد پوهنه، تعرفه، الکهول او الکالین دا هغه عربي ساینسي نومونه یا کلمې دي، چې اروپایې ژبو ته یې لاره موندلي ده او د اروپایانو په ساینسي علومو کې تر نننه ترینه کار اخیستل کیږي. مسلمانان نه یواځې په پوځي ډګر کې، بلکې په پوهنیزو علمي او اقتصادي برخو کې تر اروپایانو ډیر پرمختللي ول. دا مسلمانانو ول، چې عیسوي اروپایانو ته یې د ساینسي علومو په برخه کې مهمه پوهه په لاس کې ورکړه. په دې توګه په اروپا کې د اروپایانو د رینسانس دوره رامنځ ته شوي ده. نن د مسلمانانو دغه د ساینسي علومو نومونه د اسلامي نړۍ زرینې دورې ته اشاره کوي، ځکه پخوا اسلامي نړۍ د ساینسي علومو مرکزونه ول. د اروپا په څیړنېزو انېستېټونو او پوهنتونونو کې نن هم د اسلامي نړۍ طلایې دورې په اړه څېړنې ترسره کیږي. په بنسټېزه توګه د ساینسي علومو، ظهور او اوج د ساینس ترویجولو او د ساینسي عصري علومو ملاتړ پورې اړه لري. پوښتنه دا ده، چې بیا ورسته د اسلام او ساینسي علومو ترمنځ په اړیکه کې څه پیښ شول.
 
د اسلامي نړۍ ساینسي علومو زرین عصر
په نهمه پیړۍ کې په اسلامي نړۍ کې علمي ساینسي پرمختګونه پيل شول. له نهمې پیړۍ څخه تر دیارلسمې پیړۍ پورې اسلامي پوهان د نړۍ تر ټولو عالي مخکښو پوهانو څخه ګڼل کیدل. د عباسي بریالي دورې یا د اسلامی زرېنې دورې راز په دې کې نغښتي وه. ٬٬ د یوه عالم د قلم رنګ د شهید له وینې ډېر سپیڅلی دی٬٬. دا د عباسي خلافت د زینې دورې شعار و. عباسیانو د علم او پوهې په اړوند داسي اصول تعقیبول، کوم چې د نن ورځې تنګ نظرو ورسته پاتې بنسټپالو اسلامپالو دغه شعار هیر کړي دی. دا کومه تصادفي پېښه نه وه، چې فاتحیونو عباسیانو له بغداد څخه د خلیفه ګانو په توګه په ختیځ کې واکمن ول. دوی د ساینسي علومو په اړه داسی یو نظر درلود. په749 – 1258  کالونو کې د عباسيانو د واکمنۍ پر مهال د لرغوني انټیکې دورې لیکنې په بغداد کې وژباړلي شوې او وده ورکړل شوه. په لویدېځ کې تر نن ورځې پورې د ختیځ ساینس پوهانو له لاسته راوړنو او د مخکښو پوهانو له روح څخه ګټه اخیستل کیږي. 
له813  څخه تر 833 کلونو پورې ابوالعباس عبدالله المآمون د اسلامي امپراتوري ستر واکمن تېر شوي دی. نوموړي د ساینسي علومو لوی پلوي و. له همدې امله هوډ څرګند کړ او هڅې کولي، څو د نړۍ ټولي علمي ساینسي لیکنې تر یوه چطر لاندې یو ځای راټولي کړي. 
په825  کال کې د بیت الحکمه یا د حکمت کور بنسټ کیښود. د حکمت کور کې له یوناني، ارامي، پارسي او هندي ژبو لیکنې عربي ژبه ته وژباړلي شوې. په دې توګه ټول لرغوني اثارو کوم چې هغمعهال موندل کیدل وژباړل شول. د بیلګې په توګه د ارسطو، هیپوکریټس، افلاطون، بطلیموس، ګالین، اقلیدس یا ارشمیدس علمي اثار هم وژباړل. دا په اسلامي نړۍ کې د علمي ساینس علومو عروج یوه ستره پیلامه ګڼل کیږي. په زړه پورې خبره دا وه، چې پر عربو، پارسیانو سربیره عیسویانو او یهودانو ته هم د حکمت کور کې د علمي څېړنیزو کارونو لپاره اجازه ورکړل شوي وه. له دې امله هم د ساینسي علومو یوه زرینه په زړه پورې دوره بلل کیږي. د نړۍ ساینسي علومو مرکز بغداد و. په هغه وخت کې بغداد د ساینس، کولتور، هنر او سوداګرۍ له پلوه د نړۍ یو ستر علمي مرکز پیژندل کیدو. په ختیځ کې خلکو د لرغونو اثارو د پوهیدني او زده کړې په اړه ډیره لیوالتیا درلودله. د پوهې تېږو ځوانانو پلټنې او څېړنې پیل کړې. دوی طب، فلسفه، ریاضي، کیمیا او ستورپوهنه مظامین مطالعه کول. د حکمت کور کې مهمو ریاضي پوهانو لکه محمد بن موسی الخوارزمي څېړنې ترسره کړې او د نن ورځې ریاضيپوهنه د هغه د څیړنو پرته د تصور وړ نه ده. نوموړی د الجبر په نامه یو کتاب ولیکه. جغرافیه پوه ال ادریس د نړۍ نقشه جوړه او انځور کړه، د هغه نقشه د څو پیړیو لپاره کارول کیدله. فزیک پوه آل هیثم د ،، اوپتیک کتاب٬٬ ولیکه. په دې توګه په دیارلسمه پیړۍ کې انګلیسي فیلسوف راجربیکن سره د عینکو یا سترګیو په جوړولو کې مرسته وکړه. په دې موده کې د طب په برخه کې هم ډیر پرمختګونه رامنځ ته وشول. د اتمې پیړۍ تر پایه په بغداد کې په سلګونه روغتونونه شتون درلود. نه هیریدونکی ابن سینا خپل ټول تعلیمات د ارسطو د علمي لارښونو پر بنسټ ترسره کول. 
هغه له890  څخه تر 1037 کلونو پورې ژوند وکړ. نوموړي ته تر اوسه په ختیځ او لویدیځ کې درناوې کیږي. ابن سینا د ارسطو ښوونېزه تعلیماتو ته پام شوي وه. د طب، ریاضي، فزیک او اخلاقو په برخه کې تر څلور سوو زیات اثارو ولیکل. مسلمانو سوداګرو، پوهانو او حاجیانو د یوروایشیا او افریقا څخه سوداګریزه مالونه او پوهنه له یوې سیمې څخه بلې سیمې ته انتقالول. یهوديانو، مسیحيانو او مسلمانو پوهانو د اسلامي قوانینو تر چتر لاندې د لرغوني انټیک دورې مفتکرینو، څیرنوالو د څیرنو اثار او افکار د ژباړې او تبادلې له لیارې خوندي ساتل. په دې زرین عصر کې اسلامي عالماء یا پوهان ول، چې د هسپانیې کوردوبا، الکساندریا او بغداد ښارونو کې د یونان او روم انټیکې زمانې علمي اثار د راتلونکو نسلونو لپاره وژباړل او وساتل. د عصري طبابت او متیماتیک لپاره بنسټېز تهداب کیښود.
د زرینې دورې پیل او د ساینسي علومو سره لیوالتیا عباسي دورې پورې تړاو لري. دا په اسلامي نړۍ کې د اسلامي خلافت دویمه واکمني وه، چې د اتلسمې میلادي پیړۍ په نیمایي کې پیل شوه او په دې طلایې دوره کې په تېره بیا د نولسمۍ پیړۍ له پیل سره خلک په دې وپوهیدل او درک کړل، چې په ساینسي علومو پوهیدل څومره مهم دي. مسلمانانو له هغو علومو سره کوم چې په اسلامي نړۍ کې شتون درلود، په بیساري ډول لیوالتیا درلودوله.
په خورا یقین سره ویلي شو، چې د عباسي دورې په لومړیو کې ساینسي علوم خپل ورستي اوج ته رسیدلي وو. په اسلامي نړۍ کې د ساینسي علومو پرمختګ په بېلابېلو وختونو کې په ځینو سیمو کې لا نوره پرمختګ کړي و. اسلامي نړۍ کې د ساینسي علومو پرمختګ تر هغمهاله په ښه توګه دوام وکړ، کله چې اسلام او مسلمانان په بېلابېلو سیمو کې د ارویایانو له یرغلونو او استعماري جګړو سره مخامخ شول. 
 
اسلامي نړۍ څنګه له معنوي علمي پلوه له نزول سره مخامخ شوه.
یوویشتمه پیړۍ کې مسلمانان د ساینسي علومو له ننګونې سره مخامخ شوي دي. ځکه مسلمانانو او اسلامي نړۍ له ساینسي علومو سره اړیکې پرې کړي دي. 
وسمهال له 1,3 میلیارده زیات مسلمانان د نړۍ په57  هیوادونو کې ژوند کوي. له مراکشه نیولي تر تورکیې، ایران افغانستان او مالیزیا پورې په بېلا بېلو ملتونو کې سره ویشلي پراته دي. ځېنې هیوادونه ډېر بی وزلې او ځېنې ډېر شتمن هیوادونه دي، لکه سعودي عربستان، کویټ او عربي امارات. دوی د تیلو شتمنیو له امله هیڅ ډول اقتصادي ستونزې نه لري. خو کله چې د ساینسي علومو څېړنې خبره رامنځته کیږي، د ټولې نړې په پرتله د نړیوالو سیالیو لیسټ په پای کې واقع کیږي. د اسلامي هیوادونو پوهان ډیرې لږ علمي مقالې په مخکښو نړیوالو علمې مجلو کې خپروي. په اسلامي هیوادونو کې د مسلمانانو لخوا د ثبت شویو اختراعاتو شمیر ته په کتو سره د علمي څېړنې نیمګرتیا لپاره یو بل ثبوت ګرځیدلی شي. په ټولیزه ټوګه په عربي هیوادونو کې د مخترعینو له خوا ثبت شوي اختراعاتو شمیر 370 ښودل شوي. دې ته په کتو سره یوازې په سویلي کوریا کې په ورته موده کې 16000 اختراعات ثبت شوي دي. 
د پوهنتونونو په نړیواله درجه بندۍ کې اسلامي هیوادونه هیڅ ځای نه لري. په500  نړیوالو پوهنتونونو کې یوازې د ترکیې یو پوهنتون ځای لري. په دې ورستیو کلونو کې عربي ساینس پوهانو په دریو برخو کې د پاموړ څیړنې ترسره کړي دي. هغه هم د مالګنې اوبو څخه د څښاک پاکې اوبو تولید، د اوښانو د تکثیر تخنیک په برخه کې او د بازانو په اړه څیړنې ترسره کړي. ورستۍ دوې څیړنې په نړیواله ساینسي ټولنه کې لږ پام ترلاسه کړي، ځکه د اوښانو سیالۍ او د بارانو څېړنې د سویډن د نوبل جایزې کمیټې په پرتله د عربي شیخانو پام یې ځانته رااړولي دی. 
نه یوارې ډېرې مسلمانان بلکې ډېرې نامسلمانان هم په دې نه پوهیږي، چې ولې د اسلامي نړۍ ستر عظمت او پراخوالی بالاخره مخ پرځوړند د ناکامۍ په لور روان شوي. دا څنګه شونې ده، چې اسلامي نړۍ له دومره لوړوالي څخه ښکته راغورځيدلي. نن یوازې د اسرائیلو کوچنۍ دولت اته میلیونه اکثریت یهود اوسیدونکی لري، د ټولې عربي نړۍ په پرتله یا د دریو سوو میلیونو عربانو په پرتله اته میلیونو یهودیانو په نړۍ کې څو چنده زیات اختراعات ثبت کړي دي. 
دا څنګه کیداې شي، چې یوې خوا ډېرۍ مسلمانان په ویاړ سره وایې، چې قرانکریم د زبور او انجیل اسماني کتابونو په پرتله له عصري علومو سره ډېر مالومات او مطابقت لري او د عصري علومو اصلي ستره سرچېنه په کې شته.
په1450  کال جوهانس ګوټنبرګ د چاپي مطبوعاتو یا د کتاب چاپ ماشین اختراع کړ. دغه اختراع په نړۍ کې ډیر زر خپره شوه.
د1484  کلونو په شاوخوا کې د عثماني امپراتورۍ مرکز استانبول ته د لیکوالو او سوداګرو یو پلاوي راغي. دوی د عثماني امپراتورۍ له چارواکو څخه غوښتنه وکړه، چې ایا دوی کولي شي په عثماني امپراتورۍ کې د چاپي مطبوعات یوه څنګه پرانیزې یا جوړه کړي. دا هغمهال استانبول یا قسطنطنیه تازه فتحه شوي وه. اسلامی نړۍ په حقیقت کې د خپل ځواک او شان شوکت په اوج کې وه. عثماني امپراتورۍ د خپریدو په حال کې وه. د لیکوالو سوداګرو پلاوې د غوښتنې په اړه د عثماني امپراتورې مشاورینو خپل سلطان بایزید دویم ته دا مشوره ورکړه، چې په هیڅ حالت کې دې ته اجازه ورنه کړل شي، ځکه بیا په عثمانی امپراتورۍ کې هر څوک لیکل او لوستل زده کوي. دا یو هنري مسوولیت دی. د کابو کولو لپاره کلونه وخت په چار دی. د اوس لپاره دغه امتیاز باید د یو څو محدودو لوستو کسانو په اختیار کې وساتل شي. دا د اسلامي امپراتورۍ لپاره یو ګواښ ګرځیدلي شي. له همدې امله دویم سلطان بایزید په عثماني امپراتورۍ کې د کتابونو چاپ منع اعلان کړل. ظاهرآ د کتاب چاپ ممنوعیت له یوې خوا د عربي ژبې ودې او پرمختګ مخه ونیوله او له بلې خوا عثماني امپراتورۍ باثباته پاتې شوه. عثمانیانو خپل پرمختګ ته د بالکان په سیمو کې دوام ورکړ. عثماني امپراتورۍ د بلکان او تور سمندرګی سترې سیمې لاندې کړې، همدارنګه عثماني امپراتورۍ دوه ځلې په اروپا کې1529/1682  کالونو کې اتریش پلازمینه وینا لاندې کړه. 
خو عثمانیان ورسته وپوهیدل، چې ولي دوی ناڅاپه جګړې وبایلي او ولې د اروپایانو فکري شعور وده وکړه. ډیرې تاریخپوهان په دې اند دي، چې د اوولسمې او اته لسمې پیړې راهیسې په تدریجې ډول د مسلمانانو او د اسلامي نړۍ پرمختللي کولتور او سترې پوهنېزه ځواک شاتګ د لیک لوست او د کتاب نه چاپ له امله رامنځ ته شوي دی. د مسلمانانو فکري تحرک او ودې مخه د یو زرو پېنځه سوو کلونو راهیسې نیولي شوي، چې تر ټولو لومړۍ خپله د عثماني امپراتورۍ واکمنان په ګریوان کې ونیول او خفک کړل. له همدې امله نن په اسلامي نړۍ کې مسلمانان لږ کتاب لولي.
نن یوویشتمه پیړۍ کې په نړیوال کلي کې د کومونیکېسشن نړۍ کۍ مسلمانان څنګه کولي شي، د نړیوالو سره خپلې اړیکې ټېنکې کړي. په داسي حال کې چې د مسلمانانو په کورونو کې ډیر لږ کتابونه لوستل کیږي. نن مسلمانان د کتاب نه لوستلو له امله د ختیځ او لویديځ تر منځ یو ستر واټن لیدل کیږي. د دې سترې خلأ ډکولو لپاره یوې اوږدې مودې اړتیا لیدل کیږي. 
 
د عیسوي لویدیځي اروپا سیاسیونو او روښنفکرانو اندېښنې او نیوکې
په اروپا کې ځینې منتقدین په دې باور دي، چې اسلام د یو دین په توګه تاوتریخوالي ته وده ورکوي، غیر انساني او نا متمدنه کړنې ترسره کوي. له دې امله مسلمانان ورسته پاتي شوي دي. ځینې د لویديخ نړۍ د یرغلیز، استعماري، امپریالیستي، کولونیالستئ سیاستونه د اسلامي نړۍ د بدیختۍ او ورسته پاتيوالي لامل بولي. ځېنې پوښتنه کوي، ولې اکثریت اسلامي هیوادونه د نړۍ هیوادونو په پرتله په اوسط ډول په لوړه کچه د حاکمیت استبدادي رژیمونه او د ټولنېز اقتصادي پرمختګ په برخه تر ټولو ټېټه کچه لري.‌؟ 
د دغو منتفدینو ځواب باید داسي ورکړل شي، چې د نهمې او دولسمې پیړۍ تر منځ مسلمانان په فلسفي، اقتصادي عصري علومو او په ټولنېز برخه کې د لویدیځو اروپایانو په پرتله ډیر پرمختللي وو. د اسلامی نړۍ تمدن په خپل لومړنې زرین عصر کې اغېزمن اسلامي علماء، پوهان، متفکرین او لوی سوداګر درلودل او په پوځي ډګر کې هم برلاسي وو. په یوولسمه پیړۍ کې په اسلامي نړۍ کې د د دېنې عالماوو او پوځي دولتونو یو اتحاد رامنځ ته شو، دغي اتحاد په تدریجي ډول په اسلامي نړې کې د متفکرینو او د عصري علومو پوهان، ادبیان او بورژوا طبقه حاشیې ته ورتیل وهله. له دې سره په اسلامی نړۍ کې د فکري او اقتصادي نوښتونو مخه محدوده کړل شوه. دغه تاریخي توضحات د اسلامی نړۍ معاصر سیاستونو سره هم تړاو لري. د دینې علماوو او پوځي دولتونو تر منځ اتحاد تر نن ورځې پورې په اسلامي هیوادونو کې د لویديځ اقتصادي، تېکنالوجي او پوځي زبر ځواکي په وړاندې د مسلمانانو د عصري علومو پوهانو د نوښتونو او سیالۍ مخه نیولي ده. بل لوري ته اسلامي نړۍ د لویدیځ کولونیالستي سیاستونو په پیل کې په سیاسي، اقتصادي او ټولنیزه ډګر کې له ستونزو سره مخامخ کړي او ځپلي ده.
لویدیځ د اسلامي هیوادونو ټولي سیاسي، اقتصادي او ټولنېزې منابع غلا او چور کړي دي، تر اوسه اسلامي نړۍ په دې نه ده توانیدلي، څو ځان بیا سمبال کړي. 
په اروپا کې ډیرې اروپایان د اسلام د پراخیدو په اړه خبرې کوي او د عیسوی مذهب له منځه تللو څخه ویره څرګندوي. خو ځینې بیا وایي، چې اسلام د افراطیت، سختدریځي او خاموشه شاتګ تر منځ ولاړ یو نړیوال دین دی. له دې سره اسلام په خپله د یو نړیوال دین په توګه په نړیوال ستر کړکیچ کې راګیړ دی او اسلام د خپل د اسلامي افراطیت له امله ورو ورو په خاموشي کې د شاتک په لور مخ پر ځوړنډ روان دی. دا شا تګ یا اعتکاف په تدریجي ډول روان دی. د ډېرو عیسوي لویدیځوالو پوهانو په اند، د مسلمانانو ورسته پاتې والي او تنګ نظري يوازې د دوی دیني لید پورې اړه لري. له یوې خوا د لویدځوالو دغه نظر له مسلمانانو سره یو ډول تعصب او ضدیت دی، له بلې خوا د نړۍ له اتو تر ټولو بېوزله هیوادونو څخه شپږ د اسلامي ټولنې دولتونو پورې اړه لري. البته دا د اسلام په اړه د اروپایي پوهانو نظر دی.
د نن ورځې مسلمانان په حقیقت کې ډېرۍ نالوستي او د تعلیم ریښتېنې فرصتونه او چانسونه نه لري. په اسلامي نړۍ کې تل داسي نه وه، په اصل کې اسلام د سولې، پرمختګ او د ساینس دین دی. د حضرت محمد ص د دودیزې ویناوو څخه یوه خبره دا ده، چې علم حاصل کړئ، ځکه علم حاصول د الله تعالی د رضا لپاره د الله تعالی څخه ویره زده کیږي. د علم لپاره کار کول عبادت دی. د علم په اړه بحث کول د خدای حمد ثنا دی او علمي تحقیقاتي څېړنه یو ډول جهاد دی. په یووشتمه پیړۍ کې مسلمانان پرته له تعلیمه ژوند نه شي کولي.
که د اسلامي نړۍ په عصري علومو پوه عالمان او پوهان د مسلمانانو د راتلونکی په اړه په اوږد مهاله توګه سم شعوری علمي فکرونه کړي، نننۍ اسلامي تمدن د بې ځایو سختدریځو بندیزونو، بې ثباتیو، ناامنیو، بې علمیو او مذهبې استبدادي تاوتریخوالي له امله مخ په ورانیدو دی. په ډیرو هیوادونو کې عصري ساینسي علوم د جګړې، ترهګرۍ، اقتصادي رکود او استبدادي رژیمونو له کبله په مړیدو دي. په ټوله اسلامي نړۍ کې وینو، چې بنسټپالنې څنګه د اسلام سپیڅلی منځلارې دین، د سولې او محبت دین او په علمي اصولو ولاړ دین په ګریوان کې نیولي دی. د لویديځې نړۍ سیاستوال، د عیسوي دین، یهودی دین او د نورو بی کتابه دینونو عالمان او پوهان پوښتنه کوي، چې د اسلام اسماني دین به مسلمانان څنګه له دې بحراني حالت، بن بست او خونړۍ کړکیچ څخه راوباسي. موږ وینو، چې ډیرې مسلمان علمي کدرونه له دیکتاتوري استبدادي رژیمونو، د بشري ازادی نشتوالي، د ترور، ناامنۍ، بېوزلۍ، بې روزګارۍ او جنګ جګړو له امله لویدیځ ته په تښتي کې دي. دوی نه یوازې خپل کولتور له ځانه سره وړي، بلکې د اسلامي نړۍ ستونزو ناخوالې هم له ځانه سره وړي. پوښتنه دا ده، چې ولې دومره ډېر مسلمان علمي کډرونه خپل اصلي ټاټوبي پرېږدي او یوې بې برخلیکه ګډوالۍ ته مخه کوي.
 
عربي نړۍ کې د ښوونې او روزنې د نوی فکر او پرمختګ پيل
د نړۍ لومړنې پوهنتون په اسلامي نړۍ کې تاسیس شوي. خو نن ورځ د مسلمانانو پوهنتونونه په ساینسي نړیوالو سیالیو کې ونډه په نشت شمیرل کیږي. په اسلامي نړۍ کۍ ښوونه او روزنه د پیړیو راهیسې له ستر بحران سره مخامخ شوي. اصلي لامل د علمي څیړنیو ازادۍ په نشتوالی کې نغښتی دی. اسلامي نړۍ په سختۍ سره نوې علمي څېیړنیز نوښتونه خپروي یا تولیدوي. د اسلامي هیوادونو پوهنتونونه پر نړیوال کچ هیڅ ډول رول نه لري. مذهبي افراطیت او استبدادي دولتونه د تعلیمي سیسټم او د علمي عصري څېړنو او پلټنو د ناوړه وضعیت مسوول دي. شل کاله مخکې په عربي نړۍ کې د بشري وضعیت پرمختګ په اړه د ملګرو ملتونو لومړنې راپور خپور شو، د پاموړ هیلې راوټوکیدلي. د عربي بشري پراختیا راپور د عربي لیکوالو لخوا خپور شو. په راپور کې د مراکش او مسقط ترمنځ د عربي ښوونې او روزنې نظام وضیعت په اړه یو ډیر انتقادي ناوړه انځور وړاندې شو. لیکوالو په عربي نړۍ کې په ځانګړی توګه د زده کړې او څېړنې په ټېټه کچه باندې سختې نیوکې وکړې. یو کال ورسته د پوهنې په دویم راپور کې دا نیوکې نور په تفصیل سره تشریح کړل شوې او د عرب لیک دولتونو ویجاړونکې سیاستونه په کې سخت وغندل شول. که څه هم لیکوال په غټه عربان وو، خو د دوی راپورونه د منځنۍ او شمالي افریقا په اغیزمنو هیوادونو کې له سختو قهرجنو مخالفتونو سره مخامخ شول. 
په هر صورت دغو راپورونه په عربي هیوادونو کې د بیدارۍ یو غږ پورته کړ او پر ځان د انتقادي بحثونو لامل شول. شل کله ورسته په سیمه کې ډیر پرمختګونه رامنځته شول. په داسي حال کې چې سوریه، یمن، او لیبیا د ویجاړونکي خونړیو جګړو له امله لسیزې شاته پاتې شول، خو نورو عربي هیوادونو د ملګرو ملتونو د بشري پراختیا په شاخصتونو کې خورا ډیرې لاسته راونې لري. د خلیج شتمن بډایه هیوادونه لکه امارات، سعودي عربستان او قطر په خورا لوړه کچه د بشري پرمختګ په برخه کې لاسته راوړنې لري. 
په ټولېزه توګه نن عربي هیوادونو د لومړنیو زده کړو او د لیک لوست په برخه کې د پاموړ پرمختګ کړي‌ دی. نن ورځ د خلیج هیوادونو کې 96 سلنه ماشومان لومړنۍ ښوونځي ته ځي.73  سلنه لویان لیک او لوست کولي شي. په عربي نړۍ کې 63 سلنه وګړي او په بډایه تیلو دولتونو کې سل سلنه وګړي انټرنیټ کاروي. تر ټولو مثبته خبره دا ده، چې د زده کړې په برخه کې د نارینوو، نجونو او میرمنو ترمنځ واټن ډیر لږ شوي دی. که څه هم د کار په بازار کې د ښځو په وړاندې د پاموړ ستونزې شتون لري. 
اسلامي هیوادونو کې لوړې زده کړې او پوهنتونونه ډیر ورسته پاتې دي. په پوهنتونونو کې د لوړو زده کړو او علمي څېړنو وضعیت واقعآ ښه نه دی. د ښوونځي په زده کړو کې پرمختګ د پوهنتونونو په کیفیت باندې اغېز لري. 
په 972  کال کې د الازهر پوهنتون بنسټ ایښودلي شوي دی. الازهر پوهنتون په قاهره کې د نړۍ له پخوانیو پوهنتونونو څخه دی. نن ورځ د عربي نړۍ پوهنتونونه پر نړیوال کچ د نړیوالو پوهنتونونو سره سیالي نه شي کولي. که څه هم په شخصي پوهنتونونو او د لوړو زده کړو موسسو د زده کړې کچه د دولتي پوهنتونونو په پرتله لږ لوړه ده، لکه په بیروت کې امریکایې پوهنتون، خو دغو پوهنتونونو ته یوازې د شتمنو خلکو لوڼې او ځامن ورتللي شي. 
د دې بدبختیو یو لامل د پخوانیو تدریسې میتودونو کارونه ده. په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زوړ تدریسي سیسټم له یاده د سبق یادولو فضأ حاکمه ده. د دې پر ځای چې له محصل څخه وغوښتل شي، چې د څیړولو موضوع په خپله وپلټي. ښوونکی په خپله د حل لارې چارې ورته لتوي او ومومي. ښوونکې خپله ورته حقایق بیانوي. په ازموینه کې یوازې د پوهې ازموینه کیږي، نه په خپلواک ډول د ستونزو حل کولو وړتیا پوښتل کیږي. تخلیقي جوړونکي مضامین لکه د موسیقي او د ښکلو هنرونو پوهنځيو ارزښت په کې بې ارزښته ښکاري. 
د پوهنځیو بحران بل لامل د مالي سرچېنو کمښت دی. حتی د خلیج بډایه هیوادونه په تحقیقاتي څېړنیزو څېړنو او د زده کړو پراختیا باندې لږ پانګونه او لګښتونه کوي. د اماراتو په استثنا په ټولو عربي هیوادونو کې لګښتونه د ناخالص کورنې تولید له یوې سلنې څخه لږ دي. په جرمنی او سویس کې دا له دریو سلنې څخه پورته دي. د څیړونکو لپاره د کار شرایط په ورته ډول ډیر خراب او نامناسب دي. له همدې امله هر کال زرګړنه کډرونه لویدیځ ته کډې کوي. تر نن ورځې پورې یوازینې عرب مصري کیمیاپوه احمد زیویل په 1999  کال کې فزیک، کیمیا طب او اقتصاد په برخه کې د نوبل جاېزه ترلاسه کړي. 
د 2003  کال کې د ملګرو ملتونو راپور په جدی توګه په دې ټېنګار کړي، چې په عربي ژبه کې لږ کتابونه خپاره شوي او لږ علمي اثار له نورو ژبو ژباړل شوي دي. پخوا عربي نړۍ کې په بیروت، قاهره او بغداد کې ځښتې ډیرې ورځپاڼې خپریدې، داسي ویل کیدل، چې قاهره لیکې، بیروت خپروي او بغداد لولي. د مسلمانانو د مطالعې دغه وخت اوس نشته. ځکه مذهبې افراطیت، دولتي سانسور، کورنېو جګړو او اقتصادي بحرانونو په اسلامي ادبیاتو کې ستر زیانونه اړولي دي. همدارنګه لږ کتابونه عربي ته ژباړل شوي دي. له دې امله هم عربان نړیوالې پوهې ته لاسرسۍ نه لري. برعکس ډیر لږعلمي اثار له عربي څخه نورو ژبو ته ژباړل شوي. د رسنیو وضعیت هم ډیر خراب دی. د مطبوعاتو یا رسنیو حقیقي ازادی په هیڅ یوه عربي هیواد کې شتون نه لري. 
 
د افغانستان ښوونېزه نظام فلج شوي
د شاوخوا څلویښتو کلونو راهیسې اسلامي نړۍ کې د افراطي او بنسټپالنې تمایلاتو له لوري د ښځو خدای ورکړي حقونه محدودیږي او په افغانستان کې د نجونو پرمخ د ښوونځي او تعلیم دروازې تړل کیږي. د عصري نړیوالو ساینسي علومو مخه نیول. همدا سختدریځه تمایلات ورځ تر بلې په اسلامی هیوادونو کې ډیریږي او مسلط کیږي‌.
د اوو پیړیو راهیسې اسلام د نړۍ ټولو انسانانو ته علم، پوهه او حکمت ډالۍ کړي دی. نن د مسلمانانو پوهه، عقل او منطق چیري تللي دی. اسلام د ساینسي علومو اوج څخه د ډبرې یا حجر دورې په لور روان دی. 
دا د مسلمانانو خپله ګناه او تیرونه ده، چې په نړیوال علمي سیالي او پرمختګ کې هیڅ ډول رول نه لرل نه غواړي. مسلمانان په ګناه کې ژوند کوي، د یوه ملا یا دینې عالم سترګۍ په اتریش کې، د مسجد مایکروف په امریکا کې، د ملا او جومات ساعت په سویس کې، د ملا ایفون یا ملفون په چاپان کې، موټر یې په جرمني کې، د ملا بوټونه په ایټالیه کې، کالي یې په انګلستان کې. د مسلمانانو د کور نیمایي سامان په چین کې، د جهادي مسلمان کلاشینکوف په روس کې جوړیږي. لنډه دا چې مسلمانانو څه شي اختراع کړي دي. په اسلامي نړۍ کې داسي یو پوهنتون نشته، چې د هغې څخه یو مسلمان فارغ شي، څو هغه نړیوال سیاست مدیریت کړي او ټولې اسلامي نړۍ د مشرتابه وړتیا ولري. 
د ژغورنې نړیوال سازمان په یوه تازه ارزونه کې لیکي: د افغانستان ښوونېزه نظام تر بل هر هیواده په بدترین وضعیت کې دی او پر نړیوال کچ د ټولو هیوادونو په پرتله لومړۍ مقام لري، ښوونېزه نظام د سقوط له ستر ګواښ سره مخامخ دی. دغه حالت د طالبانو له واکمیدو سره رامنځ ته شوي دی، افغان نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زده کړې اجازه نه ورکوي. د طالبانو دغه ناوړه چلند د ځینو منځلارو طالب مشرانو تر څنګ د نړۍ دینې عالمانو او پر ملي او نړیوال کچ له سختو اعتراضونو سره مخامخ شوي دی. ټول افغانان د نجونو د تړل شویو ښوونځیو د زر پرانستلو غوښتنه کوي. د اسلام سپیڅلي دین تر ټولو زیات ټېنګار د علم او پوهې په زده کړې، تفکر او استدلال باندې کړي دی. ساینس او اسلام نه بېلیدونکی دي. نن سبا د ساینس اهمیت او ارزښت د بشریت لپاره له هیڅا پټ نه دی. ټول انسانان او آسماني دینونه د ساینس او پوهي په ترلاسه کولو ټینګار کوي. د ساینس په لاره کې پرمختګ د ویاړ سرچېنه ګڼل کیږي. اسلام د علم او پوهې په ترلاسه کولو ټینګار کوي، د هر بل دین په پرتله ساینس او علم ته ترجیع ورکوي.
خو نن په یویشتمه پیړۍ کې پر دې بحث کیږي، چې تعلیم وکړو که نه یې وکړو. علم په کار دی، که کار نه دی. په علم کې دنیاوي او اوخروي ویش ناسم دی. د علم خزانې په نړۍ کې پټې پرتې دي. دا د انسان فرض دی، څو د پرمختللي علم په رڼا کې خپله ټولنه پرې رڼا کړي. 
د دنیوي عصري علومو مباح ګڼل، د یوه لنډ فکره بې خبره ناپوهه مسلمان نظر دی. نه د یوه پوه مخور اسلامي عالم. ډېر اسلامي حدیثونه شته، چې صریحأ د علم د طلب غوښتنه کوي. د علم طلب فرض عین او فرض کفایه دی. که د طالبانو مشران د اسلامي زرېنې دورې نزول او د مسلمانانو د کمزورۍ تاریخ لامولونه لوستلي واې، بیا هیڅکله داسي یوه خبره نه کوله. لویدیځ یا ځواکمن هیوادونه یوازې پر هغو کمزورو هیوادونو باندې یرغل کوي. په کومو کې چې دنیاوي عصري علوم مباح عمل ګڼلي شوي وي. اسلام د دنیاوي او اوخروي ژوندانه لپاره یوه لیاره ده. اسلام یوازې عبادت نه دی. د دنیوي علوم ترک یا مباح عمل ګڼل د مسلمانانو په ضرر نه، بلکې د افغانانو په ضد یو بد عمل دی، ځکه ټول مسلمانان د علم طالب فرض ګڼي، خو ېوازې طالب یې مباح عمل ګڼې. د امیر امر په خپلو مامورینو باندې واجب دی، خو عام ولس د نیوکو، اصلاح او د خپل حق غوښتنې حق لري.
زموږ د ناکامیو او بد بختیو اصلي لامل زموږ خپله ناپوهې ده. د عصري علومو پوهنه انسان ته د یوې علمي موضوع په اړه د تحلیلي پرتلې ځواک وربښې. انسان د همدې علمي ځواک پر بنسټ خپلې مشروع او انسانی ګټي سمې سنجولي شي. په ټولنه کې هم د ټولنیز سمون او خپل مسوولیت ادا کولو کې پوره له احتیاطه کار اخلي. تل معقول او مطلوب انتخاب کوي. عصري تعلیم انسان ته یو ځانګړۍ ذاتي حیثیت، وقار او عزت وربښي. انسان د یوې اوسپنېزې ارادې سره خوځښټ کوي. نن اکثریت مسلمانان نه لوستل او نه لیکل کولي شي.
 
لنډېز:
د عصري ساینسي علومو تاریخ رازده کوي، چې پوهه جهانشموله ده. پوښتنه دا ده، ولې په اوسني عصر کې مسلمانان د دریمې نړۍ د ورسته پاتو ولسونو په ډله کې دي. دا یو څرګند واقعیت دی، چې د لویديځ عصري تمدن د یو شمېر لاسته راوړنو پر بنسټ ولاړ دی. دا عصري تمدن له اسلامي ختیځ څخه د عربي هسپانیا له لارې اروپا ته رسیدلي دی. دا هغه عصري پوهنه ده، چې د اسلامي ساینسي تجربوي علم د لاسته لاړونې په ترڅ کې د قراني لارښوونو په رڼا کې رامنځته شوې او اروپا ته لاره موندلی ده. خو اسلامي تمدن په دې اوږده لاره کې خپلي فلسفي ریښې له لاسه ورکړي. په دې توګه اروپا ته اسلامي علوم د تخنیکي، تجربوي میتودلوجي سره رسیدلي. اسلام له ساینس سره هیڅ ستونزه نه لري، بلکې د ساینسي علومو وده او پرمختګ اسلامي کول په کار دي. 
په اصل کې اسلامي بنسټپالنه د لویدیځ برلاسه پوځي ځواک او کولتور ارزښتونو په وړاندې یو غبرګون دی. داسی فکر کیږي، چې عصري علوم یوازې لویدیځ پورې اړه لري. په داسي حال کې چې عصري ساینسي علوم د ټول بشریت ګډ میراث دی او ساینسي علوم جهانشمول دي. یوازې لویدیځ پورې اړه نه لري. د لویډیځ اوسنې برتري پرته له اسلامي علومو مشارکت د تصور وړ نه ده. د غرب د برتري ریښې له اسلامي ساینسي علومو پرته بل څه نه دي. که مسلمانان د لویډیځ ځینې لاسته راوړنې په خپلو هیوادونو کې تطبیق کړي او د خپلو موخو لپاره یې وکاروي. دوی هغه څه بیرته اخلي، کوم دوی پورې اړه لري. عصریت د لویډیځ محصول په توګه ګڼل او په بشپړه توګه لمنځه یوړل، دا یو ناسم نظر دی، د اسلامئ نړۍ لپاره دا شونې ده، چې عصریت یا موډرنیږم په اسلامی طریقه خپل کړي، پرته له دې د لویډیځ خرافاتي ارښتونه، غیرا خلاقي، فسادي اداب رسوم او اخلاق خپل کړي. په دریمه نړۍ کې پر اسلامي هیوادونو باندې د لویدیځ استعماري واکمني او کولونیالیستي سیسټم بریا د کمزوري اقتصاد او د ولسونو ناپوهي پورې اړه لري. ځکه لویډیځوال په ساینسي علومو او مډرن ټېکنالوجې باندې پوره حاکمیت لري. د لویدیځ برتري ځواک د ساینس او عصري علوم پر بنسټ ولاړ دی. له همدې امله دوی د بې وزلو او کمزور هیوادونو په وړاندې بریا مومي. په اوسني عصر کې د مسلمانانو کمزوري او ناپوهي د ساینسي علومو د نشتوالي له امله ده. همدا ناپوهي د مسلمانان تر منځ د کړکیچ لامل ګرځيدلي، مسلمانان یې په بنسټپال، ډودیزپال او روڼاندي جهانشمول سره ویشلي دي. اسلام په خپله جهانشمول دین دی او د ټول بشریت لپاره یو تعریف لري. علمي څېړنې جهاد دی. په یوه حدیث کې راغلي دي ٬٬ چې د علم حاصول جهاد دی یا د علم په حاصلولو کې یوه ورځ مصرفول یا بوخت پاتي کیدل، د الله تعالی لپاره د الله ج په لاره کې تر سلو جګړو غوره ده.٬٬
په دې کې هېڅ شک نشته، چې پوهه د اسلام په دین کې یو بنسټېز ځواک دی. حضرت محمد ص په خپلو تعلیماتو او ارشاداتو کې علم ته ځښت ډیر مهم مقام ورکړي دی. حضرت محمد ص تحقیق او تفکر ته ډیر اهمیت ورکړي، مسلمانانو ته په مکرر ډول نصیحت کړي، چې په خپل ځان باندې تعلیم وکړئ. 
په قران عظیم شان کې د عصري علومو لکه لمر، سپوږمۍ، غرونو، بارانونه، د کښت او باغونو ذکر شوي دي. مسلمانان څنګه کولي شي، پرته له عصري علومو په نننۍ صنعتي پرمختللي نړۍ کې او په نړیوال پرمختللي سوداګريزه سیستم کې پرته له عصري علومو زده کړو څخه ژوند او سیالي وکړي. مسلمانانو څنګه د لویدیځ په وړاندې چې په عصري جنګي الکټرونکي او لیزر وسایلو سمبال دي، مقابله وکړي. 
تر ټول عجببه دا ده، چې مسلمانان د لویډیځ څخه تخنیکي ساینسي محصولات واردوي. دوی په خپلو هیوادونو کې د ساینس او د ټیکنالوجي غربي پوهان استخداموي، حتی خپل ماشومان لویدیځ ته د لوړو زده کړو لپاره لیږي. بیا هم لویدیځ او عصري علوم ردوي. نن ورځ په اسلامي هیوادونو کې ساینس ور ور په مړیدو ګرځیدلي. له دې امله اسلامي ټولنه له سترو ننګونو سره مخامخ شوي ده. 
له کلونو راهیسې بېلا بېل کارپوهان د اسلامي کنفرانس سازمان له غړو هیوادونو څخه د ساینسي زده کړو او د څېړنېزو پلټنو د فرصتونو د ښه کولو غوښتنې کوي. په ځانګړي توګه د ډیرو مالي مرستو او سرچېنو غوښتنې کوي. تر نن ورځې پورې په اسلامي نړۍ کې مسلمانانو د خپل ځواک د زوال د لاملونو په اړه پرته له وړو وړو حلقو څخه بهر د عامه پوهاوی لپاره یو په زړه پورې انتقادي بحث نه دی ترسره کړي.
پای 
رب زدني علما